لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ کې د ووټرفهرستونو د تصدیق خلاف احتجاج


د انتخابي کمیشن مشر فخرالدین جي ابراهیم
د انتخابي کمیشن مشر فخرالدین جي ابراهیم
د حزب اختلاف مختلفو گوندونو کراچۍ کې د صوبائي انتخابي کمیشن دفتر مخکې ته احتجاجي ناسته شورو کړې ده او غوښتنه کوي چې ښار کې روان د ووټرانو د فهرستونو تصدیق عمل دې د پوځ د څاني د لاندې ترسره کړی شي.
احتجاج ته وینا کې د جماعت اسلامي یو مشر محمد حسین محنتي وویل دوې کراچۍ کې د امن، منصافانه او بې طرفه انتخاباتو د پاره راغونډ شوې دي.
د جماعت اسلامي یو بل مشر سراج الحق وویل که حکومت د راتلونکې انتخاباتو په لړ کې د سپریم کورټ حکم عملي نه کړو نو اسلام اباد کې به د پارلیمان وړاندې احتجاجي ناسته کوي.
هغه وویل سپریم کورټ کراچۍ کې د نوي انتخابي حقله بندو او د پوځ د څارنې د لاندې د ووټرانو د فهرستونو د تصدیق امر کړی دی.
کراچۍ کې د پاکستان الیکشن کمیشن صوبائي دفتر مخ ته احتجاجي ناسته کې د جماعت اسلامي، عوامي نیشنل پارټۍ، جی یو آئي ایف، پاکستان تحریک انصاف، پښتونخوا ملي عوامي پارټي او یو شمیر نورو گوندونو نمائندگان شرکت کوي.
د سنده ترقي پسند پارټۍ گلزار احمد وویل چې د ووټرانو د تصدیق عمل د سیاست ښکار کړی شوی دی او دا رنگ خلک د رائې د ازادۍ د حق نه محرومولی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG