لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ د آی اېس آی د پخواني مشر فېض حميد د کورټ مارشل د قضیې په تړاو درې نور ريټايرډ افسران هم نيولي


د پاکستان پوځ په 12م اګست د استخباراتي ادارې آی اېس آی د پخوانی مشر او د پېښور پخوانی کور کمانډر لفټننټ جنرل (ر) فېض حميد نيولی او ويلي يې وو، د هغه پرضد د فيلډ جنرل کورټ مارشل يا د پوځي قانون لاندې کارروايي پيل شوې ده
د پاکستان پوځ په 12م اګست د استخباراتي ادارې آی اېس آی د پخوانی مشر او د پېښور پخوانی کور کمانډر لفټننټ جنرل (ر) فېض حميد نيولی او ويلي يې وو، د هغه پرضد د فيلډ جنرل کورټ مارشل يا د پوځي قانون لاندې کارروايي پيل شوې ده

د پاکستان پوځ وايي، پوځ د آی اېس آی د پخواني مشر لفټننټ جنرل (ر) فېض حميد د کورټ مارشل د قضيې په تړاو درې نور ريټايرډ افسران هم نيولي، ويل شوي دغه کسان د پوځي قاعدو د سرغړونو په وجه نيول شوي او د پوځ په بند کې دي.

پوځ په خپله فېس بک پاڼه پوسټ کې زياته کړې، د دغو ريټايرډ افسرانو او ملګرو خلاف يې نورې پلټنې روانې دي او دوی د سياسي ګټو په خاطر په ګډه بې ثباتي جوړوله".

د پاکستان پوځ په 12م اګست د استخباراتي ادارې آی اېس آی د پخوانی مشر او د پېښور پخوانی کور کمانډر لفټننټ جنرل (ر) فېض حميد نيولی او ويلي يې وو، د هغه پرضد د فيلډ جنرل کورټ مارشل يا د پوځي قانون لاندې کارروايي پيل شوې ده.

پوځ ويلي وو، د آی اېس آی د پخواني مشر لفټننټ جنرل (ر) فېض حميد د سپريم کورټ د حکم ترمخه د ټاپ سټي قضيه کې د شکايتونو په سر پلټنې پيل کړل شوي او پوځ هغه نيولی دی.

پوځ زياته کړې وه، د پاکستان د ارمي اېکټ يا پوځي قانون د مادو لاندې د لفټننټ جنرل (ر) فېض حميد پرضد سخته تاديبي کارروايي پيل کړل شوې ده.

د پوځي بيان ترمخه، د لفټننټ جنرل (ر) فېض حميد په اړه د هغه د ريټايرډ کېدو نه وروسته هم د پاکستان د پوځي قانون د سرغړونو څو پېښې مخې ته راغلي دي.

ټاپ هاوسنګ سوسايټي قضيه

د پاکستان د ځایي مطبوعاتو ترمخه، د کورونو يا ودانيو د يوې سوسايټۍ (ټاپ هاوسنګ سوسايټۍ) مالک معز احمد خان د فېض حميد خلاف سپريم کورټ ته خواست کړی او تېر کال د نومبر په میاشت کې د سپريم کورټ د چيف جسټس قاضي فايز عيسا په مشرۍ د جسټس امين الدين او جسټس اطهر من الله ګډ بنچ په دغه خواست اورېدنه کړې، او د فېض حميد خلاف شکایتونو په اړه یې د دفاع وزارت او اړونده ادارو ته د رجوع کولو ويلي وو.

سپريم کورټ ويلي وو، د فېض حميد خلاف"سخت تورونه" لګېدلي، او دغه تورونه د "پامه نه شي غورځول کېدی" او که دا رښتيا يا ثابت شو، مرکزي حکومت، پوځ، آی اېس آی او رېنجرز ځواک وقار ته به تاوان واړوي.

په خواست کې ويل شوي وو، د کال 2017م د مې په میاشت کې د پاکستان رېنجرز او استخباراتي ادارو غړو د ترهګرۍ تش په نوم قضيه کې د ټاپ سټي په دفتر او د دغه سکيم د مالک معز خان په کور چاپه وهلې، د سرو زرو او هيرو کالي او پېسې یې ترې لوټلې وې.

په خواست کې ویل شوي وو، وروسته بيا د فېض حميد د ورور سردار نجف په مينځګړيتوب د مسلې هوارولو هڅه شوې، او د معز خان د تره زوي چې بريګيډير دی، د هغه د لارې د دوی سره تماس نيول شوی وو.

په خواست کې زياته کړل شوې، فېض حميد ورته بيا ويلي، چې د چاپې په وخت 400 تولې سره زر او څه پيسې به ورته واپس کړي، او د بيا د آی اېس آی دوه پخواني بريګيډيرانو معز خان ته د څلورو کروړو روپو ورکولو هم ويلي وو. په خواست کې په ارتضا هارون، سردار نجف، وسم تابش، زاهد محمود ملک او محمد منیر هم تورونه لګول شوي چې په هاوسنګ سوسايټۍ کې یې غېر قانونه قبضې کړې وې.

د رپورټونو ترمخه، چيف جسټس بيا په دغه اړه ريکارډ غوښتی خو ورته ويل شوي چې پخواني چيف جسټس ثاقب نثار د څوکۍ پرېښودو وروسته د دغه ريکارډ ضايع کولو حکم کړی وو.

په پاکستاني مطبوعاتو کې د ايي اېس ايي د پخواني مشر خلاف د شکایتونو او په هغه د الزاماتو خبرونه شایع کوي خو دا خبره ډېره واضحه نه ښکاري چې په دې اړه د فېض حمید خپله څه دریځ لري؟

فېض حميد څوک دی؟

لفټننټ جنرل (ر) فېض حميد د استخباراتي ادارې (آی اېس ای) پخوانی مشر، د پېښور کور کمانډر او بيا د بهاولپور کمانډر پاتې شوی، د دې ترڅنګ په پوځ کې په نورو عهدو هم پاتې شوی دی.
د کال 2022م د نومبر په میاشت کې په پاکستانيو رسنيو خبر ورکړل شوی چې هغه د وخت نه وړاندې ريټايرډمنټ اخستی او د ريټايرډ کېدو خواست یې قبول کړل شوی وو.

د فېض حميد نوم وخت په وخت سياستوالو د بېلابيلو موضوعاتو په تړاو ياد کړی دی.

نوموړي د کال 2021م په 15م اګست د طالبانو په افغانستان کې واکمنېدو وروسته فېض حميد چې هغه وخت د آی اېس آی مشر وو، په څلورم ستمبر یې د کابل سفر کړی وو.

فېض حميد د کابل په سفر کې خبريالانو سره خبرو کې دومره ويلي وو، چې "د پریشانۍ هیڅ خبره نشته هر څه به ټيک وي"

په مرکز او خېبرپښتونخوا صوبه کې د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان (چې دا وخت په جېل کې دی) حکومت کې د هغه وخت د استخباراتي ادارې (آی اېس آی) د پخواني مشر جنرل فېض ‏حميد په مشرۍ د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره په کال 2021م کې په کابل کې مذاکرات پيل کړي وو.

د پاکستان نه څو پلاوي په دغه لړ کې کابل ته تللي وو خو د ‏کال 2022م په نومبر کې ټي ټي پي د پاکستان د حکومت سره کړې ډز بندي ختمه کړې او بريدونه يې پيل کړي وو.‏

تېر کال د عوامي نېشنل ګوند مشر اېمل ولي خان تور لګولی وو، چې د عمران خان په حکومت کې 40000 وسله وال بيرته ملک ته راوستل شوي، او هغه د پوځ د اوسني مشر جنرل عاصم منير نه غوښتنه کړې وه، چې چا دغه خلک بيرته راوستي دي، د مخکني پوځي مشر جنرل قمر جاوېد باجوه او استخباراتي ادارې مشر جنرل فېض حميد نه دې پلټنې وکړي چې دومره سنګين جرم یې څنګه کړی وو، هغو ته دې سزا ورکړي.

د پاکستان د اوسني مسلم ليګ ن حکومت هم د عمران خان په پخواني حکومت تور لګوي چې وسله وال یې بيرته ملک ته راوستي، اباد کړي یې دي، ځکه په ملک کې ترهګري سېوا شوې ده.

خو تحریک انصاف ګوند تل ويلي، د ټي ټي پي سره یې مذاکرات کړي خو بيرته یې نه دي راوستي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG