لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ټي آي اسلام اباد کې د خپل احتجاج ختمولو اعلان وکړو،د ګڼو ورکرانو د وژل کېدو دعوه یې کړې ده


د امنیتي ځواکونو لخوا د سخت شیلنګ اؤ ډزو وروسته تحریک انصاف ګوند په اسلام اباد کې د خپل روان احتجاج د ځنډولو اعلان کړی اؤ دعوه یې کړې ده چې د امنیتي ځواکونو په ډزو کې د هغوي په لسګونو فعالان په ګولیو لګیدلي اؤ اته پکې وژل شوي.

د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د شپې ناوخته ویلي ویلي چې اوس حالات په کنټرول کې دي اؤ د زیارت له ورځې به په اسلام اباد کې سکولونه بېرته پرانستی شي، د میټرو بس اؤ انټرنیټ خدمات به پیل کړل شي.

د څلېریشتم اکتوبر نه د تحریک انصاف ګوند لخوا پیل د شوي احتجاج په مهال په اټک اؤ اسلام اباد کې د امنیتي ځواکونو اؤ تحریک انصاف د پلویانو ترمنځ سختې نښتې شوې وې اؤ حکومتي وزیران دعوې کوي چې د تحریک انصاف د فعالانو لخوا پینځه عسکر وژل شوي اؤ تر ۱۰۰ زیات نور ژوبل شوي دي.

د نهې اؤ چهارشنبې په منځ شپه کې پاکستان تحریک انصاف ګوند په سوشل میډیا خپور کړي خپل یو بیان کې تور لګولی چې سرکاري مشینرۍ د هغوي د ګوند په لسګونو فعالانو باندې نیغ په نیغه ګول ورولي اؤ وژلي یې دي.

د پي ټي اي ویاند ویلي د دوي ګوند ته تر اوسه د اتوؤ وژل شوؤ فعالانو په هکله معلومات ترلاسه شوي چې د هغوي نومونه انیس شهزاد ستي، ملک مبین، اورنګزیب، عبدالقادر، ملک صفدر علي، احمد ولي، محمد الیاس او عبدالرشید دي.

حکومت لا د تحریک انصاف دې دعوې ته څه ځواب نه دی ویلی خو د کورنیو چارو وزیر تېره شپه رسنیو ته ویلي وؤ چې پي ټي آي مړي غواړي خو حکومت د بشپړ زغم نه کار اخستی اؤ دوي ته یې سینه پراخه کړې ده.

پخپل بیان کې تحریک انصاف ګوند د سپریم کورټ د مشر قاضي نه غوښتنه کړې چې د دوي د ګوند د فعالانو د وژل کېدو له خپله انده نوټس واخلي اؤ وزیراعظم، د کورنیو چارو د وزیر اؤ د اسلام اباد اؤ پنجاب د پولیس مشرانو په ضد د قتل د مقدمې درج کولو امر وکړي.

تحریک انصاف ګوند دعوه کړې ده چې د دوي په سوؤنو فعالان ژوبل شوي هم دي خو ددې دعوې څه ثبوت یې مخې ته نه دی راوړی اؤ نه یې هم دا ویلي چې دغه ژوبل ورکران په کومو روغتونو کې پراته دي؟

د پي ټي آي ویاند په بیان کې ویل شوي، حکومتي بربریت د منصوبې له امله یې ګوند فعلا د احتجاج مسترد کولو اعلان کړی.

بیان کې ویل شوي چې د راتلونکې تګلارې اعلان به د ګوند د مشر عمران له لارښوونې وروسته کولی شي.

خبري ادارې وايي د احتجاج په مهال اړي ګړي کې په اسلام اباد کې د رېنجرز ځواک لږ تر لږه درې عسکر او يو پولیس اؤ په پنجاب صوبه کې هم یو پولیس وژل شوی دی اؤ په لسګونو کسان نور ژوبل شوي دي اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي یو ملکي تن هم وژل شوی دی.

تر دې وړاندې د پاکستان دوو حکومتي وزیرانو محسن نقوي او عطاالله تارړ په اسلام اباد کې د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر او پخوانۍ لومړۍ میرمن بشری بي بي پورې ملنډې کړې وې او ویلې یې وؤ چې دواړه د امنیتي عسکرو لخوا د ډي چوک خالي کولو د عملیاتو په وخت د اسلام اباد نه تښتیدلي.

دغه دواړو حکومتي وزیرانو په اسلام اباد کې د امنیتي عسکرو لخوا ډي چوک د مظاهرچیانو نه د خالي کولو وروسته مطبوعاتو سره خبرې کړي.

د اسلام اباد په ډي چوک کې د عمران خان تحریک انصاف ګوند لخوا احتجاجي مظاهرې (دهرنا) خورولو لپاره د شپې ناوخته امنیتي عسکرو دغه عملیات کړي.

د پاکستان حکومتي ټېلي وېژن (پي ټي وي) د امنیتي چارواکو د خلې ویلي چې د سرښار بلېو اېریا سیمه یې د شرخوښو نه پاکه کړې. د پي ټي وي لخوا په اېکس/ پخواني ټوېټر یو پوسټ کې لیکل شوي چې بلېو اېریا په مکمه توګه پاکه شوې او دا مهال کوم عملیات نه دي روان.

د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي چې صورتحال په قابو کې اؤ د سبا ورځې نمر به د نوي سوچ سره څیره وهي.

هغه ویلي زه پي ټي آي ته ویل غواړم چې "بس دی اوس قلار هم شئ، تر څو به داسې کیږي"

نوموړي ویلي چې د زیارت له ورځې به سکولونه پرانستی اؤ میټرو بس اؤ انټرنیټ خدمات به پیل کړل شي.

د کورنیو چارو وزیر ویلي په احتجاجونو کې د افغان وګړو د برخې اخستو په اړه حکومت فیصله کړې اؤ په راتلونکو څو ورځو کې به هغه په دې اړه میډیا ته معلومات ورکړي.

پاکستان تحریک انصاف ګوند په 24م نومبر د اسلام اباد په ډي چوک باندې د احتجاج اعلان کړی وو، خو دوی د اتوار په ورځ اسلام اباد ته نه وو رسېدلي.

پي ټي آی په دې احتجاج کې د خپل باني مشر عمران خان په شمول د دغه ګوند د ټولو بندي مشرانو د خوشي کولو، د 26م اییني بدلون د ختمولو او په انتخاباتو کې د شوو درغلیو د پلټنو لپاره د خپلواکه کمېشن جوړولو غوښتنې کولې.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG