لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پي ټي اېم بندیز غوښتونکي ادعا کوي تحریک د پاکستان ادارې بدناموي


د پي ټي اېم د قامي اسمبلۍ دوه غړی مشران محسن داوړ او علي وزیر
د پي ټي اېم د قامي اسمبلۍ دوه غړی مشران محسن داوړ او علي وزیر

د اسلام اباد هايي کورټ د پښتون ژغورنې غورځنګ او د تحریک په مشرانو د پاکستان د پوځ پرضد د وينا په حقله د خواست د اورېدنې په مهال ويلي چې د راې د اظهار ازادي هم يو حد لري او بايد چې څوک هم ددغه حده وه نه وځي.

د پښتون ژغورنې غورځنک او د تحریک د مشرانو لخوا د جاري کيدونکو بيانونو په اشاعت د بنديز په اړه دا خواست د پاکستان د پوځ پخواني افسرکرنل (رېټایرډ) جاويد اقبال د اسلام آباد هايي کورټ ته وړاندې کړی دی.

د پېښور هاي کورټ بار مشر او وتلې قانون پوهه ښاغلي لطيف افريدي وي او ای ډیوه ته وویل په پي ټي ايم د بنديز لګولو دپاره به پاخه ثبوتونه پکار وي او عدالت پدې له خپله انده بنديز نه شي لګولی.

لطیف افریدي وویل د پاکستان په دستور کې د رای د اظهار د ازادۍ حق وکړې شويدې او د پاکستان په محدود جمهوريت کې دا حق اوس بيا تروړل کيږي.

د عدالت وينا وه چې يو کس پرضد به حکم نه جاري کوي او بلکې د

ددې خواست په اړه به داسې هدايات جاري کوي چې په بنياد ې تګ لاره واضح شي

د ګل، دوشنبې، په ورځ د جسټس عامر فاروق په مشرۍ کې د اسلام اباد هاي کورټ دوه کسيزه بينچ د دې خواست اوريدنه وکړه.

ددې خواست په حق کې دليل ورکونکي وکيل شعيب رزاق وينا وه چې د پي ټي ايم سره اړه لرونکي عناصر هېواد او پوځ بدناموي.

او ددغه تنظيم لخوا اليکترانکي او ټولينز ميډيا د ناوړه مقصدونو دپاره کارول کيږي.

د خواست کونکې وکيل وينا وه چې د دې خبرې نا قابل ترديد شواهد موجود دي چې د پي ټي ايم مشران د پاکستان دښمن بهر ملکي خفيه ادارو نه فنډونه ترلاسه کوي او د دغې فنډ استعمال د پاکستان پرضد هلو ځلو کې کارول کيږي او په شمالي وزيرستان کې په پوځي چيک پوسټ بريد هم ددغه غورځنګ د مشرانو په راپارونه شوی و.

دکرنل جاويد اقبال د وکيل وينا وه چې په سوشل ميډيا د پاکستان ضد ايجنډې ته په وده ورکولو سره پي ټي ايم د هېواد دښمنې ثبوت ورکوي او عدالت ته خواست کوي چې پي ټي اې ته دې د پښتون ژغورنې غورځنګ د منفي پروپيګنډې لرې کولو حکم ورکړي ځکه چې پي ټي ايم پدې لړ کې د پيمرا د ضابطه اخلاق سرغړونه کړې.

عدالت پدې خواست کې ګردو فريقينو ته چې پکې د دفاع او قانون د چارو سکرټريان هم شامل دي، نوټسې جاري کړي. د دې ترڅنګ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران هم عدالت ته راوبلل شو.

د خواست د بیا اورونې دپاره د جون د ١٣ نيټه وټاکل شوه.

دا اورونه پداسې حال کې شويده چې پو اړخ ته په پښتنون ژغورنې غورځنګ باندې د بنديز لګولو لپاره په عدالتونو کې خواستونو باندې اوورونې روانې دي نو بلخوا د سنيټ يوه کميټي هم د غورځنګ د مشرانو سره خبرې اترې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG