لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پارلېمنټ د پاکستان د درنو ټېکسونو نوی بجټ منظور کړو


د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزېب په قومي اسمبلۍ کې د بجټ تقریر کوي
د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزېب په قومي اسمبلۍ کې د بجټ تقریر کوي

د پاکستان پارلېمنټ د جمعې په ورځ د اینده کال دپاره د درنو ټېکسونو بجټ منظور کړو. د پاکستان نوی بجټ نړیوالې مالیاتي ادارې ايي اېم اېف سره نوي قرض دپاره د مذاکراتو نه مخکې منظور کړی شو.

پاکستان د ايي اېم اېف نه نور قرض ځکه اخیستل غواړي چې د زړو قرضونو په بېرته ادا کولو کې د دیوالیه کېدو نه ځان بچ کړي. د پاکستان د اقتصادي ترقۍ کچه د جنوبي اېشیا د نورو ملکونو نه تر ټولو کمه ده.

د وزیراعظم شهبازشریف حکومت په درنو ټېکسونو بار بجټ په پارلېمنټ کې د بحث دپاره دوه هفتې مخکې پېش کړی و او د حکومت مخالفو ګوندونو پې سخت تنقید کړی و.

د خزانې وزیر محمد اورنګزېب پارلېمنټ د بجټ مالي بېل یا قانوني مسوده د بحث او د ممکنه ترامیمو دپاره وړاندې کړی و.

د جولای په وړمبۍ نېټه شروع کېدونکي نوي مالي کال دپاره پالېسي سازانو د ۱۳ ټرېلین روپو د ټېکس هدف ټاکلی دی، چې د مخکني کال په مقابل کې ۴۰ فیصد زیات دی.

په ټېکس کې د اضافي نه ښکاري چې پاکستان د ايي اېم اېف نه د نوي قرض اخیستلو دپاره خپله مقدمه مضبوطول غواړي.

پاکستان د ايي اېم اېف سره د شپږو نه تر اتوو بېلین ډالرو نوي قرض دپاره خبرې اترې شروع کړي دي.

په زیات کړی شوو ټېکسونو کې ۴۸ فیصد نېغ په نېغه او ۳۵ فیصد غېر مستقیم ټېکسونه شامل دی. د دې نه علاوه په تېلو د ټېکسونو نه په امدن کې د ۶۴ اندازه لګول شوې ده.

د څرمنې او ټېکسټایل په مصنوعاتو ټېکس ۱۸ فیصد زیات کړی شوی دی. د دې ترڅنګ په موبایل فونونو او د جایداد د کاروبار نه په ګټه هم ټېکس زیات کړی شوی دی.

د کارکوونکو په تنخاګانو هم نېغ په نېغه ټېکس کې اضافه شوې ده.

د حزب اختلاف ګوندونو چې په کې د پخواني وزیراعظم عمران خان د پاکستان تحریک انصاف حمایت یافته د پارلېمنټ غړي هم شامل دي، بجټ رد کړی او راپارونکی یې بللی دی.

پاکستان ویلي په نوي مالي کال کې به د پاکستان مالي خساره کمه او د مجموعي قومي امدن یا جي ډي پي پینځه اشاریه نهه فیصد وي. وړاندې د مالي خسارې اندازه د جي ډي پي اووه اشاریه څلور فیصد لګول شوې وه.

د پاکستان سټېټ بېنک خبرداری کړی چې د بجټ په نتیجه کې به په افراط زر یا د ګرانۍ کې اضافه کېږي او ویلي‌ يې دي چې د ټېکس جال پراخولو دپاره په اصلاحاتو کې د ناکامۍ مطلب دا دی چې حکومت به خپل امدن د ټېکس موجوده شرح د زیاتولو نه ترلاسه کوي.

په نوي مالي کال کې د ترقۍ هدف درې اشاریه شپږ فیصد او د افراط زر اندازه ۱۲ فیصد وړاندې کړی شوې ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د پاکستان د خرانې وزارت د تېلو قيمتونه زیات کړي دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:36 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG