لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شېخ رشید: حکومت په تحریک لبېک د بندېز فېصله کړې 


د داخله چارو وزیر وویل په هېواد کې د ګل - دوشنبې ورځې څخه شروع شوي پرتشدد احتجاجونو کې دوه  پولیس مړه او 340 نور ژوبل شوي دي. ای پي خبري ادارې د دوو احتجاج کوونکو د وژل کېدو رپورټ هم ورکړی و
د داخله چارو وزیر وویل په هېواد کې د ګل - دوشنبې ورځې څخه شروع شوي پرتشدد احتجاجونو کې دوه  پولیس مړه او 340 نور ژوبل شوي دي. ای پي خبري ادارې د دوو احتجاج کوونکو د وژل کېدو رپورټ هم ورکړی و

د پاکستان د داخله چارو وفاقي وزیر شېخ رشید ویلي دي چې حکومت په تحریک لبېک د بندېز لګولو فېصله کړی ده.

شېخ رشید په اسلام اباد کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ خبري غونډې ته وویل چې په تحریک لبېک د پابندۍ فېصله د پنجاب حکومت په سفارش شوې ده.

د داخله چارو وزیر وویل په هېواد کې د ګل - دوشنبې ورځې څخه شروع شوي پرتشدد احتجاجونو کې دوه پولیس مړه او 340 نور ژوبل شوي دي. ای پي خبري ادارې د دوو احتجاج کوونکو د وژل کېدو رپورټ هم ورکړی و.

د وي او ای اردو څانګې د رپورټ ترمخه په لاهور او د پنجاب په ځینو نورو ښارونو کې د قتل، تشدد، تښتولو، وراني او امن ته د زیان رسولو په تورونو د تحریک لبېک د کارکنانو او احتجاج کونکو په ضد د ترهګرۍ د قانون لاندې مقدمات درج کړی شوي او د 1200 نه زیات احتجاج کونکي ګرفتاره کړی شوي دي.

مطبوعاتي رپورټونه وايي د ډلې د مشر سعد حسېن رضوي په شمول د تحریک لبېک د یوشمېر مشرانو په ضد د ترهګرۍ د قانون لاندې مقدمې کړی شوي دي.

شېخ رشید وویل د ترهګرۍ د مخنیوي قانون د یولسم بي یا 11-B مادې د لاندې یاده ډله ترهګر ټاکل شوي ده.

د دغه قانون ترمخه د استخباراتي ادارو یا نورو مصدقه معلوماتو او د حکومتي ادارو د معلوماتو په اساس حکومت کولی شي چې یوه ډله د ترهګرو په نوم لړ کې شامله کړي.

وفاقي وزیر وویل چې د یادې ډلې سره د حکومت کومه وعده شوې وه نو دهغې د عملي کولو لپاره به یې قرارداد پارلیمان ته وړاندې کولو خو د تحریک لبېک مشرانو داسې غوښتنې کولی که په هغې عمل وشي نو د یورپ هېوادونو سره تعلق لرونکي ټول خلک به ددې ځایه لاړ شي.

حکومت د تحریک لبېک سره د ډلې د غوښتنو په اړه یوه لوظنامه کړی وه خو په پاکستان کې یوشمېر سماجي فعالانو او د حکومت مخالف سیاسي ګوندونو مشرانو د یوې سخت دریځې ډلې سره د حکومتي لوظنامې مخالفت کړی و ویلي یې وو چې د ډلې د غوښتنو په پوره کولو به پاکستان په نړۍ کې بدنامه شي.

تحریک لبېک په پنجاب کې په لوې تعداد کې پلویان لري او زیاتره پرتشدده احتجاجونه هم د پنجاب په لاهور، رحیم یار خان، چکوال، شېخو پوره او ګوجرانواله ښارونو کې شوي دي او د صوبايي حکومت دغه ځایونو کې د رېنجر ځواکونه په ځای کړي دي.

خو د کراچۍ او حېدر اباد په شمول د سند صوبې او د هېواد په نورو برخو کې هم د ډلې پلویانو د مظاهرو په وخت لوی لارې تړلی وې.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

ځانګړې ویډیوګانې

د پښتونخوا په تعليمي ادارو کې د نشه يي توکيو ضد کمپېن پيل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:30 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG