لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني سیاستمداران وایي په ایین کې د بدلون مسوده ورته نه ده ښودل شوې خو د مسودې د ملاتړ غوښتنه ترې کیږي


د پاکستان د سیاسي مذهبي ګوند جمعیت علماء اسلام(ف ) مشر مولانا فضل الرحمان وايي حکومت د خپل تحفظ لپاره په اساسي قانون کې بدلونونه راوستل غواړي.

د پاکستان حکومت که څه هم وایي چې د اییني بدلون پر مسوده به د ټولو سیاسي ډلو سره سلا کیږې، خو سیاست مداران او قانون پوهان د اییني بدلون په مسوده باندې په پارلیمان کې د بحث غوښتنه کوي.

د تیرو څو ورځو د هڅو سربېره، د وزیراعظم شهباز شریف حکومت په دې کې پاتې راغلی چې مخالف ګوندونه په دې قانع کړي چې په ایین کې د بدلون ملاتړ وکړي.

د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان تیره ورځ یوې خبري غونډې ته وینا کې وویل چې د اساسي قانون دغه بدلونونه د مخالفینو په نښه کولو لپاره کارول کیدای شي. هغه د بشري حقونو اوعدالتې نظام پر خپلواکۍ هم ټینګار وکړ.

د پیپلز ګونډ پخوانی سنیټر فرحت الله بابر وی او اې ډیوه سره خبرو کې وایي، دوي سره هم په ایین کې د بدلونونو مسوده تر اوسه نه ده شریکه کړل شوې.

فرحت الله بابر وایي"لومړۍ خبره خو دا ده چې څوک هم پرې نه دي خبر چې په اییني ترامیمو کې دي څه، زما په خیال کې حکومت د بوکلاهټ( وارخطایۍ) ښکار دی، که نوی اییني ترمیم د دې لپاره وي چې اییني عدالت جوړ شي نو په دې خبره کیدای شي، ځکه چې نوی اییني عدالت زمونږ په چارټر اف ډیموکریسي کې هم شامل دی"

هغه وایي په اییني عدالت باندې نواز شریف، مولانا فضل الرحمان او د پي ټي آي مشر هم یو وخت کې اتفاق کړی و، "نو د چا به پرې اعتراض نه وي خو زما په خیال په دې اییني ترمیمي بل کې څه نورې خبرې هم دي"

د پاکستان مرکزي حکومت په ايين کې د بدلونونو قانوني مسوده په عدالتې نظام کې د شفافيت لپاره ضرورې ګرځوي اؤ د اطلاعاتو وفاقي وزیر عطا تارړ په تیرو ورځو کې ویلي وو چې په دغه مسوده به حکومت د ټولو سیاسې ډلو سره سلا کوي.

د پاکستان د مطبوعاتو ترمخه په ايين کې د بدلون مسوده کې نزدې د 56 ترمیمونه تجویز کړل شوي چې پکې اییني عدالت جوړول، د سپريم کورټ د مشر قاضي د درې کلنۍ دورې موده غځول او د عدالتونو واک محدودول يې تر ټولو اهم ټکي دي.

خبریال فیصل مقصود ډیوه سره خبرو کې وایي،په ایین کې چې کوم بدلونه د عدلیې په اړه کیږې او حکومت دا ګڼې چې د عدلیې لپاره په ایین کې بدلون ته اړتیا ده او دا د ولس د ښېګړې لپاره دي، نو باید چې وکړل شی.

هغه وایي په ایین کې هر کله بدلونه شوي، او ددې څخه د یو عام تن انصاف ته چټک لاس رسی ممکنه کیدای شي.

حکومت مخالف ګوند پاکستان تحریک انصاف وايي، ایین کې د بدلون په اړه هېڅ مسوده ورسره حکومت نه ده شريکه کړې او د ګوند چيرمېن بېرسټر ګوهر اوړمه ورځ ویلې وو، کومه مسوده چې د مطبوعاتو سره شريکه شوې ده، هغه د منلو وړ نه ده ځکه د هغه په وینا دا پر عدليې د بنديز په معنا ده.

پاکستاني مطبوعاتو کې مخې ته د راغلو معلوماتو له مخې، په دغه اصلي مسوده کې د ملکي وګړو په پوځي عدالتونو کې د محاکمه کولو وړاندیز شامل دی اؤ د دې تر څنګ پکې د اظهار د ازادۍ په اړه ټکي هم شامل وو.

ښاغلی فرحت الله بابر وایي، دی شک لري چې دغه ایینې ترمیمي پیکچ کې ډيرې داسې نورې خبرې دي چې هغه ایین لپاره په زیان وې اؤ خلکو ته نه دي معلومې،

نوموړي غوښتنه وکړه چې حکومت باید ایین کې د ترمیمونو مسوده د مطبوعاتو مخې ته راوړي خلکو ته یي وښایي، او پر دې باندې بحث وکړي.

د پاکستان د قانون له مخې په اساسي قانون کې د بدلون لپاره ضروري ده چې د سینیټ اؤ قامي اسمبلۍ په دریوؤ کې دوه برخې غړي باید ددغه بدلون په پلوۍ ولاړ وي خو حکومت لا تر اوسه د پارلیمان په دریوو کې د دوه برخې غړو په ملاتړ ترلاسه کولو کې نه دی بریالی شوی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG