لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بجټ د پيپلز ګوند د تحفظاتو په اړه وزیراعظم شهباز شریف له بلاول بټو سره لیدلي


د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د مرکزي حکومت د اتحادي پاکستان پیپلز پارټۍ د مشر بلاول بوټو زرداري سره لیدلي اؤ رپوټونه وايي ددې ملاقات مقصد د حکومت په وړاندې کړل شوي وفاقي بجټ د پاکستان پیپلز ګوند تحفظات لرې کول وو.

څیړونکي وایي حکومت کې شامل هم دغه ګوندونه به بجټ منظور کړي خو د منظورۍ نه وړاندې په دې بجټ د تنقید مقصد سیاسي ګټې ترلاسه کول دي.

د جون په دولسمه حکومت دفاعي بجټ کې د ۱۵ فیصدي اضافې سره د ۱۸زره اربو روپو نه زیات بجټ وړاندې کړی ؤ اؤ په دغه ورځ د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري اؤ ددوي د ګوند یو شمیر پارلیماني غړو د قامي اسملۍ بجټ اجلاس کې ګډون نه و کړی .

بجټ اجلاس کې د پيپلز ګوند د زیاتره پارلیماني غړو د نه ګډون یوه وجه ددې ګوند مشرانو دا ښودلې وه چې د بجټ تیارولو په وخت دپاکستان پیپلز ګوند سره مشاورت نه دی شوی.

په دې هکله خبریال علي اکبر وايي چې د پیپلز ګوند پشمول د پاکستان مسلم لیګ هم یو شمیر مشران له بجټ نه وو خبر چې چا جوړ کړو؟

خو علي اکبر دا ګنګوسې ناسمې ګرځوي چې ګنې د بجټ په معامله به پاکستان پیپلز ګوند د مسلم لیګ سره اتحاد ختم کړي.

هغه وایي" دا ښکار خبره ده چې د ډواړو ګوندونو له یو بل بغیر ګزاره نه کیږي ،ځکه چې چا ددې ګوندونو اتحاد جوړ کړی دی هغه طاقتونه اوس هم ددوي تر شا ولاړ دي بله خبره داده صدر، ګورنران اؤ د سینیټ چیرمین د پيپلز ګوند دي نو څنګه به دوي ځان د حکومت نه جدا کړي،دا هر څه بس ولس ته د ښودلو د پاره دي".

د پاکستان پیپلز ګوند دا غوښتنې اؤ تحفظات دي چې دوي د بجټ په هکله په اعتماد کې نه دي اخستل شوي، دغه شان د قامي ادارو په نجکارۍ هم دوي تشویش لري اؤ سیند صوبې د پاره په مختص بجټ اؤ د پنجاب صوبايي حکومت کې ددوي په کمه نمایندګۍ هم دا ګوند اعتراض لري.

خبریال محمود جان بابر وايي ،هر چاته معلومه ده چې د بجټ منظورېدو نه وروسته به ګراني زېاتیږي، د خلکو تنخاګانې خو دې بجټ کې زیاتې شوې خو تیکسونه د هغې نه هم زیات شول اؤ په دې دا سیاسي ګوندونه هم پوهه دي ځکه داسې خبرې کوي چې ګني بجټ عوام دوست نه دی.

د محمود جان بابر په خبره "خو بیا هم ددې سیاسي ګوندونو مشران په نورو هیوادونو کې جاییدادونه اؤ کاروبارونه لري خو د هغې په هکله څه نه وايې چې دا څنګه جوړ شو، یوازې خپل ووټ بینګ د پاره دوي په بجټ تنقید کوي خو هم دغه ګوندونه به بیا بجټ منظور هم کړي".

د وزیراعظم اؤ بلاول بوټو زرداري ترمینځ له لیدنې وروسته د پیپلز ګوند مرکزي وېاندې شازیه مري ویلي دي چې په بجټ د تنقید مقصد په حکومت څه قسمه فشار آچول نه دي.

د پاکستان مسلم لیګ وتلی مشر رانا ثنا الله وايي پیپلز ګوند د حکومت یو مهم اتحادي دی اؤ ددې ګوند تحفظات به ختمول وي.

آیا سیاسي ګوندونه ددې جوګه دي چې لویې فیصلې وکړي ځکه چې د مهمو وزراتونو وزیران د ولس منتخب استازي نه دي؟ ددې پوښتنې په ځواب کې خبریال علي اکبر وایي چې د حکومت د جوړښت اؤ د مهمو وزیرانو د ټاکنې تر د شا اسټبلشمنټ لاس دی.

هغه وایي لکه اوس خارجه، د خزانې اؤ کورنیو چارو وزیران غیر منتخب خلک دي اؤ ددې په شا د اسټبلشمنټ هم دا مقصد وي که چرې نورو هیوادونو یا مالیاتي ادارو سره څه خبرې کیږي نو د اسټپلشمنټ په خوښه باید وشي.

تر دې وړاندې د پاکستان تحریک انصاف د حکومت ختمولو د پاره هم د نهو سیاسي ګوندونو اتحاد جوړ شوی ؤ خو بیا هم د اتمې فرروۍ د انتخاباتو په نتیجه کې یو ګوند هم دومره څوکۍ ونه ګټلې چې په یواځې ځان حکومت جوړ کړي. خو دا ځل دې اتحادي حکومت کې جمعیت علما اسلام ګوند نه دی شامل چې د عمران خان د حکومت په ختمولو کې یې مهم کردار لرلو.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د پښتونخوا په تعليمي ادارو کې د نشه يي توکيو ضد کمپېن پيل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:30 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG