لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان چین ته د خپلې قرضې ستنولو په موده کې د پراختیا خواست کړی


د پاکستان د خزانې وزارت ویلي د چين په سفر تللي د خزانې مرکزي وزير محمد اورنګزيب او د توانايۍ وزیر سردار اوېس لغاري د چين د خزانې وزیر او د چين د اېکسپورټ اېنډ کرېډټ کارپورېشن صدر سره لیدلي او ورته یې په رسمي توګه د 15 اربه ډالرو قرضې ستنولو د مودې د پراختیا خواست کړی دی.

د پاکستان د خزانې وزارت دا خبر نه دی تایید کړی چې چين د چينايي کمپنیو د انډپنډنټ پاور پروډيوسر د پورونو د مودې په غځولو باندې سلا شوی دی.

اقتصاد پوهان د قرضې د بېرته ستنولو د مودې غځېدل په پاکستان کې د ادايګیانو د تولې او د توانايۍ نرخونو کمولو لپاره مهم بولي.

د مالي چارو خبريال مهتاب حېدر وايي پاکستان غواړي چې د چين سره د توانايۍ په څانګه کې د 15 اربه ډالرو قرض ستنولو موده تر 2041 پورې وغځوي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وایي، د قرضې د مودې غځولو په نتیجه کې به په سملاسي توګه د قرضو واپس کولو فشار کم شي او چې د بجلۍ کوم نرخونه وي نو دې سره به په هغې کې د يونټ په سر درې روپۍ کمی هم راشي خو هغه وایي چې دا کار اسان نه دی.

پاکستان اؤ چين چې شريکه پوله لري او دواړه بااعتماده اتحاديان دي، چين څو وارې مخکې هم په پاکستان د ورپورو قرضو ستنولو موده غځولې ده.

نړيواله مالياتي اداره آي اېم اېف روانه میاشت پاکستان ته د 7 اربه ډالرو قرض ورکولو باندې سلا شوې خو ورسره یې په دې هېواد کې د بجلۍ په لويه کچه غلا او د بجلۍ په ضایع کېدو هم اندېښنې ښودلي چې د توانايې د څانګې په پورونو کې د اضافې لامل ګرځي.

د پاکستان سرکاري ريډيو وايي چې د چين د پاليسي سازه ادارو مشرانو په پاکستان کې د اقتصادي استحکام او آي اېم اېف سره د سټاف په کچه لوظنامه ستاېلې ده.

وايي د خزانې او توانايۍ پاکستاني وزيرانو په بيجينګ کې د پيپلز بېنک آف چائنا ګورنر او د نېشنل انرجي اېډمنسټرېشن د چارواکو سره ليدنه کې هغوي د پاکستان د حکومت د اصلاحاتي اېجنډې او د آي اېم اېف سره رابطو نه خبر کړي دي.

د اقتصادي چارو ماهرين وايي پاکستان د اعتماد د مسلې سره مخ دی او چين به هم غواړي چې دا هېواد پراخه اقتصادي اصلاحات وکړي کوم چې تر اوسه په نظر نه راځي.

د اقتصاد پوهه شاهد محمود په خبره "آي اېم اېف پاکستان ته وايي زموږ نه چې کومې پېسې اخلې هغه به دا نه وي چي چين یا سعودي عرب ته یې په قرضونو کې ورکوې، که د پاکستان دا خيال وي چې د آي اېم اېف نه به پېسې واخلي او چين ته به یې ورکړي داسې نه شي کېدای".

ورځپاڼې اېکسپرېس د مالي چارو د خبريال خبريال شهباز رانا له خولې ليکلي چې، دې سره نن يوه خبره په ډاګه شوه چې په تېرو کلونو کې به د مسلم لیګ نون ګوند خبره کوله چې چين پاکستان ته قرض نه ورکوي بلکې سرماېه کاري کوي ولې ښکاره شوه چې دا سرماېه کاري نه وه.

چين په پاکستان کې د 21 اربه ډالرو په لګښت د انرژۍ 21 منصوبې لګولي دي او ماهرين وايي چې د پاکستان د خزانې مرکزي وزير به د چينايي چارواکو سره د انرژۍ د څانګې په ګردشي قرضو هم خبرې کوي، دا قرضې هم نزدې 500 اربه روپو ته رسېدلې دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې


د ډانلډ ټرمپ مېرمن ملانیا ټرمپ پېژندګلو
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:43 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG