لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کې د وسله والو برید کې دوه پولیس عسکر ژوبل، پولیس وایي لکي مروت کې یې په تاڼه د ترهګرو ډله ییز برید پشا تمبولی


د پولیس سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي د پېښور ریګي سیمه کې نامعلومو وسله والو په پولیسو ډزې کړي چې پکې دوه عسکر ژوبل شوي اؤ ترهګر له برید وروسته تښتېدلي دي. (فایل فوټو)
د پولیس سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي د پېښور ریګي سیمه کې نامعلومو وسله والو په پولیسو ډزې کړي چې پکې دوه عسکر ژوبل شوي اؤ ترهګر له برید وروسته تښتېدلي دي. (فایل فوټو)

پولیس وایي د خيبرپښتونخوا سرښار پيښور ښار ريګي سيمه کې د نامعلومو وسله والو په ډزو دوه پوليس ژوبل شوي دي اؤ جنوبي ضلعې لکي مروت په غزني خیل پولیس تاڼه بیا د ترهګرو برید پشا تمبول شوی دی.

د پولیس سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي د پېښور ریګي سیمه کې نامعلومو وسله والو په پولیسو ډزې کړي چې پکې دوه عسکر ژوبل شوي اؤ ترهګر له برید وروسته تښتېدلي دي.

سرچینې ویلي برید کې ژوبل شوي پولیس عسکر د علاج لپاره روغتون ته انتقال کړی شوي دي.

پولیس وایي د خېبر پښتونخوا د جنوبي ضلعې لکي مروت په غزني خیل پولیس تاڼه هم ترهګرو بیګاه د شپې ناوخته په تیاره کې یو ډله ییز برید کړی خو وایي پولیسو دغه برید ته چټک غبرګون ښودلی اؤ ترهګر یې په شا تمبولي دي.

د لکي مروت د پولیسو ویاند په دې اړه وي او ډیوه ته ویلي د نهې اؤ چهارشنبې په منځ شپه کې ترهګرو په غزني خیل تاڼه یو دروند برید کړی اؤ په راکټ لانچرو اؤ نورو وسلو یې په تاڼه ناتاره ډزې کړې دي.

پولیس وایي د وسله والو برید ته پولیسو هم چټک غبرګون ښودلی اؤ په هغوي یې د درنو وسلو ناتاره ځواي ډزې کړي چې په نتیجه کې یې ترهګر پشا تمبول شوي دي.

د لکي مروت د پولیسو ویاند ویلي په دې برید کې پولیسو ته هیڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې ځکه چې پولیس له وړاندې څخه هر رقم ګواښ یا خطرې ته چمتو ولاړ وؤ.

د لکي مروت د پولیسو ضلعي مشر یا ډي پي او طارق حبیب ویلي د پولیسو حوضلې لوړې دي اؤ د هر رقم حالاتو مقابلې ته هر وخت چمتو ولاړ دي.

ډي پي‌ او طارق حبیب په غزني خیل تاڼه د ترهګریز برید په ناکامه کولو د پولیس زلمو د مړانې ستاینه کړې ده اؤ ویلي یې دي چې د پښتونخوا پولیسو په هر شان حالاتو کې خپله زړورتیا اؤ مړانه ښودلې ده.

په دې وروستیو کې د خېبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې د شپې په مهال په پولیس تاڼو اؤ امنیتي پوستو د ترهګرو د بریدونو لړۍ زیاته چټک شوې ده ا‌ؤ په دې بریدونو کې پولیسو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو رپورټونه هم مخې ته راغلي دي.

د خېبر پښتونخوا د پولیسو مشر اختر حیات خان تېرکال دعوه کړې وه چې ترهګرو ته د شپې په تیاره کې لېدونکې عصري وسلې په لاس ورغلې دي اؤ دهغې په مدد سره په پولیسو بریدونه کوي.

آی جي پي ویلي وؤ چې د ترهګرو د مقابلې لپاره د پښتونخوا پولیسو ته هم عصري وسلې اؤ نور سامانونه ورکړل شوي دي اؤ پولیس د ترهګرو مخې ته په کلکه ولاړ دي.

د مطبوعاتو له لارې مخې ته راغلې شمیرې ښایي چې د نوي کال په وړومبیو لسو ورځو کې د پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې په پولیسو شوؤ ترهګریزونو بریدونو کې 15 پولیس عسکر وژل شوي دي.

دې بریدونو کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخستې ده.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG