لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور هایکورټ پي ټي ایم ته د ۱۱م اکتوبر د جرګې اجازه ورکړه


پېښور هایکورټ د جمعې په ورځ د یو خواست یا عریضې اوریدنې په مهال پښتون تحفظ مومنټ ته په یوولسم اکتوبر په خېبر ضلعه کې د پښتون قامي عدالت پہ نوم د جرګې جوړولو اجازہ ورکړ‎ې دہ۔

د جرګې د مخنیوي دپارہ دا خواست یو ځایي تن عدالت تہ وړ‎اندي کړ‎ي و.

عدالت په ننۍ اوریدنه کې داخله سیکرټري، د پښتونخوا د پولېسو مشر او چېف سیکرټري نه په تېرو دوؤ ورځو کې د ریګي سیمې د احتجاجي ناستی د کډون والو پرضد د پولیسو لخوا د شوې کاروایۍ په هکله دتفصیلي جواب جمع کولو امر ھم کړی دی.

د پي ټي ایم لخوا په ۱۱م اکتوبر د رابلل شوې جرګې د ودرولو په ضد د درخواست ګزار وکیل عدالت ته وویل پي ټي ایم غېرقانونہ عدالت لګوي پہ ټوله پښتونخوا کې عدالتونه فعاله دي خو جسټس ارشد علي د د پښتون قامي عدالت تر نامې لاندې د رابلل شوې جرګې د اجازت ورکولو سرہ سم وویل دوي یعنی پي ټی ایم دې خپله غونډہ وکړ‎ي۔

د عدالت په دې فیصله خپله تبصره کې د سپریم کورټ وکیل نور عالم خان ډیوه ته وویل"مونږ‎ د عدالت د فېصلي ستاینہ کوو په ایین کې د خپل حق دپارہ ته پر امنه احتجاج کولی شې ،خپل حق غوښتل د هر شهري حق دی ځکه عدالت ورتہ هم وویل دوي کولی شي، دوي باندې څه پابندي نشته".

پي ټي ایم د یوولسم اکتوبر قامي عدالت دپارہ خپلي تیارۍ د روانې اوونۍ په سر کې شورو کړ‎ي اؤ د پېښور او د خېبر په پوله ریګي سېمه کې یې ددغه جرګې لپاره انتظامي کمپ هم لګولی دی خو په دغه کیمپ پولیسو دوه ورځې پرله پسې بریدونه وکړل اؤ د پي ټي ایم مشران وایي چې د دوي لخوا لګول شوې خیمې هم پولیسو سوځولې دي.

د پي ټي ایم مشر منظور پشتین د جمعې په شپه په صوابۍ، مردان، بنو او خېبر کې د خپلو کارکنانو په کورونو د پولېسو د چاپو او هغوي د نېولو په اړ‎ہ په سوشل مېډیا تبصري وکړ‎ي اؤ د هغوي نیول یې د ریاست د جبر په نوم یاد کړل۔

د درخواست ګزار وکیل عدالت ته وویل ددې کارروایۍ په اړ‎ہ د پښتونخوا وزیراعلا زباني حکم ورکړ‎ی و خو عدالت وویل د زباني حکم ھیڅ قانونی حېثیت نہ وي۔

د سپریم کورټ وکیل دانش خان اپریدی ډیوه ته وایي پي ټي ایم یو پرامنه تحریک دی اؤ د هغوي ټولې غونډې تر اوسه په پرامنه توګه شوې دي.

هغه وایي "عدالت خو ورته ځکه اجازت ورکړ‎و چې پښتون تحفظ موومنټ چې اوسه څومرہ جلسې کړ‎ې دي ،څومرہ تحریک یې چلولي دي ھغي کې هغوي تر اوسه یوہ ګمله هم نه ده ماتې کړ‎ې، نه يې چرته تشدد کړ‎ی دی، نہ د ډز خبرہ کوي، ھغوي هر ځاي کې ودریږ‎ي جلسہ کوي، تقریر کوي، سیاسي خبرہ کوي او د پښتنو چې کومې مسلي دي سیاسې مسلې دي، د امن امان دہ، په ټوله پښتونخوا کې او خصوصاً په پخوانۍ فاټا کې په ھغې باندې خبرہ کوي نو هغې کې داسې غیر قانوني خبرہ نشته".

د جمعې پہ ماسپښین د پاکستان داخله وزیر محسن نقوي وویل کہ د پي ټي ایم پہ ضد د پښتونخوا پولیس کاروايي کوي نو د دي پوښتنې ځواب یوازې صوبایي حکومت کولی شي۔

د پښتونخوا چېف سیکرټري عدالت تہ وویل ( د پي ټي ایم په ضد )دا کاروايي د مرکزي حکومت لخوا صوبایي حکومت ته د استول شوی خط وروسته کیږ‎ي او نه خو پي ټي ایم ددي غونډې اجازت نامه اخستې دہ.

خو پی ټي ایم بیا درځي لري چې دا یوه قامي جرګه دہ او د جرګو دپارہ اجازت نامه نه اخستل کیږ‎ي.

د سیمې څخه د ډیوه خبریالان وایي نن د جمعې په ورځ د جرګې دپارہ پہ ټاکل شوي میدان کې د پرون پہ نسبت زیاته ګڼه ګوڼه لیدل کیدہ۔

د پي ټي ایم صوبايي کوارډنیټر خیرالامین ډیوه ته وایي، "زمونږ‎ پروګرام بہ په مقررہ وخت او نیټه باندې کیږي، مونږ‎ چې کوم د قامي عدالت او جرګي اعلان کړ‎ی دی دا به په یو حالت کې نہ ځنډيږي که هر شان حالت راځي ،که هر څومرہ تشدد کیږ‎ي که هر څومرہ ګرفتارۍ کیږ‎ي مونږ‎ به خپل پروګرام پخپله نیټه کوو".

د پي ټي ایم د قامي عدالت دپارہ د تیاریو په ضد د زباني حکم ورکولو وروستو د پښتونخوا وزیراعلا علي امین ګنډا پور د خپل ګوند د احتجاج دپارہ نن اسلام اباد ته روان دی .

وتلي سیاستمدار افراسیاب خټک پہ ایکس رسنۍ لیکلي، د پي ټی ایم په ضد پراخه کچه عملیات په ایین کې د ورکړ‎ل شوو حقونو څخه سرغړ‎ونه دہ او د پي ټي ایی صوبايي حکومت او د مسلم لیګ ن په مرکز کې ایتلافی حکومت د طاقتورہ حلقو د ګوډاګیانو په توګه د پي ټي ایم په ضد ددې کاروایۍ د ذمه واریو نہ ځان نه شي پاکولی۔

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – د استاذانو نړېواله ورځ
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG