لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان بیا وايي چې امریکا هغه د اقتدار نه لېرې کول غواړي


عمران خان وویل د بهر په پاکستان "ورتپل شوی" حکومت نه مني او د دې په ضد به د اتوار، يکشنبې، په ورځ ماسختون پرامنه احتجاج کوی
عمران خان وویل د بهر په پاکستان "ورتپل شوی" حکومت نه مني او د دې په ضد به د اتوار، يکشنبې، په ورځ ماسختون پرامنه احتجاج کوی

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د جمعې په ورځ قام ته خپله وېنا کې دا دعوه تکرار کړه چې امریکا هغه د اقتدار نه لېرې کول غواړي او وې وېل "درامد شوی حکومت" به نه مني او په پلویان یې غږ وکړو چې د دې په ضد دې د اتوار، يکشنبې، په ماسخوتن احتجاج دپاره را ووځي.

عمران خان د دې نه وړاندې هم ویلي چې امریکا هغه د حکومت نه لېرې کول غواړي او د هغه مخالفو سیاسي ګوندونو د عدم اعتماد کوم تحریک چې پارلېمنټ ته وړاندې کړی دا هم د هغه په قول د امریکايي "سازش" برخه ده.

خو وایټ هاوس او د امریکې خارجه وزارت سټېټ ډپارټمنټ په تکرار د عمران خان دغه دعوې رد کړي.

د سټېټ ډپارټمنټ ترجمان نېډ پرایس نه چې په یوه خبري غونډه کې د عمران خان د خبرې په اړه پوښتنه وشوه نو هغه وویل په دې هېڅ حقیقت نشته.

د جمعې په ورځ قام ته خطاب کې عمران خان وویل دا چې امریکا هغه د حکومت نه لېرې کول غواړي، د دې بنیاد هغه خفیه سفارتي دستاوېز دی چې د پاکستان سفارت په اسلام اباد کې خارجه دفتر ته رالېږلی دی.

هغه وویل غواړی چې د پاکستان ولس ته دغه دستاوېز څرګند کړي خو د دې له امله به هغه خفیه کوډ هم څرګند شي چې دلارې یې د پاکستان سفارت خارجه وزارت سره خط او کتابت کوي.

عمران خان دا خبره هم تکرار کړه چې یو امریکايی چارواکي پاکستاني سفیر ته ویلي وو چې عمران خان ته نه وو پکار چې د روس دوره یې کړی وی. عمران خان دا هم وویل په مبینه امریکايي چارواکي پاکستاني سفیر سره د عدم اعتماد د تحریک ذکر هم کړی و چې حالانکې په دغه موقع دغه قرارداد قومي اسمبلۍ ته نه و وړاندې کړی شوی.

د پاکستان سپریم کورټ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ عمران خان خلاف د عدم اعتماد تحریک د درولو د ډپټي سپیکر امر او د اسمبلۍ د تحلیل کولو دپاره صدارتي حکمنامه مسترد او قومي اسمبلي او د عمران خان حکومت او کابینه یې بحال کړه.

د جمعې په ورځ جاري شوي حکومتي اعلان ترمخه د قومي اسمبلۍ سپیکر د خالي، شنبې، په ورځ د اسمبلۍ غونډه رابللې ده او د رویټرز خبري ادار ترمخه د عدم اعتماد په تحریک ووټونه یا رای ورکول د اېجنډې څلورم ټکی دی.

د جمعې په ورځ خپل تقریر کې عمران خان وویل د سپریم کورټ فېصله یې منلې ده خو وې وېل پکار وه چې عدالت د هغه په قول د هغو هلې ځلو نوټس هم اخیستلی وی د پارلېمڼت د غړو د سیاسي وفاداریو د بدلولو دپاره کولی شي.

عمران خان د قومي اسمبلۍ د خالي، شنبې، د ورځې غونډې ذکر و نکړو او نه یې په دې لړ کې خپله اینده تګلاره څرګنده کړه.

د حزب اختلاف ډلې او څېړونکي وايي ډیر امکان دی چې که چېرې د عدم اعتماد په تحریک ووټونه وشي نواکثریت به ترلاسه کړي خو عمران خان او د واکمن ګوند غړي به په اسان ماتی تسلیم نکړي.


د وزیر اعظم عمران خان نزدې ملګرو د هغه د وینا وړاندې ویلي وو چې نوموړی به یو اهم اعلام کوي خو د وینا غټ ټکي یې اکثره تکراري خبرې وې. د بي بي سي د جنوبي اېشیا لپاره پخواني مشر عباس ناصر په يو ټويټ کې د وزیر اعظم د وينا په اړه ویلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG