د پاکستان پارلېمنټ د جنسي تېري جرم تکراروونکو دپاره په کیمیکل طریقه د خصي کېدو قانون منظور کړی و خو د حکومت یوې چارواکي ویلي اسلامي نظریاتي کونسل دغه سزا غیر اسلامي بللې چې له امله یې حکومت د قانون دغه ماده ختمه کړه.
د وي او ای د رپورټ ترمخه د پارلېمنټ او قانون پارلېماني سېکرېټري ملیکه بخاري د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل د جنسي تېري مجرم په کیمیاوي طریقه د خصي کولو سزا ختمه کړی شوي ده.
دغه قانون د شورو، چهارشنبې، په ورځ په 33 هغو نورو قوانینو کې شامل وو چې د وزیراعظم عمران خان حکومت د پارلېمنټ په مشترکه غوڼده کې د حزب اختلاف د مخالفت باوجود منظور کړل.
د حکومت دریځ
ملیکه بخاري وویل د جنسي تېري کوونکي د خصي قانون اسلامي نظریاتي کاونسل غیر اسلامي وبللو نو ځکه حکومت د دې د ختمولو فېصله وکړه.
اسلامي نظریاتي کاونسل د ايين دلاندې جوړه شوي حکومتي اداره ده او دا یقیني چې ایا د پاکستان قوانین د اسلامي تعلیماتو سره سمون خوري او که نا؟
د جنسي تېري په ضد دغه قانون په داسې حال کې منظور شوی چې څېړونکي وايي په پاکستان کې د ښځو او ماشومانو سره د جنسي تيريو پېښې سېوا شوي او خلکو يې پرضد سخت غبرګون ښکاره کړی او د سختې سزا غوښتنه یې کړې ده.
د وي او اې د رپورټ ترمخه د دغو قضيو دپاره به ځانګړي عدالتونه جوړېږي چې د دغو قضيو په تېزۍ سره اورېدنه وشي او د جنسي تیريو او ځورونو اورېدنې په څلورو میاشتو کې فېصله شي.
د جنسي تېري په ضد نوی قانون
په نوي قانون کې ویل شوي د جنسي تيريو کوونکو اندراج به په نادرا يا نېشنل ډېټا بېس رجسټرېشن اتهارټۍ کې کولی شي، او اغېزمنو ته به تحفظ ورکولی شي، او د پېښې کېدو وروسته په څو ساعتونو کې د طبي معاینې دپاره به د جنسي تیريو ضد کرايسز سېل يا مرکز جوړولی شي.
ويل شوي چې څوک د جنسي تيري کولو قصور وار وګرځول شي هغه ته به د مرګ سزا يا عمر بند سزا ورکولی شي.
په پاکستان کې نيوکې کيږي چې د جنسي تیريو په پېښو کې يواځې څلور فيصده ککړو کسانو ته سزا ورکول کیږي.
قانون پوهان وايي، په پاکستان کې د جنسي تيري قضيې په کلونو روانې وي او بيا د سياسي لاس وهنې او کمزوري پوليس پلټنيز نظام له امله تورن کسان بچ شي.
په پاکستان کې ماشومانو ته تحفظ صورتحال
په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو لپاره کار کوونکي غېر دولتي تنظيم ساحل په خپل نوي رپورټ کې ويلي چې د سږني کال په لومړو شپږ مياشتو کې د ماشومانو پرضد د جنسي تيريو 1896 پېښې رپورټ شوي دي.
په دغه رپورټ کې راغلي چې د تېر کال هم په دومره موده کې هره ورځ اوسطا اته ماشومان د جنسي تېريو ښکار کېدل خو له تازه شمېرو څرګنده شوې چې اوس هره ورځ لس ماشومان د جنسي تېريو ښکار کیږي.
د رپورټ ترمخه په دغو 1896 پېښو کې 53 فيصده يعني 1013 جینکۍ او 47 فيصده ماشومان هلکان شامل دي.
رپورټ وايي د کال 2021 د جنورۍ نه تر جون د میاشتې پورې د ماشومانو ضد د جنسي تيريو ټولې 1084 پېښې رپورټ شوي چې پکې 523 پېښې د اغوا، 238 د لا درکۍ او 51 پېښې د کم عمرۍ د ودونو مخې ته راغلي دي.
په رپورټ کې دا هم ویلي شوي چې په ټولو رپورټ شوو پېښو کې 58 فيصده کېسونه د هېواد د کلي والو سيمو نه او 42 فيصده د ښاري علاقو څخه رپورټ شوي دي.
د وزیراعظم عمران خان دریځ
د وي او ای د رپورټ ترمخه په پاکستان کې د جنسي تېري پېښې د زیاتېدو وروسته وزیراعظم عمران خان په جرم کې د ککړو دپاره د خصي کولو سزا تجویز کړي وه.
د رپورټ ترمخه عمران خان دغه خبره د 2020 د هغې پېسې وروسته کړې وه چې پکې یوه ښځه دوو مسلح سړو په موټر وی د موټر نه راووېستله او د هغې د ماشومانو په مخکې یې پط جنسي تېری وکړو. دغه مېرمن د سړک په غاړه ودرېدلي وه او پولیس ته ویلي وو چې په موټر کې یې تېل ختم شوي وو.
په کیمیکل د خصي کولو عمل
د وي او ای د رپورټ ترمخه په کیمیاوي توګه خصي کول یو طبي عمل دی چې پکې د دوا په زریعه د یو تن جنسي خواهش کم کړی شي. د خصي کېدو دا عمل بېرته کېدلی هم شي یعنې په دې طریقه د خصي شوي تن جنسي خواهش بیا هم بحالېدلی شي.
د رپورټ ترمخه د امریکې د ځینو ریاستونو ترڅنګ یو پولېڼد، جنوبي کوریا او چېک رپېبلېک په شان ملکونو کې په کیمیاوي توګه د خصي کولو په سزا عمل کېږي.
د انساني حقونو نړیوالې ادارې اېمنسټي انټرنېشنل پنجشنبې د جنسي تېرې مجرم په کیمیکل د خصي کولو د سزا غندنه کړې وه.
اېمنسټي انټرنېشنل د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل سزاګانې د ختمولو په ځای دې پاکستان په عدالتي نظام کې موجودې مسلې لرې کړي چې له امله یې د جنسي تېري ښکار شوي خلک د انصاف نه محرومه پاتې کېږي.