لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور او کراچۍ کې دپوليو په کارکوونکو بريدونه ،٥ کسان مړۀ


دپاکستان دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور او اقتصادي مرکز کراچۍ کې دپوليو دمخنيوي په کارکوونکو ترسره شوؤ بريدونو کې دڅلورو ښځو پشمول لږ ترلږه پينځه کسان وژل شوي دي.
لمړۍ پيښه دکراچۍ په لانډهي سيمه کې هاغه مهال رامينځته شوه کله چې نامعلومو وسله والو دپوليو په يوه ډله ناتاره ډزې وکړې او ددغه ډلې دوه ښځينه کارکوونکې يې ووژلې.
ددغو وژل شوؤ ښځينه کارکوونکو دکورنۍ غړي وائي چې کله دپوليو په ډله بريد وشو نو په دغه مهال هغوي سره پوليس ملگري نۀ وؤ.
دوهمه پيښه دکراچۍ داورنگي ټاؤن په راجا تنوير کالونۍ کې رامينځته شوه چې دغلته هم نامعلومو کسانو دپوليو په يوه بله ډله ډزې کړي.
دپوليو دمخنيوي دډلې مشر ډاکټر اشتياق وائي يوه ښځينه کارکوونکې په موقع وژل شوې او يو بل کارکوونکى په ډزو کې سخت ژوبل شوى دى.
ژوبل کارکوونکى دعلاج لپاره يو روغتون ته رسول شوى ؤ، خو هغه هم دزخمونو تاب رانۀ وړو او ساه يې ورکړه.
دروغتيا دصوبائي وزارت لخوا په ليږل شوي دپوليو دمخنيوي په دريمه ډله په محمد خان کالونۍ کې بريد شوى دى، دغه بريد کې يوه ښځينه کارکوونکې وژل شوې او بله ژوبل شوې ده.
دروغتيا په اړه يو چارواکي گل نواز يو بهرني خبري اژانس سره دخبرو په مهال وويل چې دبريد څخه دمخه دپوليو دمخنيوي ډلې ته په ټيليفون دړکه شوې وه.
دسندهـ دروغتيا صوبائي وزير صغير احمد وائي چې دډزو ددغو پيښو وروستو يې په سندهـ کې دپوليو په ضد دکمپائن داودرولو امر کړى.
بلخوا په پيښور کې هم دپوليو دمخنيوي په يوه ډله بريد شوى چې پکې يوه ميرمن وژل شوې ده.
يو لوړپوړي پوليس چارواکي جاويد خان ددغه پيښې په اړه يو بهرني خبري اژانس سره دخبرو په مهال وويل دپيښور سره نزدې په متهرا نومې سيمه کې دپوليو دمخنيوي لپاره په کارکوونکو دوؤ خويندو په موټر سائيکل سورو دوؤ بريدکوونکو ډزې کړي چې له امله يې يوه ښځه وژل شوې ده.
دا لمړۍ موقع نۀ ده چې پاکستان کې دپوليو دمخنيوي په ډلو بريد ترسره شوى، له دې وړاندې دجولايۍ په مياشت کې دکراچۍ په سهراب گوټهـ کې ماشومانو ته دپوليو دڅاڅکو ورکولو په مهم کې شامل دملگرو ملتونو په په گاډي دډزو پيښه کې هم يو غيرملکي ډاکټر ډيډوفاسټن او دهغه پاکستانى ډرائيور ژوبل شوي وؤ، ددغه پيښې څخه څو ورځې وروستو جنيجو کالونۍ کې هم دروغتيا دنړيوالې ادارې لپاره کارکوونکى يو تن په ډزو وژل شوى ؤ.
او د گل په ورځ لکي مروت سره نزدې قبائیلي سیمه کې د د پولیو خلاف کمیائن کې برخه اخستونکې پوځي ډلې باندې هم د اکټو برید شوی ؤ چې پکې درې عسکر وژل شوې وو او درې نور زخمیان شوې وو. طالبانو ددغه برید ذمه واري په غاړه اخستې وه.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG