لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وايي په شام کې يې شهریان محفوظ دي


رپورټونه وايي په شام کې د بشارالاسد حکومت د ختمېدو وروسته هوايي اډې بندې شوي او یو شمېر پاکستان په هېواد کې ګېر دي او په محفوظو لارو د ملک نه وتل غواړي
رپورټونه وايي په شام کې د بشارالاسد حکومت د ختمېدو وروسته هوايي اډې بندې شوي او یو شمېر پاکستان په هېواد کې ګېر دي او په محفوظو لارو د ملک نه وتل غواړي

پاکستان ویلي په شام کې شهریان يې محفوظ دي او زر به د هېواد څخه راووېستل شي بلخوا د شام په سرښار دمشق کې موجود یوه پاکستانۍ مېرمن وايي صورتحال خراب دی او خلک ویرېدلي.

د وي او ای اردو څانګې سره مرکه کې فروا زهرا وویل هغه د یو شمېر نورو پاکستاني زایرینو ترڅنګ د بي بي زېنب مزار د زیارت دپاره په دمشق کې ده. بي بي زېنب د پېغمبر اسلام لمسۍ او د امام حسین خور وه. د هغې د مزار په سبب د دمشق دغه سیمه هم د بي بي زېنب په نامه بلل کېږي.

د نورو ملکونو په شمول د پاکستان نه هم خلک د بي بي زېنب مزار زیارت ته ورځي.

فروا زاهرا وویل د مزار یوه برخه چې د ښځو دپاره مخصوص کړی شوې ده باغیانو تړلې ده.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د ټېلې فون دلارې د وي او ای اردوڅانګې سره مرکه کې فروا زیرا چې د لاهور اوسېدونکي ده وویل د سحر په وخت صورتحال د پرېشانۍ وړ او باغیانو د مزار د تبرکاتو په دفتر کې شیان مات ګوډ ګړل. هغه وویل د اتوار، یکشنبې، د ورځ راهسې په مزار کې ازاد بند شوی خو بیا حالات ښه شول خو غېریقیني برقرار ده.

رپورټونه وايي په شام کې د بشارالاسد حکومت د ختمېدو وروسته هوايي اډې بندې شوي او یو شمېر پاکستان په هېواد کې ګېر دي او په محفوظو لارو د ملک نه وتل غواړي.

د اټک ضلعې سید نزاکت نقوي هم د خپلې کورنۍ زیارت دپاره شام ته تللی دی.

نقوي د وي او ای اردو څانګې ته وویل د مشق په کوم هوټل کې چې اوسېږي عملې يې ورته خواست کړی چې بهر دې نه وځي.د نه تلو خواست کړی دی.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

هغه وویل هغه د اتوار، يکشنبې، په ورځ په جهاز کې د لاهور نه دمشق ته رسېدلی و او د ګل، دوشنبې، په ورځ يې بېرته پرواز و خو اوس د شام نه پروازونه نشته. د هغه په قول د دمشق هوايي اډې ته ډېر زیات نقصان رسېدلی دی او پروازونه منسوخ شوي دي. هغه په قول دا وخت د هغه په مخکې تر ۲۸۰ پاکستاني زایرین شام ته ورغلي دي.

نقوي وویل هغه خپله او نورو زایرینو په دمشق کې د پاکستان سفارتخانې سره رابطه کړه ده خو سفارت د چا سره رابطه نه ده کړې.

وي او ای اردو په دې اړه د پاکستاني سفارتخاني یو چارواکي مطیع الرحمان سره د رابطې کوښښ وکړو خو جواب يې ترلاسه نه شو.

د پاکستان خارجه وزارت ویلي پاکستانۍ سفارتخانې ته هدایات ورکړی شوي دي چې زایرینو د ستنولو دپاره اقدامات وکړي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د شام څخه پاکستانیانو د ستنولو په اړه د وزیراعظم شهبازشریف په مشرۍ کې یوه غونډه هم وشوه. وزیراعظم هدایات جاري کړل چې پاکستانیانو د انخلا دپاره دې د شام ګاونډیو ملکونو سره تګلاره جوړه کړی شي.

د دمشق په سیده زېنب علاقه کې د الزېنبیه نومې مدرسې پاکستان استاذ مولانا قامس علي حيدري وايي د ډېر وخت راهسې په شام کې دی او د بشالاسد حکومت د نسکورېدو راهسې په کور کې بند دی. هغه وویل په دغه علاقه کې تر ۳۰ پورې پاکستانۍ کورنۍ موجود دي او د هغه د معلوماتو ترمخه تر ۳۰۰ پاکستاني زایرین هم شته.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG