لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: سېنټ بجټ کې په تنخادارو د ټېکسونو کمولو او میاشتني اجرت زیاتولو وړانديزونه کړي ‏


د پاکستان برني ايوان سېنېټ د پاکستان د راتلونکي مالي کال 2024 – 25م د بجټ په اړه قامي اسمبلۍ ته 128 سپارښتنې کړي چې په کې په تنخاداره ‏طبقه د ټېکسونو د پيټي راکمولو او مياشتني اجرت ‏‎45,000‎‏ روپو ته د سېوا کولو وړانديزونه شامل دي. ‏

حکومت د راتلونکي مالي کال 2024 – 25م په بجټ کې نزدې د ‏‎12,000‎‏ اربه روپو څخه د زيات ټېکس راټولولو هدف ټاکلی دی، کوم چې د روان مالي کال ‏د ټاکل شوي ټېکس هدف نه 40 فيصده زيات دی.‏

د اقتصادي چارو پوهان وايي د راتلونکي بجټ لپاره د ټېکس د لوي هدف ټاکلو مقصد د مالياتي استحکام ترلاسه کول دي او دا د نړیوالې مالياتي ادارې ‏آی اېم اېف د سپارښتنو مطابق دی. خو وايي دا به ګراني لا پسې زياته کړي. ‏

خبريال او د اقتصادي چارو کار پوه مهتاب حېدر وايي، "حکومت په راتلونکي بجټ کې د نېغ په نېغه ټېکس لګولو او د جي اېس ټي د کچې په زياتولو ‏ټينګار کړی خو ستونزه دا ده چې حکومت د نېغ په نېغه ټېکسونو زيات بار په تنخااداره طبقه اچولی دی او په بلواسطه ټېکسونو کې د جنرل سېلز ټېکس ‏شرحه زياته کړې ده او زما په اند به دا بجټ د پاکستان مالي ستونزې حل نه کړي".‏

د پاکستان برني ايوان سنېټ هم د ګل/ دوشنبې په ورځ د راتلونکي مالي کال د بجټ په اړه قامي اسمبلۍ ته خپل 128 سپارښتنې لېږلي چې په کې په ‏تنخاداره طبقه د ټېکس پېټی کمول او په مياشتني اجرت کې د اضافې سفارشات شامل دي. ‏

د سېنېټ لخوا لېږل شويو سپارښتنو کې د موټر سایکل کارونکو لپاره د ارزانه پټرولو ورکولو طريقه کار ټاکل او د دې ترڅنګ د عام استمال د خوراک ‏څښاک په توکيو باندې د ټېکسونو د راکمولو وړانديزونه شامل دي. ‏

د رېډيو پاکستان د خبر ترمخه سېنېټ د ټېکسونو جال پراخولو ،د چای او کيمياوي سرې په څېر لویو صنعتونو په ګډون د بجلۍ د څانګې په غټو ‏کاروباري ادارو باندې نېغ په نېغه ټېکسونو کې د اضافې سپارښتنې هم کړي دي. ‏

د پاکستان حکومت د نړیوالې مالياتي ادارې آی اېم سره نزدې د شپږ اربه ډالرو يوه بله اوږد مهاله د قرض لوظنامه کول غواړي او آی اېم اېف د پاکستان ‏څخه غوښتنه کوي چې د ټېکسونو دايره وغځوي، د پټرولو، بجلۍ او ګېسو نرخونه زيات کړي او د دې ترڅنګ د ځمکو د خرڅولو او اخستو کاروبار د ‏ټېکسونو په داېره کې راولي او په زرعي څانګه هم ټېکس ولګوي. ‏

د اقتصادي چارو کارپوهان وایي د سيمې د هيوادونو په مقابله کې د جي ډي پي په تناسب سره پاکستان کې د ټېکسونو شرح کمه ده او دا 9 فيصد ده. ‏واى په هره څانګه ټېکس لګول مناسب نه دي. ‏

اقتصاد پوه او د خزانې پخوانی وزیر ډاکټر سلمان شاه وايي، "په بجټ کې په هر څيز او هره څانګه د ټېکس لګولو سپارښتنه شوې ده او چې څوک دا وخت ‏په پاکستان کې لږ ډېر کار چلوي په هغوي هم ټېکس لګول کيږي، زمونږ برامدات چې د مخکې نه کم دي او هغوي به 1 فيصد ټېکس ورکوو نو دا ځل به په ‏هغوي هم اېف بي ار مسلط کړل شي".‏

د پاکستان سېنېټ د ماشومانو په شودو/پيو، د سکولونو د زده کوونکو په کتابونو، دوايانو، طبي سامان، اخباري او زرعي مصنوعاتو باندې هم د ټېکس ‏لګولو تجويزونه رد کړي دي. ‏

د دې نه علاوه برني ايوان په قبایلي ضلعو په مقامي سپلايزر باندې د ټېکس د کچې د 18 فيصد پرځاې 16 فيصدو ته د راښکته کولو سپارښتنه کړې ده. ‏

اقتصاد پوه شهريار بټ وايي، "د ونډو بازار نه علاوه په پاکستان کې يوه څانګه هم داسې نشته چې راتلونکي مالي کال د بجټ څخه خوشحاله ده، هر يو تن ‏پرېشانه ښکاري ځکه چې دا د ګرانۍ سېوا کولو بجټ دی، 18 فيصد جي اېس ټي به لګول کېږي چې لکبله به يط ګرانۍ کې يو ځل بيا اضافه راځي او ‏حکومت چې د ګرانۍ 12 فيصد ته د راټيټولو کوم هدف ټاکلی دی هغه هدف ترلاسه کول به مشکل وي". ‏

د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې اېکسپرېس ټريبيون د حکومتي سرچينو له قوله ويلي، چې د ځينې ټېکسونو د بيرته اخستو لپاره د ګنجايش پيدا کولو او د آی ‏اېم اېف سره د احتمالي معاهدې په خطر کې د اچولو پرته حکومت د 1400 اربه روپو په کليز ترقياتي پروګرام کې 250 اربه روپو د کمي پرېکړه کړې ده.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG