لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وزيراعظم لخوا دمنظورۍ ورکولو وروستو پاکستان کې بجلي نوره هم گرانيږي


دپاکستان وزيراعظم ميانوازشريف د بجلۍ نرخونو کې د زياتوالي اجازت ورکړى چې له دې وروستو د جولايي دلمړۍ نيټې څخه پاکستان کې دبجلۍ دنرخونو سيوا کيدو امکان پيداشوى دى.
دجمعې په ورځ د وزيراعظم نوازشريف په مشرۍ د انرژۍ د بحران په هکله داوچتې پائې يوه غونډه شوې چې پکې دپنجاب صوبې وزيراعلي،دخزانې،اوبو اؤ بجلۍ،د اطلاعاتو اؤ پټروليم د وزيرانو ترڅنگ کار پوهانو هم برخه لرله.
دڅو ساعتو ددغې اوږدې غونډې په حواله په جاري کړل شوې اعلاميه کې ويل شوي دي وزيراعظم نوازشريف دغونډې په مهال اجازه ورکړه چې د بجلۍ نرخونه دې په حقيقت اډاڼه ودرول شي چې لۀ دې امله به د بجلۍ نرخونه سيواکولى شي.
خو وزيراعظم په دغه مهال د خزانې اؤ بجلۍ وزارتونو ته لارښوونه کړې چې دنرخونو په زياتولو کې دې د عام اولس مکمل خيال وساتل شي اؤ په غريبو خلکو دې ددغه اضافې بوج نۀ وي.
دغونډې په مهال وزيراعظم ښاغلي شريف د هندوستان په گډون د نورو گاونډي هيوادونو څخه د بجلۍ ترلاسه کولو په امکاناتو هم په سمدستي ډول دکار شروع کولو وينا وکړه اؤ د بجلۍ دپوره وړو څخه د بقاياجاتو د وصولۍ دپلان منظوري يې هم ورکړه.
دپاکستان نوي حکومت دبجلۍ په نرخونو کې داضافې دغه منظوري په داسې حال کې ورکړې ده چې ددغه هيواد په بيلابيلو برخو کې روزانه دبجلۍ دنشتوالي په ضد احتجاجي مظاهرې کيږي چې زياتره وخت پکې پاريدلي مظاهرين د بجلۍ خورولو په مرکزونو بريدونه هم کوي.
په پاکستان کې عام اولس گيله لري چې دبجلۍ نرخونه زيات سيوا دي خو اولس بجلي په سترگو نۀ ويني.
خو دبجلۍ دمحکمې واکمن کۀ چرته دبجلۍ دکموت نور علتونه پۀ ډاگه کوي نو هلته د بجلۍ د پټولو کلچر هم د بجلۍ دبحران يو اړخ گرځوي.
دپاکستان د واپډا پخواني چئيرمين شمس الملک تيره ورځ وائس اف امريکا ډيوه راډيو سره په يوه ځانگړې مرکه کې ويلي وؤ د بجلۍ د سيواکولو اؤ ارزانولو دپاره به حکومت ته د نوؤ ډيمونو جوړولو په لوري پام گرځول وي ځکه چې د اوبو بجلي په يوه نيمه روپۍ يو يونټ پيداکيږي اؤ د تيلو،ډيزلو،کوئيلې اؤ گيس بجلي په شپاړس نيمې روپۍ يونټ پريوځي چې حکومت ددومره گرانې بجلۍ دپيداکولو توان نۀ لري.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG