لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د يو ميلين نرسانو کمی دی او نزدې څلوېښت زره ډاکټران له درملنې کولو څخه لرې دي



په خيبر پښتونخوا کې د ډاکټرانو د اتحاديي نه ترلاسه شوې شمېرې ښيي چې اوسمهال په ټول هېواد کې د 65،000 زره ډاکټرانو کمې دی
په خيبر پښتونخوا کې د ډاکټرانو د اتحاديي نه ترلاسه شوې شمېرې ښيي چې اوسمهال په ټول هېواد کې د 65،000 زره ډاکټرانو کمې دی

د روغتيا په اړه د پاکستان د سنېټ سټېڼدنګ کمېټۍ له خوا د ورکړل شو شمېرو ترمخه د هېواد په کچه شاوخوا د يو ميلين نرسانو کمې دی او د پي ايم ډي سي سره رجسټرډ شوي د 30 زرو نه تر 40 زرو پورې ډاکټران د درملو په برخه کې کار نه کوي.

په خيبر پښتونخوا کې د ډاکټرانو د صوبايي اتحاديې چارواکي وايي چې د ډاکټرانو ښودل شوې شمېره دې نه هم سېوا کېدای شي او اوسمهال په پاکستان کې د 8000 وګړو په سر يو ډاکټر دی چې د صحت نړيوالې ادارې د سفارشاتو په اساس د زرو تنانو په سر يو ډاکټر دی.

د وي او ای ډيوه همکار چې کله د پېښور په ليډي ريډينګ هسپتال (ايل ار ايچ) کې د ډاکټرانو د صوباييي اتحاديې د مشر ډاکټر احتشام نه وپوښتل نو هغه وايي:

“ډېر خلک چې ايم بي بي ايس وکړي نو هغوی ته هغه شان نوکري نه مېلاوېږي نو هغه کلينيکل اړخ ته نه راځي، هغه يا پبلک هيلته يا استاذۍ اړخ ته لاړ شي، يو خو پاکستان کې د کار د امنيت مسله ده، بل معاشي مسلې دي نو د هغې د وجې نه زمونږه ډېر ډاکټران بهر ته لاړ شي، زمونږه سره چې په ګڼ تعداد کې کومې ښځينه ډاکټرانې وي چې هغوی د واده نه وروسته خپل پرېکټس جاري ونه ساتي نو د هغې وجې نه هم دا سېټونه خالي پاتې شي”.

په وروستيو کې د ډان ورځپاڼي په يوه ادارېه کې ليکلې شوي وو چې د روغتيا په اړه د پاکستان د سېنټ سټېڼدنګ کمېټۍ له خوا ورکړل شوو شمېرو ترمخه د هېواد په کچه شاوخوا د يو ميلين نرسانو کمی دی او د پي ايم ډي سي سره رجسټرډ شوي د 30 زرو نه تر 40 زرو پورې ډاکټران د روغتيا په برخه کې کار نه کوي.

د اداريې ترمخه په پاکستان کې د نرسنګ کارمندانو ځواک شاوخوا 100،000 ته رسېدلی چې لس چنده زياتوالي ته اړتيا لري. د روغتيا د چارو پوهان وايي د ډاکټرانو په څېر په هسپتالونو کې نرسنګ سټاف ډېر کم ګمارل کيږي او چې کوم تربيت ترلاسه کړي نو هغوی هم د کار امنيت د نشتون او د کم معاش له وجې د نوکرو دپاره عرب ملکونو ته مخه کوي.

د پېښور په ايل ار ايچ کې کلينيکل نرس مينېجر صاحبزاده وقار په دې اړه ډيوه ته وايي په خيبر پښتونخوا کې د روغتيا د چارو پوهان وايي چې د هېواد په کچه د بېله بېلو علتونو له امله په هسپتالونو کې د ډاکټرانو او نورې طبي عملې شمېره د مريضانو تناسب سره ډېره کمه ده چې په ترڅ کې يې د خلکو علاج متاثره کېږي.

هغه وايي “ګايډلاينز خو دا وايي چې په لسو مريضانو ايمرجنسي کې يو نرس پکار دی، په وارډ کې په څلورو مريضانو يو نرس پکار دی، خو بدقسمتۍ سره دې وخت کې مونږه سره په دېرش څلوېښت مريضانو يو نرس وي، چې اېمرجنسي ته تاسو ورشئ نو په سلو مريضانو يو نرس وي، په ايي سي يو کې شپږو مريضانو دپاره يو نرس وي نو هغې وجې نه د مريض چې کوم علاج دی هغه متاثره کېږي”.

په خيبر پښتونخوا کې د ډاکټرانو د اتحاديي نه ترلاسه شوې شمېرې ښيي چې اوسمهال په ټول هېواد کې د 65،000 زره ډاکټرانو کمې دی.

اتحاديه وايي چې په هستالونو کې د ډاکټرانو او نورې طبي عملې تعداد سېوا کولو دپاره مهم دي چې حکومت اړونده ګامونه واخلي.

“ډاکټر احتشام وايي “په پاکستان کې د شاوخوا 8000 تنانو په سر يو داکټر دی کوم چې د صحت نړيوالې ادارې ډبليو ايچ او ترمخه په 1000 تنانو يو ډاکټر پکار دی”.

دا په داسې حال کې چې د صحت نړيوالې ادارې د پاکستان مشر په 2022 کې د روغتيا په برخه کې د انساني وسايلو د بحران خبرداری ورکړی و او غوښتنه يې کړې وه چې پاکستان دی د صحت په برخه کې خپل کاري ځواک پياوړی کړي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG