د خیبر پښتونخوا ماشومانوته د پولیو قطرو ورکونکې مسرت قاضي واېي د چا جهاد به د پولیو پر ضد وي خو زمونږ جهاد ماشومانو ته روغ صحت ورکول دي.
د وایس آف امریکا ډیوه ټي وي او ریډیو سره په یوه معرکه کې مېرمن مسرت واېي د دولسو کالو راهسې ماشومانو ته د خطرناکې ناروغۍ پولیو پرضد قطرې یا ویکسین ورکوي. خو د نن په شان چری هم وړاندې د خطر یا ګواښ سره نه ده مخ شوې.
مسرت قاضي د خیبر پښتونخوا پیښور ښار کې د پولیو پرضد کمپاېن چلونکو ټیمونو سپروایزره یا مشره ده.
د پولیو کارکونکو باندې د حملو په حقله مېرمن قاضي واېي چارواکو له پکار وه چې د وړومبۍ ورځې د حملو روستو ېي کمپاېن ځنډولی وی. هغه زیاتوي د دغه ګام پورته کولو سره په نور ځاني زیان نه وو شوې.
مېرمن قاضي د خیبر پښتونخوا قطرو ورکونکو رضاکارانو په کمه دیاړۍ هم خبرې کړي، هغه واېي اکثره رضا کاران د سکول یا کالج هلکان او جینکۍ دي او د یوې ورځې کار په بدل کې ورته د د یونیم سل نه تر دوه نیم سوو پورې روپۍ ورکړې کیږي.د مېرمن قاضي تر مخه زیات تره رضاکاران د غریبو کورنیو سره تعلق لري.
د پاکستان په خیبر پښتونخوا ، فاټا، د بلوچستان او کراچۍ د پښتنو په سیمو کې د پولیو پر ضد د طالبانو او د هغوي خوا خوږو د حملو او پروپیګنډو له ویرې په زرګونو ماشومان د پولیو د قطرو نه محرومه پاتې دي.
د امریکا حکومت، د پاکستان په ګډون د نورو هیوادونو استخباراتي ادارې او د څیړنو مرکزونه یا تهنک ټینکس څو ځله ویلي طالبان او د القاعده مشران د پاکستان او افغانستان پولې سره نژدې سیمو او یا بیا د کراچۍ په شان غټ ښار کې پټ شوي دي.
څیړونکي واېي د پولیو د قطرو او د ماشومانو د روغ صحت دشمنان نه غواړي د پولیو قطرې په دغو سیمو کې ماشومانو ته ورکړې شي.
مېرمن مسرت دغه خبرې د ډیوه ریډیو خبریالې سعدیه قاسم شاه سره په یوه مرکه کې کړي تاسوېي دلته اورېدې شۍ.