پاکستان تېرکال د انټرنیټ د اؤ سوشل میډیا د ایپونو د خرابیو اؤ تړل کېدو په نتیجه کې د شوؤ مالي زیانونو له رویه د نړۍ په فهرست کې په وړومبی نمبر راغلی دی.
په ډان ورځپاڼه کې د خپور شوي راپور له مخې، پاکستان د 1.62 بلینه ډالرو د مجموعي مالي زیانونو سره په دې فهرست کې په سر کې دی.
په پاکستان کې د ټولنيزو رابطو وېبپاڼه اېکس (پخوانی ټويټر) د تېرکال د فبرورۍ د مياشتې راهيسې تړل شوې ده او په دې هېواد کې د انټرنيت بندېدل اوس يو معمول جوړيږي.
څېړونکې وايي پاکستان کې په انټرنېټ لګول کېدونکي بنديزونه که يو خوا اقتصاد ته زيان رسوي نو ورسره د ټولنيزو اړیکو د شلېدو او په رياست د بد اعتمادۍ سوب هم ګرځي.
څېړنې ښیي تېرکال پاکستان کې د انټرنیټ تړل کېدو له امله اوښتي مالي زیانونه د هغو هېوادونو لکه سوډان او میانمار له مالي زیانونو څخه هم زیات دي،چې د کورنیو جګړو له امله اغېزمن شوي دي.
د وي پي این د څار خپلواکه ویب پاڼې (ټاپ ټين وي پي این ډاټ کام)په خپل راپور کې ویلي چې تېر کال په نړیواله کچه د انټرنیټ بندېدو 88,788 ساعتونه دوام کړی، چې له امله یې ټولټال د7.69 بلینه ډالرو مالي زیان رامنځته شوی دی.
په دې راپور کې، چې د پنجشنبې په ورځ خپور شوی، د چارواکو له خوا قصداً د انټرنیټ بندیدو (په بشپړ ډول تړل کېدو، د ټولنیزو رسنیو کېده او قصدي ورو کولو) له امله د شوؤ زیانونو اټکل شوی دی، دا پېښې 28 هېوادونو کې 167 ځله مخې ته راغلې دي.
ټاپ ټین وي پي این ډاټ کام کې د څېړنې مشر، سایمن میګلیانو، ویلي"دا ډول قصدي بندیزونه په شدیده بڼه د انټرنیټ سانسور دي. دا نه یوازې د خلکو ډیجیټل حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې د ملي اقتصاد لپاره هم یوه تباه کوونکې کړنه ده"
که څه هم په 2024 کې د انټرنیټ بندېدو له امله د زیانونو ټولټال اندازه د 2023 په پرتله 15.8% کمه شوې، خو په دې موده کې د انټرنیټ د تړل کېدو وخت 12% زیات شوی دی.
په 2023 کې، په 25 هېوادونو کې د 79,238 ساعتونو لپاره د انټرنیټ 196 ځله تړل کېدل رامنځته شوي وو، چې له امله یې 9.01 بلینه ډالر زیان شوی و.
په دې ورستو څو کلونو کې د حکومت مخالفه سياسي ګوندونو د لاريونونو یا لويو سياسي غونډو په مهال هم د پاکستان دننه په انټرنېټ بنديز کې اضافه لېدل شوې او د موبایل ډېټا ترڅنګ اوس د کورني استعمال انټرنيت کنکشنې هم تړل کېږي.
د ډېجټل حقونو فعالان وايي راتلونکې کې پاکستان د انټرنيت د ازادۍ په حواله د امرانه هېوادونو په قطار کې ولاړ ويني.
د ډېجټل حقونو فعال ښاغلی هارون بلوچ وي او اې ډيوه ته وایي "لکه څنګه چې چين دی ولې چې زموږ خو ټېکنالوجي هم د چين څخه درامد کېږي، او چې کله ټېکنالوجي درامد کېږي نو ورسره د هغې قواعد او ضابطې هم هغه شان راځي او که دپاکستان د الېکټرانيکي جرمونو د مخنیوي قانون ته وکتل شي نو هغه د چين د قانون سره سمون لري"
د پاکستان په اړه ټاپ ټین وي پي این ډاټ کام راپور ورکړی چې په 2024 کې د انتخاباتو، د معلوماتو د کنټرولولو، او احتجاجونو له امله د انټرنیټ په قصدي ډول د بندولو 18پېښې ثبت شوې دي.
دغه بندېدونو ټولټال 9,735 ساعتونه دوام کړي، چې 82.9 میلیونه کاروونکي یې اغېزمن کړي دي.
د راپور له مخې، د 2024 د فبرورۍ په 18مه د ټولنیزو رسنیو پلیټ فارم "ایکس" تړل کېدو تر ټولو زیات مالي زیان رامنځته کړ، چې ټولټال 1.34 بلینه ډالر تاوان یې اړولی دی.
له دې وروسته د بلوچستان چارواکو د جولای د 16مې نه تر د اګست 21 مې نیټې پورې په ګوادر کې د بلوڅ یووالي کمیټې د احتجاج په ځواب کې انټرنیټ بند کړ. دې بندیز 864 ساعتونه دوام کړی ؤ اؤ 11.8 میلیونه ډالر زیان یې اړولی دی.
راپور وایي چې ، دا شمیرې د NetBlocks، چې د انټرنیټ د سانسور او بندیزونو انلاین څارنه کوي د Cost of Shutdown Tool (COST) په مرسته حساب شوې دي.
COST، چې د واشنګټن ډي سي میشته د بروکینګز انسټیټیوټ او د برتانیې د نړیوال پرمختګ څانګې (DfID) له خوا مالي مرسته ترلاسه کوي، د ډیجیټل حقونو ډلې CIPESA لخوا خپاره شوي میتودونه کاروي ترڅو د انټرنیټ د تړل کېدو احتمالي اقتصادي اغېزې اټکل کړي.
راپور وایي په نړۍ کې چارواکو په کال 2024م کې امتحانونو کې د درغلیو د مخنیوي، احتجاجونو، او پوځي کودتاوو په ګډون د څو علتونو له امله انټرنیټ بند کړی دی.
په پاکستان، میانمار، بنګله دېش، او هند کې په انټرنیټ د بندیزونو له امله آسیا تر ټولو زیات اغېزمنه شوې سیمه وه. دا څلور هېوادونه په 2024م کال کې د انټرنیټ د بندېدو له امله تر ټولو زیاتو د اغېزمن شوو شپږو هېوادونو څخه وو.
په کال 2022 کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د باني عمران خان له حکومت ختمېدو وروسته د یاد ګوند د احتجاجي مظاهرو په مهال اوس په پاکستان کې په پرله پسې ډول انټرنيت تړل کېږي خو د کورونو دننه د انټرنيت بندول يو غېر معمولي اقدام بلل کیږي.
د داخله چارو مرکزي وزارت د انټرنيت د بنديز لامل امنیتي اندېښنې بولي.
د قاېد اعظم پوهنتون اسلام اباد پروفېسر ډاکټر منور حسېن وايي کله چې د مالوماتو او اطلاعاتو ازادانه بهير بند شي نو ټولنه د ګډوډي ښکار کېږي.
د ډیوه خبریال ارشد حسین سره خبرو کې هغه ویلي "دا داسې وي لکه چې سترګې او غوږونه دې نه وي، او د شک يو ماحول خور وي، د رياست او ټولنې ترمنځ تر ټولو مهم عنصر د اعتماد وي او د دې سره د دوي په يو بل اعتماد ختميږي، او چې دا اعتماد ختم شي نو بيا حکومت به څنګه چليږي او سياسي استحکام به څنګه راځي، ځکه چې سياسي او ټولنيزه هم اهنګي نه وي"
په کال 2023م کې پاکستان د اقتصاد سقوط تر څنډې رسېدلی ؤ او له دې سقوط څخه د د بچ کېدو يوازینۍ لاره یې د آي اېم اېف څخه د قرض اخستو پاتې شوې وه چې وروسته حکومت د ملکي اقتصاد د بحالۍ لپاره ټېکنالوجي د ژوند ليکه ګرځولې وه.
د بېان د ازادۍ لپاره کار کوونکې نړیوالې ادارې، فريډم هاوس، د 2024 کال په رپورټ کې ويلي چې په پاکستان کې خلک د انټرنيت جزوي ازادي لري او هم ددې له کبله د 100 هېوادونو په فهرست کې په 27م نمبر دی
( دې رپورټ کې ځېنې معلومات د ډیوه خبریال ارشد حسین شامل کړې دي)
Forum