لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرمه: فرقه ییزو نښتو کې ۱۹ کسان وژل شوي او ۳۸ نور ژوبل شوي


پاکستاني عسکر په کرمه کې د گزمې په مهال لیدل کیږي
پاکستاني عسکر په کرمه کې د گزمې په مهال لیدل کیږي

د کرمې قبایلي ضلعې انتظامي چارواکو تر مخه په دغه سیمه کې پېل شوې فرقه ییزو نښتو کې ۱۹ کسان وژل شوي او ۳۸ نور ژوبل شوي. د سیمې ځايي خلک بیا د مرګ ژوبلې شمېره زیاته ښايي.

د ځايي انتظامې تر مخه دغه نښتې په ۲۳م اکتوبر وروسته د هغې پېل شوې کله چې په شلوزان سیمه کې نامعلومه کسانو د شیعه مسلک په مزدورانو برید وکړو او دوه مزدوران پکې ووژل شول.

د ضلعې مرستیال کمیشنر سید سیف اسلام شاه دفتر چارواکي وايي د سیمې ترینګلو حالاتو د قابو کولو د پاره مشرانو جرګه جوړه کړې خو دا جرګه ورسته له هغې ناکامۍ سره مخ شوله چې د اکتوبر په ۲۶مه د کوزې کرمې په چارخېل سیمه کې نامالومه وسله والو د پاړه چینار په لور روان د شیعه مسلک خلکو د ګاډو په کاروان برید وکړو. چې پکې د شیعه مسلک خلکو ته مرګ ژوبلې واوښته.

د شیعه مسلک یو فعال د نوم نه څرګندولو په شرط ویلي وسله والو د شیعه فعالینو لیسټونه جوړ کړي او د پوره منصوبې سره د شیعه مسلک خلک په هدف کوي چې دغلته بیا قریقه ایزو شخړو ته دوام ورکړي. نوموړي ویلي یواځې په کرمه کې د هیواد په نورو سیمو کې هم د کرمې شیعه مسلمانان په هدفي پېښو کې وژل کیږي.

د دغه سیمې نه پاکستان د تیر پارلیمان مرکزي وزیر ساجد حسین طوري وايي چې په دې ورستیو کې د کرمې په ګډون پېښور او نورو سیمو کې د کرمې شیعه ځوانان په هدف شوي دي.

انتظامیه وايي د کوهاټ، هنګو او اورکزۍ سیمې مشرانو په منځګړیتوب د اوربند هڅې روانې دي او د دواړو فریقونو سره یې لیده کاته کړي. خو شیعه سني مشران وايي دغلته وژنې نامالوم کسان وکړي او هغوی پرضد ګامونه نه اخستل کیږي.

ځایي خلک وايي دا مهال د کرمې په شپږ ځایونو کې انښتې دوام لري چې پکې د ډزو ترڅنګ غټې وسلې کارول کیږي خو په علاقه کې حکومتي واک په نظر نه راځي. دوی وايی دا نښتې بوشارو، خوار کلي، بالش خېلو ، سده، کونج علیزیو، غوزګړۍ، پیواړ پعړه چمکني او تري منګلو کې روانې دي.

د ځايي خلکو په وینا په نښتو کې تر دې مهال نیزدې 30 تنه وژل شوي او تر 50 زیات ژوبل شوي خو په حکومتي کڅه دا شمیرې نه دي تایید شوي. دوی وايي په علاقه کې د موبایل او ټيلي فون سروس ترڅنګ علاقې ته غځېدلي سړکونه بازارونه او مارکیټونه تړل شوي چې د علاقې خلک د خوراک څښاک سره داروګانو او نورو بنیادي ضروروتونو د نشت وتلي سره مخ دي.

په کرمه کې سني او شیعه مسلمانان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر نښتې رامینځ ته شوي، چې بیا یې فرقه ییزه بڼه خپله کړې او پکې په سلګونو کسان وژل شوي.

سږ کال د جولاي په میاشت کې د سني او شیعه ډلو ترمینځ خونړۍ نښتې د یوې اونۍ ورسته له هغې ختمې شوې چې د اورکزو، هنګو او کوهاټ مشران سیمې ته په جرګه ورغلي وو .

جرګې د دوی ترمینځ د کال اوربند اعلان کړی وو او ویلي یې وو چې کوم فریق د جرګې د پریکړې سرغړونه وکړي هغه څخه به ۱۲ کروړه روپۍ د جرمانې اخلي او پر ضد به یې قانوني چلند کیږي.

ساجد حسین طوري وايي د سیمې د شیعه مسلمانانو او سنیانو تر منځه د ځمکو د ملکیت په سر تاو تریخوالي نه زیاتره شرخوښي ګټې پورته کوي چې بیا دغه قبایلي شخړې فرقه ییزه بڼه خپله کړي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG