لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په انټرنېټ د جرمونو خلاف د پاکستان وړمبي عدالت کار شروع کړو


پاکستان الېکټرانېک میډیا رېګولېټري اتارټي، پېمرا، د الېګټرانېک ميډیا د سرپرستۍ حکومتي اداره ده
پاکستان الېکټرانېک میډیا رېګولېټري اتارټي، پېمرا، د الېګټرانېک ميډیا د سرپرستۍ حکومتي اداره ده

د پاکستان وفاقي حکومت په ټولنيزو رسنيو باندې د رياستي ادارو او مشرانو خلاف د پروپېګنډې او کرکې خورونکو عناصرو د محاکمه کولو لپاره د پيکا اېکټ نومې قانون د لاندې جوړ وړمبي خصوصي عدالت کار شروع کړو.

حکومت وايي په دغو عدالتونو کې به د ډېجيټل ترهګرۍ او په انټرنېټ د ډېجيټل موادو د لارې د رياست ضد پروپېګنډه کې د ککړو کسانو خلاف مقدمې چلول کيږي.

د پاکستان د قانون وزارت ويلي، د دغو ځانګړو عدالتونو د جوړولو فيصله د اسلام اباد هايکورټ د مشر قاضي سره د سلا مشورې وروسته شوې ده او د دې لپاره د وفاقي کابينې څخه منظوري هم اخستل شوې ده.

د قانون د وزارت ترمخه د الېکټرانيکي جرمونو د مخنیوي د کال 2016 قانون پيکا اېکټ لاندې د ډېجيټل جرمونو پرضد خصوصي عدالتونه به په درېو مياشتو کې دننه د فيصلې اورولو پابند وي او پلټنې کوونکي افسران به د ډېجيټل جرمونو سره د تړلو مقدمو تحقيقات په 45 ورځو کې سرته رسوي.

قانون پوهان وايي ګرانه ده چې په درېو مياشتو کې دننه فيصلې کولو سره به د انصاف تقاضې پوره شي.

د سپريم کورټ وکیل (قانون پوه) شېر امان خان يوسفزی وايي، "زما په خيال درې مياشتې ډېر کم وخت دی، دا د ايين د 10 الف مادې خلاف دی، دا ماده وايي چې ملزم ته به په يوه مقدمه کې پوره وخت ورکوې، هغه به د خپلې خوښې وکيل کوي او کله چې د قانون ټولې تقاضې پوره کيږي نو هغه لږ تر لږه دوه کاله موده اخلي".

د حکومت د دې پرېکړې څخه يوه ورځ مخکې د پاکستان د پوځ وياند ليفټننټ جنرل احمد شريف خبري خبري غونډې ته ويلي وو چې د پوځ او مشرتابه خلاف یې په ټولنيزو رسنيو باندې ډېجيټل ترهګر فعاله شوي او دغه ډېجيټل ترهګرد د جعلي خبرونو په اساس د پوځ، پوځي مشرانو او ولس ترمنځ تعلقات په نخښه کوي.

په اسلام اباد کې د پيکا اېکټ لاندې جوړ شوي يو خصوصي عدالت ته په لومړي ځل د پاکستان تحریک انصاف ګوند وياند روف حسن او د ګوند 11 ملزمان وړاندې کړل شوي دي.

د اليکټرانيکي جرمونو مخنیوي قانون لاندې جوړ کړل شوي ځانګړي عدالت کې د رياست يا د يو شخصیت خلاف په سوشل ميډيا د مهم چلولو او يا د ټولنيزو رسنيو د لارې د هيواد دښمن عناصرو سره د رابطو لرلو په اړه د مقدمې اورېدنه شوې ده.

له دې مخکې په جېل کې قېد د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني وزیر اعظم عمران خان په سوشل ميډيا د خپل شخصي اکاونټ څخه خور کړي پيغام کې ويلي وو چي د 70م په لسيزه کې ژوند کوونکي ځينې کسان له دې بيخي ناخبره دي چې سوشل ميډيا څنګه کار کوي او هغوي د ډېجيټل ترهګرۍ القابات ويشي.

د مسلم لیګ ن ګوند په مشرۍ کې واکمن اتحادي حکومت د پخواني وزیر اعظم عمران خان ګوند پاکستان تحریک انصاف د ډېجيټل ترهګرۍ ذمه واره ګرځوي او د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ په وروستيو کې تور لګولی وو چې د پاکستان تحریک پخواني حکومت يو خوا ترهګرو ته پناه ورکړې وه نو بل لوري ته یې په مبينه توګه په جي اېچ کيو او نورو رياستي ادارو باندې حملې کړي دي.

د ډېجيټل حقونو کار پوهان وايي د خصوصي عدالتونو جوړل غوره خبره ده خو داسې ښکاري چې د اسلام اباد دننه د دې عدالتونو جوړېدلو مقصد د يوې ځانګړې سياسي ډلې په نخښه کول دي.

د ډېجيټل حقونو فعال هارون بلوڅ وايي، "کتل به وي چې دا عدالتونه د سايبر جرمونو په اړه څومره پوهه او توان لري، ځکه چې دا ډېر تکنيکي معاملات دي او که د دې قانون لاندې پر چا مقدمې چلول کيږي نو باید چې ججان پوهه وي چې ډېجيټل فارنزک څنګه کيږي".

د پيکا قانون کال 2016م کې د هغه وخت مسلم لیګ ن ګوند په حکومت کې جوړ کړل شوی او په ځای کړل شوی وو، چې وروسته د صحافيانو او سياستمدارانو خلاف هم وکارول شو.

خبريالان ويره لري چې په ځانګړو عدالتونو کې د پيکا اېکټ لاندې مقدمې چلول به په هيواد کې د اظهار د ازادۍ راټوله شوې لمن نوره هم لنډه تنګه کړي.

د اسلام اباد پرېس کلب غړې او خبرياله نيير علي وايي، " زما په خيال دې سره به د اظهار د ازادۍ حق ختم شي او ورسره به ښکاره او پټ سنسرشپ کې اضافه وشي ځکه چې صحافيان له وړاندې څخه د خپلې اندې سنسرشپ کوي".

پاکستان کې د وړاندې نه د ټولنيزو رسنيو په ځينو پاڼو لکه په اېکس (پخواني ټويټر) بنديز دی، خو د پاکستان هر يو حکومت بيا دعوه کوي چې په هيواد کې مطبوعاتو ته مکمله ازادي ترلاسه ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG