لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني چارواکي وايي په هېواد کې د چینایانو د تحفظ توان لري


د کال 2017 راپدیخوا پاکستان کې 19 چینايي وګړي وژل شوي دي. د پښتونخوا په بشام سیمه کې د مارچ په میاشته کې چینايي وګړو باندې ځانمرګه برید هغه وخت اوشو چې له دغې څو ورځې وړاندې د چین لخوا جوړ ژور سمندري بندر ګوادر باندې وسله والو یرغل کړی و
د کال 2017 راپدیخوا پاکستان کې 19 چینايي وګړي وژل شوي دي. د پښتونخوا په بشام سیمه کې د مارچ په میاشته کې چینايي وګړو باندې ځانمرګه برید هغه وخت اوشو چې له دغې څو ورځې وړاندې د چین لخوا جوړ ژور سمندري بندر ګوادر باندې وسله والو یرغل کړی و

پاکستاني چارواکي په دې خبره زور ورکوي چې په ملک کې یو څو زره چینایانو ته د تحفظ ورکولو توان لري. دا په داسې حال چې سږ کال په پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې په سوونو عام خلک او امنیتي عسکر وژل شوي دي.

د امنیتي چارو څېړنکار احمدرشید د چین له اړخه په تکرار پاکستان نه د خپلو وګړو لپاره د تحفظ غوښتنو ته په ایشاره وايي د چین لخوا داسې غبرګون يي وړاندې چرته نه وو لیدلی.

د چین یو نزدې ملګری پاکستان دا وخت د انرجۍ او د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ منصوبه کې د روانو منصوبو لپاره د اربونو ډالرو سرمایه د ترلاسه کولو هڅه کوي. د چین پاکستان راهدارۍ منصوبه د بیجنګ د کمربند او سړک نړیوالې پروجې یوه مهمه برخه ده.

دغه پروجه چې سي پېک په نوم پیژنده شي د ریاست خلاف جګړه کونکو تندروه وسله والو او بلوچ بیلتون خوښو لخوا ځپل شوې ده چې پکې چینايي وګړي او پروجې په هدف کوي.

د کال 2017 راپدیخوا پاکستان کې 19 چینايي وګړي وژل شوي دي. د پښتونخوا په بشام سیمه کې د مارچ په میاشته کې چینايي وګړو باندې ځانمرګه برید هغه وخت اوشو چې له دغې څو ورځې وړاندې د چین لخوا جوړ ژور سمندري بندر ګوادر باندې وسله والو یرغل کړی و.

د دواړه هیوادونو ترمینځ انتهايي مهمې دواړه اخیزه اړیکې د خرابیدو نه بچ کولو په خاطر پاکستان سمدستي چینايي چارواکو سره لیدو کتو کې چینايي وګړو ته د مکمل تحفظ ورکولو ژمنې تکرار کړې.

د جون په میاشته کې پاکستان پس له هغې د ترهګرۍ ضد ګرد هیواد کې د کمپاین اعلان اوکړو کله چې د چین یو ستر چارواکي پاکستان ته د سفر په وخت ځايي مشرانو ته وویل ؛ لمړۍ څیز چې د چینايي وګړو پاکستان کې د سرمایه کارۍ کولو باور ته يي زیان رسولی هغه ددوي امنیتي وضعه ده.؛

نوي پکې څه دي؟

د پاکستان د پوځ یو مخصوص ډله او د صوبې خصوصي پولیس دستې په پاکستان کې چینايي پروجو او وګړو ته په تحفظ ورکولو معموره دي. ځايي استخباراتي ډلې د خارجیانو د کار او اوسیدلو د ځایونو ریکارډ ساتي. چینايي وګړي پاکستان کې د یو ښار نه بل ته په بولېټ پروف ګاډو کې د پولیس په بدرګه کې سفرې کوي.د چین له خوا د هرې پروجې چې پکې چینايي وګړي کار کوي د هغې یو سلنه پېسې په تحفظ مصرف کیږي.

د ترهګرۍ ضد یو مخصوص امنیتي چارواکي وایس اف امریکا ته ویلي؛ دغلته فشار دی په پاکستان چې د چینايي وګړو او پروژو تحفظ یقیني کړی شي.؛

لويي پروجې د نزدې ښارګوټو څخه قطع کړی شوي او ورته د عامو خلکو رسايي محدوده کړی شوې او کوم ځايي خلک چې دغې کې کار کوي هغوي ته ازغن تارونه لګول شوي او د پولیس لخوا تالاشۍ کیږي.

په بشام کې د حملې ورستو داخله وزارت د صوبو ترمینځ د همکارۍ لپاره د خارجیانو د تحفظ په نوم ډلې ګمارلې دي.پایه تخت اسلام اباد کې د چینایانو تحفظ لپاره نوې د خصوصي پولیسو ډله پرځاۍ کړې.

وایس اف امریکا ته اویلی شو چې پولیس ته خاص نوې تربیتي روزنه او الات ورکړی شوې. چرته چې چینانيي وګړي اوسیږي یا پروجي موجود دي هلته امنیتي عسکرو شمېر سیوا کړی شوی.
یو بل څیز چې وایس اف امریکا ته اویل شو هغه ده چې خاو شا سیمو کې د اوسیدونکو خلکو ریکارډ اخستل دي، چې دغلته مېشت خلک څوک او د کوم ځاۍ دي.

د چین مرسته

پاکستاني چارواکو هغه راپورونه رد کړي چې ګنې چین پاکستان کې د خپل عسکرو پرځاۍ کولو هڅه کوي خو زیاتوي چې د دواړه ملکونو قانون پرځاۍ کونکو عسکرو ترمینځ همکاري د وړاندې نه موجود ده.

د ترهګرۍ په ضد جوړ د خصوصي عسکرو د بلوچستان صوبې مشر اعتزاز ګورایا وایس اف امریکا ته ویلي ؛ دوي د تحفظ خصوصي عسکرو په جوړولو کې خپلې مرستې وړاندې کړي دي او دوي ته د ځيني الاتو ورکولو ژمنې يي هم کړي دي. چې پکې ځېني رارسیدلي او ځېني په لار دي. بلوچستان کې کم از کم دا یو دوامداره عمل دی.؛

چارواکي امید لري چې د کال ترپایه به ګوادر کې د یو محفوظه ښار پروګرام جوړوي. دې پروجه کې به په سوونو د څارنې کېمرې لګول کیږي، چې د یو مرکزي کمان مرکز نه به کنټرول کیږي او د ښار د ځايي اوسیدونکو څارنه به د ټاورو نه هم کیږي.

د ځايي خلکو غبرګون

د چینايي کارکونکو لپاره د امنیت ټینګولو په سر د پاکستان ځايي خلک هم خوشاله نه دي.په ګوادر کې چرته چې د پاکستان پوځ امنیت په لاسو کې اخستی، دغلته د غربت ښکار ځايي خلکو په نزدې کلونو کې درنې احتجاجي مظاهرې کړي او ګیله کوي چې د چین په مالي مرسته روانو دغه پروجو کې ددوي برخه نشته،ددوي د ګټو وسیلې يي ختمې کړي او ګرځیدل يي هم محدوده شوي دي.

یو ځايي مدني فعال نعیم غفور وايي ؛ د سړک په غاړه تر پینځو شپږو کلومټرو پورې چې کله چینايي وګړي هوايي ډګر ته تګ کوي ورته دوکانونه او ریستورانونه تړلی کیږي.؛

په ګرد هیواد کې د ترهګرۍ ختمون لپاره د اعلانه کړل شوو نوي عملیاتو عزم استحکام په ضد پښتونخوا صوبه کې سخت غبرګون مخې ته راغی چرته چې ځايي خلکو پخواني پوځي عملیاتو کې په لويه کچه بی کوره کیدل او تباهي لیدلې ده.

د امنیتي چارو څیړنکار احمدرشید وايي پاکستان ترهغې چینايي وګړو ته تحفظ نه شي ورکولی تر څو چې لمړی خپلو خلکو ته تحفظ نه وي ورکړی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG