لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پخوانی وزیراعظم، نواز شریف، اوس په جیل کې د خوب کټ هم نه لري


نواز شریف، چې درې ځله د پاکستان وزیراعظم ټاکل شوی دی، اوس د فساد په تور، د راولپنډۍ په اډیاله جیل کې پروت دی
نواز شریف، چې درې ځله د پاکستان وزیراعظم ټاکل شوی دی، اوس د فساد په تور، د راولپنډۍ په اډیاله جیل کې پروت دی

د پاکستان پخوانی درې ځله منتخب وزیر اعظم، نواز شریف، اوس په اډیاله زندان کې شپې ورځې سبا کوي او سیاسي ملگري او رشته داران یې وایي چې له هغه سره په جیل کې بدسلوک کیږي.

د مسلم لیگ نواز گوند ویانده، مریم اورنگ زیب چې مخکې د کابینې غړې هم پاته شوې وه، نن د نهې ـ سې شنبې په ورځ یې وویل چې د یاد شوي گوند مشر او پخواني وزیراعظم میا محمد نواز شریف سره د اډیاله په جیل کې د مخدره موادو د یو قاچاقبر نه هم بدتره سلوک کیږي.

له دې وړاندې، د نواز شریف ورور شهباز شریف هم پرون د گل ـ دوشنبې په ورځ د پنجاب نگران وزیراعلی ته یو خط ولیږه او په هغه کې یې وویل چې نواز شریف په ډیر بد حالت کې ساتل کیږي. شهباز شریف ویلي چې د خالي ـ شنبې په ورځ د خپل ورور لیدو ته ورغلی و او د خپل ورور دغه بد حالت یې په سترگو ولید.

شهباز شریف په خپل خط کې لیکلي: «هلته چې ولاړم نو ومې لیدل چې میا محمد نواز شریف ته حتی د لوستلو لپاره یو اخبار هم نه ورکول کیده، تولایي (توشکه) یې پر ځمکه هواره وه، لیټرین (ټټۍ) یې هم ډیر چټل و، او په کیمرې کې یې ایرکنډیشن هم نه و لگیدلی.»

د پنجاب پخواني وزیر اعلی، شهباز شریف دا هم ویلي چې ورور یې طبي اړتیاوې لري او باید خصوصي ډاکټر ته یې اجازه ورکړل شي چې د هغه خیال وساتي.

د پاکستان د ځایي میډیا په حواله، د شهباز شریف خط ته د پنجاب د قانون نگران وزیر، ضیا حیدر ځواب لیکلی او ورته یې ویلي چې د پنجاب د جیلونو د دغه بد حالت ذمه واري، پخپله د مسلم لیگ نواز د گوند ده، ځکه په تیرو ٢۴ کلونو کې همدغه گوند و چې په پنجاب یې حکومت کاوه او په کار وه چې هغه وخت یې د جیلونو حالاتو ته پام کړی و.

تنزیل ملک پر خپل فیسبوک د نواز شریف لیدلی حال بیانوي
تنزیل ملک پر خپل فیسبوک د نواز شریف لیدلی حال بیانوي

یو سیاسي کارکن او د نواز شریف ملاتړی، تنزیل ملک، هم پخپل فیسبوک کې لیکلي چې هغه د نواز شریف لیدو ته ورغلی و او ورته پته ولگیده چې پخوانی وزیراعظم، په هغه ځای کی ساتل شوی چې د قتل مجرمین پکې ساتل کیږي.

تنزیل ملک په اډیاله زندان کې د نواز شریف د کیمرې حال داسې بیان کړی دی:

«ډیره خواره کیمره، زوړ او شلیدلی فرش، ناولی بستر، او ډیر چټل لیټرین (غسلخانه). چې ومې پوښتل، نو رامعلومه شوه چې میا صاحب شپه پر فرش باندې په اوده کیدو تیره کړې ده. په کیمرې کې بیخي ډیرې میاشې وې. کله چې میا صاحب د ملاقات لپاره راوستل شو، نو خولې پرې راماتې وې.»

تنزیل ملک زیاته کړې ده چې د نواز شریف لور، مریم نواز، او د هغې میړه کیپټن (ر) صفدر هم په اډیاله جیل کې په بد حالت کې شپې ورځې تیروي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG