په نړیواله کچه د پېسو د غیرقانوني انتقال او ترهگرو د مالي وسیلو د مخنیوي ادارې فاینېنشل اېکشن ټاسک فورس، اېف ای ټي اېف، غونډه د نهې، سه شنبې، په ورځ د امریکې د فلوریډا ریاست په اورلېنډو ښار کې پېل شوه چې مشرۍ یې امریکا کوي او امکان دی چې په غونډه کې به د ترهگرو د مالي سرچینو وچولو په لړ کې د پاکستان په اقدماتو هم نظر واچول شي.
اېف ای ټي اېف پاکستان ته د مۍ د میاشت د ختمیدو پورې معیاد ورکړی و چې د وسله والو د مالي وسایلو خلاف دې یو شمېر گامونه پورته کړي گني نو نوم به یې د ادارې په تور فهرست یا بلېک لسټ کې شامل کړی شي.
اېف ای ټي اېف د پاکستان د اقداماتو نه په مکمله توگه مطمین نه ښکاري او پخ موجوده وخت کې پاکستان یې په خړ فهرست یا گری لسټ کې اچولی دی.
آیا د فلوریډا په غونډه کې د پاکستان په معامله د غور او یا دی څه فېصله امکان شته؟ د وي او ای ډیوه د دې پوښتنې په ځواب کې د فرانس سرښار پېرس نه د اېف ای ټي اېف په مرکزي دفتر کې یوې چارواکي د څه ویلو نه ډډه وکړه خو ویې ویل چې د غونډې پایلې یا نتېجې به د غونډې په ختمیدو د جمعې په ورځ اعلانېږي.
د سږ کال د فېبرورۍ په میاشت کې اېف اې ټي اېف په یو بیان کې ویلي وو چې پاکستان د داعش، القاعده، جماعت دعوه، فلاح انسانیت، جیش محمد، حقاني ډلې او د طالبانو د سره د تړلو نورو ډلو دلاسه موجود خطراتو نه ناخبره دی. ادارې په بیان کې ١٠ مدونه په ډاگه کړي وو چې غوښتل یې پاکستان یې عملي کړي.
د اېف ای ټي اېف په دغه بیان کې د پاکستان نه د نورو غوښتنو ترڅنگ دا تقاضا شوي وه چې د هیواد مالیاتي ادارې دې د وسله والو د مالي وسیلو خلاف قوانین عملي کړي، هیواد نه د پېسو غیرقانوني انتقال مخه ونیسي، وسله وال دې د چندو راټولوولو نه ودروي، د پیژندل شویو ترهگرو اثاثې دې منجمد کړي او د دوی خلاف دې د ادارې بندیزونه عملي کړي.
ادارې وویل پاکستان دې په دغو ټکو د مۍ د میاشت د ختمیدو پورې خپلا تگلاره په "چټکتیا" سر ته ورسوي.
که څه هم اېف ای ټی اېف وايي پاکستان ځینې گامونه پورته کړي خو دغه گامونه بیا هم ځینې نېمگړتیاوې لري.
د سږ کال د فېبرورۍ په میاشت کې د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ کې د حکومت د هغه څانگې د چارواکو غونډه وشوه چې په هیواد کې په مالي چارو نظر ساتي. دغه څانگه د فاینېنشل مانیټرنگ یونټ په نوم یادیږي. په دغه غونډه کې عمران خان مامورینو ته امر وکړو چې د پېسو د غیرقانوني انتقال او مني لانډرنگ یا غیرقانوني پېسې قانوني کولو مخه دې ونیسي.
د دغې غونډې ورسته په یو حکومتي بیان کې وویل شو چې د جعلي اکاونټونو په سر د پاکستان شپږ بېنکونه ٢۴٧ ارب روپۍ جرمانه شوي.
په دغه بیان کې وویل شو چې د تېر کال د جولايي د میاشت نه د سږ کال د جنورۍ د میاشت پورې د پېسو د قاچاق د مخنیوی په ترڅ کې د کسټم مامورینو د ۴٣٩ ارب روپو مالیت غیرقانوني کرنسي نیولې ده. او د تېرکال د نومبر د میاشت نه د کال ٢٠١٩ پورې د منی لانډرنگ یا په غېرقانوني توگه گټل شویو پېسو ته قانوني شکل ورکولو په لړ کې شپږ اشاریه شپږ ارب روپۍ نیول شوي دي.
سر د پاکستان شپږ بېنکونه په مجموعي توگه ٢۴٧ ارب روپۍ جرمانه شوې دي او د ١٠٩ بېنک افسرانو خلاف تحقیقات پېل کړی شوې دي.
اقتصادي کارپوهان وايي د اېف ای ټي اېف په خړ او نه هم په تور لسټ کې د یو هېواد نوم ښه خبره نه ده، هېواد په اقتصادي توگه بې باوره شي او نور هېوادونه یا ادارې ورته د قرض په ورکولو کې اعتبار نه کوي..
د فلوریډا د غونډې په اړه د اېف ای ټي اېف په ویب پاڼه د معلوماتو ترمخه، د شپږو ورځو په غونډه کې به نورو موضوعاتو ترڅنگ، د داعش، القاعده او دې ډلو سره د تړلو تنظیمونو د مالي چارو په اړه غور کولی شي. په غونډه کې به په اېف ای ټي اېف کې د سعودي عرب د غړیتوب او د ایران په اړه هم خبرې کیږي. د ترهگرو د مالی وسایلو دلاسه د خطر جاج اخیستلو دپاره به د رهنمايي طریقه کار هم بهتر کولی شي.
د اېف ای ټي اېف دا وخت مشري یا صدارت د امریکې په لاس کې دی او هم ځکه به د فلوریډا د غونډې په اخیره کې به د امریکې د خزانې وزیز سټیو منوشن به د غونډې نتیجې اعلانوي. چین به د اېف ای ټي اېف نوی صدر ټاکل کیږي او ادارې په موجوده غونډه کې به د چین د صدارت دپاره په ترجیحاتو هم خبرې کیږي.