تېره اونۍ په اسلام اباد کې د سیاسي تاو تریخوالي باوجود ختیځ اروپاي هیواد بیلا روس صدر الیګزینډر لوکا شینکو د پاکستان درې ورځنی سفر وکړو اؤ دلته یې د لوړ پوړ چارواکو سره لیدنې اؤ یو شمیر تړونونه وکړل.
د پاکستان حکومت د بیلا روس د صدر اسلام اباد ته دا سفر په دفاعي، سیاسي اؤ معاشي حوالو سره د زیات ارزښت وړ بولي اؤ د سفارتي چارو څېړونکي وایي اسلام اباد کې د بیلا روس صدر ته ویل شوی تود هرکلی اؤ د هغه د سفر په مهال شوي تړونونه ښیي چې اسلام اباد خپلې بهرنۍ تګلاره کې د روس ایتلافیانو ته زیات ارزښت ورکوي.
د بیلا روس د صدر په موجودیت کې دواړو هیوادونو په 15ؤ تړونونو اؤ د مفاهمت په یاداښتونو لاسلیکونه کړي دي چې هغې کې د راتلونکو دوؤ کالو د مودې د مرستو هر اړخیز روډ میپ هم شامل دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت له مخې دې روډ میپ کې د بیلابیلو اقداماتو له لارې دوه اړخیزه اقتصادي مرستو غځولو ته پام ګرځول شوی دی.
د پاکستان د پوځ لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې د بیلا روس صدر الیګزینډر لوکاشینکو د پاکستان پوځي مشر جنرال عاصم منیر سره هم لیدنه کړې ده چې پکې د دفاعي مرستو په امکانانو اؤ د سیمې په سلامتۍ خیالات تبادله کړل شوي دي.
په دې لیدنه کې د پاکستان پوځي سر لښکر د دوه اړخیزه اړیکو د لا پیاوړتیا اؤ پراختیا هیله ښکاره کړې ده.
د خیتځ یورپ دا وړوکی هیواد چې ابادي یې یوازې خواوشا 91 لکه ده ، په 1991 کې له روسیې څخه ازاد شوی ؤ اؤ اوس دا هیواد د روس اؤ اروپا تر منځ د مهمې اسټراتیجکي جغرافیې لرونکی هیواد ګڼل کیږي.
د اوکراین جګړه،روسي اتحادیان ولې پاکستان ته ګوري:
د پاکستان د بهرنیو اړیکو د کونسل شریک چیرمین اؤ پخوانی سفیر سید حسین حبیب وایي چې د اوکراین جګړې د پاکستان ارزښت څو چنده سیوا کړی دی.
وایس اف امریکا سره خبرو کې هغه ویلي ددې جګړې په نتیجه کې بیلا روس اؤ د منځنۍ ایشیا یو شمیر هیوادونه چې د روس حکومت ته نزدې ګڼل کیږي،د امریکایي بندیزونو سره مخ دي اؤ په داسې حالاتو کې دا هیوادونه د تجارت لپاره نوؤ راهداریو ته اړتیا لري اؤ نظرونه یې د پاکستان لوري ته راګرځي.
سید حسن حبیب وایي چې نړۍ د سیمې د تجارت اؤ انضمان نه کوټلې ګټې پورته کوي اؤ پاکستان هم ددې نه د ګټې اخستو ګڼ فرصتونه لري.
د هغه وینا وه چې د منځنۍ ایشیا هیوادونه پاکستان سره د سړک اؤ ریل له لارې په پیوست کېدو د ځان لپاره تجارتي راهدارۍ یا دهلیزونه جوړول غواړي اؤ ددې سره پاکستان د ټرانزټ یو مرکز جوړیدای شي خو لا پورې په دې لړ کې څه کول پاتې دي.
هغه وایي په دې وروستیو کې د دوي له لوري په چمتو کړل شوؤ کاري دستاویزاتو یو څه کار شوی دی اؤ اوس د پاکستان نه د نیشنل لاجسټک سیل د ټرکونو په ذریعه د افغانستان اؤ ایران په لاره ټولو د منځنۍ ایشیا ریاستونو ، چین، ترکیې،اذر باییجان،روس، پولینډ اؤ نورو هیوادونو پورې د تجارتي مالونو رسول ممکن کړل شوي دي.
خو هغه وایي چې په لویه کچه د تجارتي سامان راوړلو لپاره د ریل پاټلۍ جوړول ضروري دي.
هغه ویلي یو وخت کې د اسلام اباد فعاله سفارتکاري یوازې د مغربي بلاک د هیوادونو سره وه خو د وخت په تېرېدو سره اوس ددې مخه سیمه ییزه تنظیمونو ته راګرځېدلې ده اؤ هغه بلاک ته هم ګوري چې مشري یې چین اؤ روس کوي.
نوموړی وایي د لویو طاقتونو سره د پاکستان اړیکې باید د برابرۍ په لیکه ولاړې وي داسې ښکاري چې پاکستان کې هم اوس همدا هڅه کیږي.
څېړونکي وایي چې د پاکستان د ګوادر اؤ کراچۍ بندرګاه د بیلا روس په ګډون د منځنۍ ایشیا ریاستونو لپاره د ټرانزټ مرکز جوړیدای شي.
پخواني سفارتکار غلام رسول بلوچ وایس اف امریکا ته ویلي چې تر ماضي زیات د دواړو هیوادونو نظرونه د مستقبل لوري ته دي ، د هغه په اند د پاکستان اؤ بیلا روس یو بل ته نزدې کېدل کومه ناشنا خبره نه ده.
د غلام رسول بلوچ له مخې د دواړو هیوادونو تر منځ د کرکېلې په څانکه کې د مرستې خورا زیات توان شه اؤ دا دواړه هیوادونه په کرکیله کې پکار راتلونکې مشینرۍ جوړولو لپاره ګډ پېداوار هم کولی شي.
هغه د پاکستان موجوده سفارتي پالیسو کې ددې بدلونونو ستاینه کړې اؤ وایي د بدلېدونکې نړۍ سره به پاکستان ته هم خپله بهرنۍ تګلاره کې بدلون کول وي.
پخوانی سفیر سید حسن حبیب وایي د پاکستان اؤ بیلا روس تر منځ د ټرانسپورټ اؤ زراعت د څانګو تر څنګ د اډيټنګ،موسمیاتي بدلونونو، وکیشنل ټریننګ، ساینس اؤ ټیکنالوجۍ په څانګو کې هم یو بل سره د مرستو بې شمیره موقعې شته.
د نوموړي په وینا همدا شان دې سیمې ته د غوښې اؤ کپړې په برامداتو هم پاکستان ته ګټه ترلاسه کيدای شي.
په کراچۍ کې د یوي څېړنیزې ادارې، پالیسۍ ریسرچ اینډ ایډوایزري کونسل، د یو راپور له مخې په تېره یوه لسیزه کې د بیلاروس سره د پاکستان تجارتي خساره له 33 میلیونه ډالرو څخه 18 میلیونه ډالرو ته راکمه شوې ده.
پاکستان بیلاروس ته مختلف توکي صادروي چې پکې د اپټیکل او فوتوګرافیک الات، جامې، پومبه، د څرمنې توکي، بوټان، او د لوبو سامان شامل دي. په ورته وخت کې، له بیلاروس څخه پاکستان ته واردېدونکي توکي کې فایبر، د لرګیو خام مواد، او د انرژۍ د ترلاسه کولو لپاره اټومي ری ایکټرونه شامل دي.
د راپور له مخې، پاکستان کولای شي بیلاروس ته د 5 ارب ډالرو په ارزښت صادرات وکړي، چې پکې پلاستیکي مواد، مېوې، درمل جوړونکي محصولات، او نور توکي شامل دي.
(د محمد ثاقب دا رپورټ د وي او اې اردو نه اخستل شوی)
Forum