د خالي په ورځ د امریکا پېنسلوینیا ایالت په پېټسبرګ ښار کې د یهودیانو په عبادتخانه یا سیناګاګ کې د یو تن لخوا ډزو کې لږ تر لږه اته عبادت کونکي وژل شوي.
دا په امریکا کې د یو تن لخوا په ګڼه د ډزو او د خلکو د وژنو تازه پېښه ده.
تر دې دمه چارواکو په دغه پېښه کې د وژل شوو کسانو دقیقه شمیره نه ده ښودلې خو د پېنسلوینیا ځايي میډیا تر مخه په دغه پېښه کې اته کسان وژل شوي دي.
د امریکا د پلټنو وفاقي ادارې یا اېف بي ايي د دغه پېښې د پلټنو کار پېل کړی. دغه پېښه په امریکا کې د کرکې یا نفرت په بنیاد جرم ګڼل کیږي.
د پېټسبرګ ښار د اولسي خوندیتوب یا پبلک سېفټې مشر وینډال ځايي خبریالاتو ته ویلي ٫٫ دغه پېښه زما د ژوند تر ټولو بده پېښه ده.٬٬
د نوموړي تر مخه په دغه پېښه کې څلور پولیس افسران هم ژوبل شوي.
د ځايي میډیا تر مخه په یهودي عبادت کونکو ډزې کونکی مشکوک تن ۴۸ کلن رابرټ بوورز نیول شوی او دا مهال په هسپتال کې دی.
د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د دغه پېښې وروسته خبریالاتو ته ویلي د دغه پېښې د پلټنو وروسته به په دغې اړه پوره بیان ورکوي.