پاکستان کې د پټرولو له نرخونو سیوا کېدو یوه ورځ وروسته حکومت د بجلۍ نرخونه هم خېژولي اؤ په یو یونټ کې یې 2.75 روپۍ اضافه اعلان کړې ده.
د ګل په ورځ د بجلۍ د نرخونو تړلو ادارې نیپرا د بجلۍ نرخونو کې د شوې اضافې اعلامیه خپره کړې ده اؤ ویلي یې دي چې بجلي به په ټول ملک کې یو شان ګرانه وي.
نېپرا ویلي د بجلۍ د یو یونټ پسر یې د 2.75 روپو دا اضافه د روان مالي کال د دویمې سه ماهۍ یا درې میاشتیزې د ایډجسمنټ(ځایولو) په مد کې کړې ده .
د اعلامیې له مخې صارفینو نه به اضافي وصولۍ د اپریل،مئ اؤ جون د میاشتو د بجلۍ بیلونو کې کولی شي.
د ډاڼ ورځپاڼې د رپورټ له مخې د بجلۍ نرخونو کې ددې نوې اضافې سره به په صارفینو د 85 اربه اؤ 20ؤ کروړو روپور اضافي بوج پریوځي.
تر دې یوه ورځ وړاندې پاکستان کې د یو ليټر پټرولو په نرخ 9 روپۍ اؤ 66 اضافه شوې وه اؤ د پټرولو د یو لیټر بیعه دا وخت 289 روپو او 41 پېسو ته رسېدلې ده
همدا شان پروسکال د اکتوبر په میاشت کې د پاکستان حکومت د کورنیو صارفینو لپاره د ګیس نرخونه کې هم 172 فیصدي لوړ کړي وؤ.
اقتصاد پوهان وایي د پاکستان د زر مبادلې ذخيرې دا مهال په چټکیتا سره مخ په ښکته روانې دي، د اپریل میاشت کې د بانډونو په مد کې 1 ارب ډالر قرض بېرته ستنول وي، د بجلۍ د څانګې ګردشي قرضې د 27 اربه روپو څخه اوښتي دي او د انرژۍ په نرخونو کې د پرله پسې اضافې له کبله ګراني سېوا کېږي.
تېره اوونۍ د پاکستان د خزانې مرکزي وزیر محمد اورنګزیب ویلي وؤ، پاکستان د نړیوالې مالیاتي ادارې آي ایم ایف څخه لږ تر لږه د دریوؤ کالو د پور نوي پروګرام ترلاسه کولو ته اړتیا لري.
Forum