لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : که اطلاع ولري دظواهري په ضد به گامونه واخلي


دپاکستان د بهرنيو چارو د دفتر وياند وائي پاکستان کې دترهه گرو لپاره ځايې نشته اؤ که چرې دايمن الظواهري پشمول دکوم ترهه گر پاکستان کې دموجودگۍ اطلاعات ترلاسه شول نو قانون نافذونکې ادارې به يې په ضد کارروائي کوي.
دپاکستان دغه دعوې په داسې حال کې دي چې لۀ دې وړاندې دالقاعده دمشراسامه بن لادن په گډون يو شمير مهم ترهگر دپاکستان په خاوره شوؤ عملياتو يا هم ډرون بريدونو کې وژل شوي اؤ څه ژوندي هم نيول شوي دي.
تيره ورځ دامريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري دپاکستان دبهرنيو چارو صلاح کار سرتاج عزيز سره يو گډ مطبوعاتي کانفرنس ته د وينا په مهال په ډاگه کړې وه چې کۀ دامريکا ډرون بريدونه دپاکستان د خپلواکۍ په ضد گڼل کيږي نو د القاعده مشر ايمن الظواهري چې دلته څه کوي هغه خو هم دپاکستان د خپلواکۍ څخه سرغړونه ده.
دجمعې په ورځ پلازمينه اسلام اباد کې خبريالانو ته داوونيز احوال تيرولو مهال دخارجه دفتر وياند دپاکستان دا دريځ تکرار کړو چې ډرون حملې دپاکستان دخپلواکۍ اؤ نړيوالو قوانينو خلاف ورزي ده اؤ
پاکستان دډرون حملو په حقله امريکا دخپلو انديښنو څخه خبر کړې ده .
هغه وويل د ډرون بريدونو په هکله دامريکا لخوا دپاکستان دريځ معلوم کړل شوى اؤ هيله ده د ډرون بريدونو په اړوند به دپاکستان دريځ ته غوږ ونيول شي.
خو له دې يواځې يوه ورځ دمخه دامريکا دبهرنيو چارو وزير جان کيري اسلام اباد کې په ډاگه کړې وه چې د ډرون حملو په اړه صدراوباما يوه واضحه تگلاره لري اؤ هغه دا چې مونږ به د دښمن په ضد گامونه اخلو.
څيړونکي دجان کيري ددغو څرگندونو مقصد په ظاهره توگه دا اخلي چې امريکا پاکستان ته د ډرون بريدونو د اودرؤلو څخه سکوټ انکار کړى دى.
امريکايي چارواکو له دې وړاندې هم وخت په وخت واضحه کړې ده چې کۀ چرې پاکستان په خپلو قبائيلي سيمو کې د پټو هاغو تندلارو محفوظې اډې لۀ مينځه يوسي چې د پولې پورې غاړه افغانستان کې په ائتلافي اؤ افغاني پوځيانو د غلچکو بريدونو کولو څخه وروستو بيرته هم په پاکستان کې خپلو خوندي ځالو ته راتښتي اؤ دلته پناه اخلي نو پخپله به دامريکا ډرون بريدونو ته ضرورت پاتې نۀ شي.
پاکستان ته دجان کيري ددورې په حقله د بهرنيو چارو د دفتر وياند وويل پاکستان اؤ امريکا پخپل مينځ کې مهمې اړيکې لري اؤ دهغه دغه اوسني سفر سره ددواړو هيوادونو د اړيکو معمول ته په راوستلو کې مرسته شوې ده.
هغه وويل امريکا دوړاندې څخه ددياميربهاشا ډيم په اړه ددوؤ سوؤ ملينو ډالرو دورکولو ژمنه کړې ده.
دخارجه دفتر وياند وويل پاکستان امريکا سره دبنديانو دراکړې ورکړې په اړه کوم تړون نۀ لري، ځکه پاکستان دعافيه صديقي په معامله جان کيري سره خبرې نۀ دي کړي.
دوياند په وينا دپاک ايران گيس پائپ لا ئن په حقله امريکا دپاکستان ددريځ څخه خبر کړل شوې ده.
هند سره داړيکو په اړه هغه وويل ددواړو هيوادونو مشرانو داړيکو دښه کولو هيله څرگنده کړې اؤ توقعو ده چې دواړه ملکونه به پرته له کوم ځنډ څخه خبرې پيل کړي.
هغه وويل پاکستان امن خوښى ملک دى اؤ دهند پشمول يې ټولو گاونډي ملکونو سره دتعلقاتو ښه کولو لپاره گامونه اخستي.
نوموړي وويل پاکستان هند ته دجامع مذاکراتو دبحالۍ اؤ ستونزو دهواري لپاره تاريخونه تجويز کړي دي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG