د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې، ممتاز زهرا بلوچ ویلي، په یونان کې د کښتۍ د حادثې پر مهال ۴۷ پاکستانیان ژوندي ژغورل شوي او تر دې دمه د یو پاکستانی وګړي مړینه تایید شوې ده.
د ویاندې له لوري په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې د یونان په سمندر کې د کښتۍ د پېښې په تړاو د پاکستان سفارت ځایي چارواکو سره په پرلهپسې ډول تماس کې دی.
د بیان له مخې، د لومړني معلومات ښیي چې په دې پېښه کې ۴۷ پاکستانیان ژغورل شوي دي، خو د ټولو ورکو شویو او مړو شویو کسانو د شمېرې تصدیق لا هم نه دی شوی.
ویاندې ویلي چې د پاکستان سفارت د لټون او ژغورنې عملیاتو کې شاملو چارواکو سره په دوامداره توګه همکاري کوي.
ممتاز زهرا بلوچ ویلي، د سفارت چارواکي د ژغورل شویو پاکستانیانو لیدلو ته رسېدلي دي.
هغې زیاته کړه چې د دې پېښې په تړاو د بهرنیو چارو وزارت کې یو کرایسیسز منجمنټ سیل پرانستل شوی او اغېزمنې کورنۍ ددغه سیل یا ځانګړې څانګې سره تماس نیولی شي .
له بلې خوا، د پاکستان د وزیراعظم په لارښوونه په یونان کې د پاکستان سفارت کې ځانګړی سیل جوړ شوی، چې د پاکستانیانو پېژندنه او د هغوی خپلوانو ته لاسرسي یقیني کوي.
د ویاندې په وینا، د وزیراعظم مرستیال اسحاق ډار ټول فعالیتونه خپله څاري، او د سفارت چارواکو یوناني ادارو ته رسمي لیک استولی دی.
د پاکستان صدر اصف علي زرداري، وزیراعظم شهباز شریف او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په دې پېښه کې د پاکستانیانو په مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.
وزیراعظم ویلي چې د ټول قام خواخوږي له اغېزمنو کسانو او د هغوی کورنیو سره ده.
هغه زیاته کړې چې معصوم خلک د انساني قاچاق لپاره تېرویستل یوه ناوړه کړنه ده، او په دې کې ښکېل کسان به سزا سره مخ کیږي.
تېره ورځ د یونان د سویلي ټاپو ګاوډوس سره نزدې په سمندر کې د کښتۍ چپه کېدو له امله پنځه کډوال ډوب شوي اؤ ۴۷ نور ژوندي ژغورل شوي دي، چې ډېری یې د پاکستان اوسېدونکي دي.
چارواکي لا هم په دې نه دي توانېدلي چې په کښتۍ کې ټول سپاره کسان معلوم کړي. په دې اړه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د پېښې د څېړلو امر کړی او یوه کمیټه یې جوړه کړې چې په پینځو ورځو کې به خپل راپور وړاندې کوي.
په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې یونان د منځني ختیځ، افریقا او اسیا څخه راتلونکو کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره اروپا ته د ننوتلو تر ټولو د خوښې لاره وه اؤ شاوخوا ۱۰ لکه خلک د دې هیواد په جزیزو کوز شوي وؤ.
په کال ۲۰۲۳م کې د یونان سره نزدې په بحیره روم کې یوه کښتۍ چپه شوې وه چې د ۴۰۰ نه د زیاتو پاکستانیانو په ګډون پکې نزدې ۸۰۰ کډوال ناست وؤ اؤ د هغوي له جملې څخه یوازې ۱۰۴ کسان ژوندي ژغورل شوي وؤ.
Forum