لاس رسیدونکی لینک

 
د پښتونخوا حکومت وفاق ته ویلي این ایف سي ایوارډ نور غځول ورته د منلو نه دی
تازه خبر

د پښتونخوا حکومت وفاق ته ویلي این ایف سي ایوارډ نور غځول ورته د منلو نه دی


File Photo
File Photo

د خېبر پښتونخوا صوبې وزیر اعلا ښاغلي علي امین ګنډا پور وفاق ته څرګنده کړې ده چې د وفاق اؤ صوبو تر منځ د وسیلو د ویش اووم مالیاتي ایوارډ نور غځول د انصاف اؤ د وسیلو د روڼ ویش په ضد عمل دی.

هغه دا خبره د خزانې وفاقي وزیر محمد اورنګزیب ته په 20مه جنورۍ استول شوي یو لیک کې کړې ده.

د خېبر پښتونخوا د قانون وزیر ښاغلي افتاب عالم وي او اې ډيوه ته ویلي دا د تېر یو کال په موده کې د وزیراعلا لخوا وفاقي حکومت ته لېږل شوی پینځلسم لیک دی.

هغه وایي "زمونږ وزير اعلا او فنانس محکمي وفاقي حکومت ته نزدي 15 خطونه ليږلي چې تاسو نوی این ایف سي ایوارډ اعلان کړئ ،تاسو يقين وکړئ ١١ مياشتې کيدو واله دي، د صوباي او وفاقي حکومت دواړو، خو هغوي لا تر اوسه د سي سي آي غونډه نه ده رابللې"

په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې اپوزيشن ګوندونه بيا تور لګوي چې د تحريک انصاف صوبايي حکومت د مرکز سره د پښتونخوا د معاش او اقتصاد مسلې په سمه توګه او ایيني فورمونو نه دي راپورته کړي۔

اپوزیشن ګوندونه وایي که د قانون لاندې په اقتصادي ستونزه باندې يوه صوبه هم د مشترکه مفاداتو د کونسل غونډه راوبلي نو مرکزي حکومت د غونډې تابيا کولو نه انکار نه شي کولی۔

د صوبایي اسمبلۍ غړی احمد کنډي ډيوه ته وایي، په ٩٠ ورځو کي د سي سي آي ميټنګ کول آيني ذمه واري ده خو يو کال زمونږ د حکومتونو پوره کيږي نه وفاقي حکومت څه زخمت وکړو او نه صوبايي حکومت د سي سي آي په هکله څه خط ليږلی دی ـ

هغه وایي "که دوي کوم خط ليږلی وي نو هغه دې په ريکارډ راولي ـ دوي دعوه کوي خو ريکارډ او ثبوت ورسره نشته ـ صوباي حکومت د صوبي د معاشي مفاداتو په بابت کمپرومايزډ شوی دی"

صوبايي حکومت وايي د قبايلي ضلعو د انضمام نه وړاندې د اين اېف سي لاندې د مرکز سره د صوبی برخه 14.62 فيصدي وه خو د قبايلي ضلعو له شاميلېدو وروسته دا برخه 19.64 فيصدي ده۔

د کال 2019 او دسمبر کال 2024 تر مينځه په شپږو کالو کې مرکزي حکومت صوبې ته د 14.62 فيصدي په اساس 3046 اربه روپۍ او د قبايلي ضلعو دپاره یې په دې شپږو کالو کې 437 بلينه روپې بيلې ورکړې دي۔

خو صوبايي حکومت بيا دا هم وايي چې 19.64 فيصدي په بنياد د پښتونخوا 607 بيلنه روپۍ اوس هم مرکز ته پاتې دي۔

صوبایي وزیر آفتاب عالم وایي "ستاسو اووم مالياتي ايوارډ خپله آیيني موده ختمه کړې ده ،د صوبي پخوانۍ برخه په اين ايف سي کي 14.62 فيصدي ده ـ خو د قبايلي ضلعو له انضمام وروسته اوس د صوبي نوې برخه زمونږ د اندازي مطابق هغه 19.64 فيصدي جوړيږي"

صوبايي حکومت دريځ لري د دې خپلې برخې نه د محرومتيا له وجې حکومت ته په قبايلي ضلعو کې د بيا ودانۍ,ترقۍ، امن او بنيادي اسنتياو ورکولو کې مالي مشکلات دي .

د صوبایي حکومت دریځ دی چې 7م مالياتي ايوارډ نور غځول نه يوازې غير ایيني عمل دی بلکې دې عمل د پښتونخوا صوبې څخه په قامي وسیلو کې خپله برخه هم تروړلې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG