لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات کې د پولیس وژنې وروسته ولسي پاڅون د امن غوښتنه کړې


Swat Protest File Photo
Swat Protest File Photo

د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سيمې سوات کې ولسي امن پاڅون شوی، د پوليس اهلکار د وژنې د پېښې وروسته ولسي پاڅون د امن غوښتنه کړې ده. د پاکستان د ازادۍ په ورځ 14م اګست د سوات د مټې تحصيل په سمبټ علاقه کې په پوليس چيک پوسته وال بريد کې يو پوليس اهلکار ژوبل شوی او وروسته یې په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړی وو.

په 14م اګست د سوات په تيلګرام کې هم په پوليس چوکۍ وسله وال بريد شوی خو چارواکو په دغه بريد کې د کومې مرګ ژوبلې په اړه څه نه وو ویلي.

سوات کې پرون په 18م اګست د ولسي پاڅون لخوا په هغه ځای غونډه راجوړه شوې چرته چې په پوليسو وسله وال بريد شوی وو. د ولسي پاڅون د غونډې په سټېج د وژل شوي پوليس عکس هم اېښودل شوی وو.

غونډې ته په وينا کې د عوامي نېشنل ګوند ځايي مشر ايوب خان اشاړی ويلي، "پېسه نه غواړو، مونږ ترې هیڅ يو کار نه غواړو، خو د پيرنګي پاتې باقياتو ته وايو، چې دلته په دې مملکت خداداد کې د پښتون د سر امن غواړو، تعليم، ترقي او د پښتون کاروبار غواړو، او چې مونږ دا غواړو نو بيا زمونږ قتل واجب دی، ځکه چې د اټک نه پورې يو شان چل دی او دې خوا ته بل چل دی".

نوموړي ويلي، "مونږ دا خاوره چاته نه پرېږدو، د سوات د امن دپاره به ټول راپاڅو".

غونډې ته د پاکستان تحریک انصاف ګوند د قامي اسمبلۍ غړي امجد علي خان ويلي، که د چا دا خواهش وي چې په سوات کې بيا بدامني جوړه شي، کورونه به وران شي، سکولونه به د بدامنۍ ښکار شي، نو دې ځل له به دا خواهش پوره نه شي.

هغه زياته کړې، "مونږ د سوات امن په هیڅ ډول خرابېدو ته نه پرېږدو، که هر څه کيږي".

ولسي پاڅون ته په وينا کې د پاڅون غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ فعال عجب خان تور يالي ويلي، "مونږ د وژل شوي پوليس پوښتنې له راوتلي يو، او د نورو پوليسو د ژغورلو غږ کوو، دا لومړی ځل هم نه دی او وروستی ځل نه هم دی، مونږ ته د رياست سترګې ښې نه ښکاري".

هغه ویلي، "پوليس ځکه په هدف کيږي چې زمونږ د امن زمه واري د دوی ده، په دوی د برې نه فشار وي، د لاندې کچې پوليس وژل کیږي، خلک ويرول غواړي، او مونږ د سوات ولسي پاڅون په ټولو سياسي ګوندونو غږ کوو، چې په پارلیمان کې او په هر ځای کې به د دوی دپاره غږ پورته کوي".

دوه ورځې وړاندې په دير کې هم ولسي پاڅون شوی وو.

په سوات او خېبرپښتونخوا په نورو سيمو کې د امن ولسي پاڅونونو لړۍ د کال 2022م راهسې پيل شوې کومه چې تراوسه روانه ده.

په سوات کې د کال 2022م د اګست په مياشت کې د وسله والو ښکاره کېدو خبرونه مخې ته راغلي، بيا د يو پوځي او پولیس افسر چې په ژوبل حالت کې وو ويډيو په ټولنيزو رسنیو خپره شوې، له دغې وروسته د ستمبر په میاشت کې د سوات امن کمېټۍ د مشر ادريس خان په ګاډي چاودنه شوې چې پکې د امن کمېټۍ مشر سره د اته کسانو وژل شوی او د دغه پېښې دوه ورځې په يوه بله پېښه کې د امن کمېټۍ پخوانی پوخ عمره تن په وسله وال بريد کې وژل شوی وو.

د دغو دواړو پېښو زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

د خېبرپښتونخوا پوليسو او پوځ په خپله منلې وه چې د اګست په مياشت کې د سوات او دير په لرې پرتو غرونو کې وسله وال ليدل شوي وو. او د دغې وروسته په سوات او صوبې په نورو برخو کې د ناامنۍ ضد او امن دپاره په غټه کچه لاريونونه او مظاهرې شوې وې.

دغه پېښې وروسته له هغې شوې چې د کال 2021م په 28 نومبر تحریک طالبان پاکستان د پاکستان د حکومت سره ډز بندي ختمه کړې او د دغې وروسته يې د څو بريدونو زمه وارۍ هم منلي دي.
خېبرپښتونخوا کې د بدامنۍ لړۍ بيا چټکه شوې او د صوبې په بېلابيلو برخو کې نزدې هره ورځ د ناامنۍ پېښې کيږي.

د 13م اګست په شپه ناوخته د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرل عاصم منیر ويلي وو، په خېبر پښتونخوا صوبه کې یو وارې بیا د ترهګرۍ فتنې سر راپورته کړی او د ترهګرۍ چقولو یا ځپلو لپاره د پاکستان پوځ او قانون په ځای کوونکې ادارې په مبارزه بوختې دي.

د پاکستان د ازادۍ د ملي ورځې په اړوند په کاکول پوځي اکیډمۍ کې د سلامۍ دستورې ته خپله وینا کې جنرل منیر ویلي وو، د ترهګرۍ په ضد جګړه کې چې پښتنو کوم د زړورتیا، ایثار او قربانیو لازواله داستان رقم کړی په هغې ټول قام پښتنو ته سلام کوي.

پوځي مشر ویلي وو په ځمکه د فساد خوروونکو طاغوتي قونونو مخې ته د پاکستان پوځونه او ټولې قانون په ځای کوونکې ادارې ولاړې دي او د پښتونخوا ولس د خپل پوځ او قانون په ځای کوونکو ادارو سره اوږه په اوږه لکه د فولادو د غر ولاړ دی چې په دې ټول قام د پښتونخوا د ولس احسانمن دی.

خو د خېبرپښتونخوا خلک وايي، د دوی قربانۍ ستايل کيږي خو په دغه سيمه کې د روانۍ بدامنۍ مخه ونه نيول شوه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG