لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د اټارني جنرل باور، ټول لادرکه کسان به ستنيږي، ځینې فعال یې خوشبينه بولي او ځينې تشه دعوه


په پاکستان کې د لا درکه تنانو د حقونو لپاره کارکوونکو فعالانو د اټارني جنرل هغه باور خوشبينه بللی په کوم کې چې نوموړي اسلام اباد هايکورټ ته ‏يقين ورکړی هر هغه تن چې لا درکه دې خپل کور ته به ارومرو ستنيږي خو ځينې نور خوشبينه نه دي.‏

د اسلام اباد هايکورټ جج جسټس محسن اختر کياني لخوا ليکل شوې حکمنامه کې ويل شوي، اټارني جنرل عدالت ته باور ورکړی هر هغه تن د چا چې د ‏لادرکه کېدو دعوه شوې ده، هغه به ضرور خپلې کورنۍ ته رسيږي.‏

د عدالتي حکمنامې ترمخه سرکاري وکيل عدالت ته دا هم ویلي چې د لادرکه کسانو د ستونزې هوارولو لپاره په لوړه کچه خبرې شوي دي او دا چې په جبري ‏توګه د لا درکه شوو کسانو په اړوند د وزيرانو ګډې کميټې خپلې سپارښتنې چمتو کړي دي او د مرکزى کابينې څخه د منظورۍ وروسته به دغه سپارښتنې ‏عدالت کې وړاندې کوي.‏

په پاکستان کې د لادرکه تنانو د حقونو لپاره کار کونکي غېر دولتي تنظيم ډېفنس اف هيومن راېټس مشره امنه مسعود جنجوعه د اټارني جنرل باور ښه زېری ګڼي خو وايي دا مسله يواځې د بلوچ لادرکه طالب علمانو پورې محدود نه ده:

"اسلام اباد هاىکورټ ته د لا درکۍ نورې داسې ‏شل مقدمې پرتې دي چې د تيرو دوو کلونو راهیسې پکې پېشي نه کېيي او دغه رنګ په ټول پاکستان کې هم په زرګونو خلک ورک دي چې نه پرې عدالت ‏کې او نه په حکومتي کچه خبرې کيږي، د کور خلک يې منډې ترړې وهي خو هيڅ هم نه کېږي".‏

د اسلام اباد هاىکورټ په حکمنامه کې ويل شوي، اټارني جنرل دريځ خپل کړی د لا درکه تنانو ستونزه د سياسي حل تقاضه کوي. خو په پاکستان کې د لا ‏درکه تنانو د مقدمو پېروي کوونکي وکيلان د اټارني جنرل د باور څخه هيلې نه لري.‏

د لا درکه تنانو د مقدمو پېروي کوونکی وکيل انعام الرحيم اېډوکېټ وايي، "تر اوسه پورې درې حکومتونه تېر شوي دي او درې وزير اعظمان په دې ستونزه ‏عدالت ته راغوښتي وو او ټولو لوظ کړې وو چې د لا درکه تنانو مسله به هواره کړي خو داسې وه نه شوه، اصل خبره دا ده چې زموږ د سياسي مشرانو سره په ‏دې اړه د فېصلې توان نشته او دغه حال د هايکورټونو هم دی، د اسلام اباد په هايکورټ کې د لا درکه تنانو مقدمه پينځه وارې لګېدلې ده خو حل نه شوه".‏

په پاکستان کې د لا درکه بلوڅانو، پښتو او بشري حقونو خپلواکې ډلې د خلکو په جبري توګه د لا درکۍ تور د پاکستان په استخباراتي ادارو پورې کوي ‏خو پوځ په بيا بيا دا تورونه رد کړي دي او وايي کوم خلک چې لا درکه بلل کيږي هغوی يا خو په بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسله والو ډلو کې شامل دي، يا د ‏قانون پرځای کوونکو ادارو سره نښتو کې وژل شوي دي او يا افغانستان ته تښتېدلي دي.‏

د لا درکه بلوڅانو د حقونو لپاره کار کوونکي غېر دولتي تنظيم وايس فار مسنګ بلوچ پرسنز مشر قدير بلوچ وايي سياسي حکومتونه د لا درکه تنانو د ‏مسلې د هواري وس او توان نه لري.‏

د وايس فار مسنګ بلوچ پرسنز تنظیم مرستيال مشر ماما قدير بلوڅ وايي، "مونږ د درېو څلورو وزير اعظمانو سره خبرې شوي دي خو هغوى بې دست و پا ‏دي، د دې حل صرف او صرف دا وخت د پوځ او استخباراتي ادارې (آی اېس آی) د مشر سره دی".‏

د اسلام اباد هاىکورټ په حکمنامه کې ويل شوي، په جبري توګه د لا درکه تنانو په اړه د استخباراتي ادارو په ډايريکټر جنرلز باندې د مشتملې کمېټۍ په ‏زوړ حکم کې هم بدلون راوړل کيږي، آی اې آی، اېم آی او آی بي د دوېمې کچې افسران د يادې کمېټۍ غړي جوړول شي او د دې ترڅنګ په دې کې د ايف ‏آی اې او د ترهګرۍ ضد محکمې چارواکي په کې هم شاملول کېدی شي.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG