د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قرېشي ویلي هېواد یې په افغانستان کې د بشري بحران په موضوع د اسلامي ملکونو د خارجه وزیرانو د غوڼدې کوربتوب وړاندېز کړی دی.
د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه شاه محمود قرېشي په یو بیان کې وویل پاکستان په کوربتوب اینده میاشت د ارګنایزېشن اف اسلامک کواپرېشن او ايي سي د خارجه وزیرانو په مجوزه غونډه کې به د افغانستان په بشري وضېعت غور کولی شي. هغه زیاته کړه پکار ده چې اسلامي ملکونه هم "زمونږ افغان وروڼو" د مرستې دپاره ګامونه واخلي.
شاه محمود قرېشي وویل "پکار ده چې مونږ هم د افغان ولس بشري ضرورتونه پوره کوولو دپاره خپل اجتماعي کوښښونه زیات کړوو."
د ای اېف پي ترمخه، د او ايي سي د خارجه وزیرانو د غونډې په اړه د پاکستان د تجویز نه مخکې سعودي عرب هم د دغه شان غونډې غوښتنه کړې وه. د او ايي سي تنظیم چې 57 ملکونه پکې شامل دي مشري یې دا وخت سعودي عرب کوي او د تنظیم مرکزي دفتر د سعودي عرب په جده ښار کې دی.
ای اېف پي وايي که چېرې د او ايي سي دغه مجوزه غونډه اینده میاشت کېږي نو په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو نه پس په دا تر ټولو لویه نړیواله غونډه وي.
رپورټ وايي په افغانستان طالبانو د واکمنېدو نه پس د هېواد د نیمايي نه زیاته ابادي د خوراک د سخت کمي د خطر سره مخامخ شوي، نړیوالې ټولنې طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي او نړیواله ټولنه د طالبانو سره نېغ په نېغه امداد نه کول غواړي.