لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په شمالي وزیرستان او چمن کې احتجاج کونکو څوارلسم اګست د تورې ورځې په توګه د لمانځلو اعلانونه کړي


د نهې سه شنبې، ه ورځ د چمن پرلت مشرانو یو وارې بیا د احتجاجي پرلت پېلولو په مهال اعلان کړی چې په څوارلسم اګست به د پاکستان د ازادۍ په ورځ دتوﺭو بيرغونو سره لاﺭيون کوي
د نهې سه شنبې، ه ورځ د چمن پرلت مشرانو یو وارې بیا د احتجاجي پرلت پېلولو په مهال اعلان کړی چې په څوارلسم اګست به د پاکستان د ازادۍ په ورځ دتوﺭو بيرغونو سره لاﺭيون کوي

د پاکستان د جوړېدو د ۷۷ مې کلیزې په موقع د افغانستان پولې ته نږدې د خېبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان او د بلوچستان په چمن ښار کې احتجاجي پرلت والو څوارلسم اګست د تورې ورځې په توګه د لمانځلو او د تورو بېرغونو پورته کولو اعلانونه کړي دي.

په شمالي وزیرستان کې د اتمانزو جرګې ویاند بېت الله په یو وډیو پېغام کې ویلي دي چې دوي سره په شمالي وزیرستان کې د امنیت په اړه حکومت کومې وعدې کړې وې په هغې عمل نه دی شوی نو په دې وجه به د پاکستان د جوړېدو په ورځ دوی احتجاج کوي، په سیمه کې به بازارونه بند وي او دا به د تورې ورځې په توګه لمانځي.

تېر کال هم اتمانزۍ جرګې غوښتنې د نه پوره کېدو په سر څوارلسم اګست د تورې ورځې په توګه لمانځلی وو.

په شمالي وزیرستان کې احتجاج کونکي څوک دي؟

اتمانزۍ جرګه د شمالي وزیرستان د ټولو قامونو ګډه جرګه ده او اکثره د وزیرستان په اجتماعي ستونزو احتجاجونه کوي . اتمانزۍ جرګه د تېرو څو کلنو راهیسې په سیمه کې د بد امنۍ خلاف احتجاجونه کوي . دوي وايي چې حکومت ورسره د غوښتنو منلو وعده کړې وه دوي ورته انتظار وکړلو خو حکومت په خپلو وعده عمل کولو کې پاتې راغلی دی. دوي د حکومت نه درې غوښتنې لري .

حکومتي چارواکي وايي د ضرب عضب عملیاتو متاثرینو ته وخت په وخت په اربونو روپو مرستې ورکړی شوي خو متاثرین وايي اوس هم یوشمېر خلک له دې مرستو بې برخې دي.

هدفي وژنې

اتمانزۍ جرګه دریځ لري چې حکومت په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو ډلو په ضد په کال 2014 د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات تر سره کړل خو اوس هم په سیمه کې بد امني روانه ده او نامعلومه کسان په هدفي بریدونو کې زیاتره د سیمې د هغه خلک وژنې چې د امن لپاره غږونه پورته کوي. دوي وايي حکومت په هدفي بریدونو مخنیوي کې پاتې راغلې دې . دوي دا هم دعوه کوي چې د ضرب عضب پوځي عملیاتو وروسته تر 700 کسان په سیمه کې په وژل شوي دي. دوي غوښتنه کوي چې په سیمه کې د هدفي وژنو مخنیوي لپاره موثره ګامونه پورته کړی شي.

قلنګونه

اتمانزۍ جرګه وايي چې ضرب پوځي عملیاتو کې زیات زیانونه عامو او بېګناه خلکو ته واوړېدل خو حکومت د ژمنو باوجود تر اوسه د تباه کړې شوو دکانونو او ړنګو شوو کورونو نقصانونه پوره نکړل او نه یې امن امان په ځای کړلو - جرګه وايي چې اوسنې صورتحال دا دې چې په سیمه کې نامعلومه وسلوال د ځايي تاجرانو او شتمنو خلکو نه قلنګونه یا پېسې غواړي او د نه ورکولو په صورت کې خلکو ته د مرګ ګواښونه کوي. دوي غوښتنه کوي د تاجرانو او نورو خلکو ژوندونه دې محفوظه کړی شي.

په قدرتي وسایلو کې برخه

د اتمانزو جرګې دریمه غوښتنه دا ده چې ددوي په سیمه کې د تېلو ، ګېسو ، کرومایيټ ، نېپرايټ او نور معدني وسایل راوېستل کېږي خو د ايين او قانون مطابق پکې سیمې ته د خپل حق برخه نه ورکړی کېږي باید حکومت ورته په ځايي وسیلو کې خپل حق او برخه ورکړي.

په شمالي وزیرستان کې د ځايي انتظاميي او امنیتي چارواکو د شمالي وزیرستان د احتجاجي پرلت مشرانو ته باور ورکړی وو چې په هدفي عملیاتو کې ککړو ملزمانو او د هر رقم جنایت کارو په ضد به ګامونه پورته کوي او په سیمه کې امنیت ټینګول د حکومت ذمه واري ده.

د پاکستان حکومت د ترهګره ډلو په ضد د عزم استحکام نومې د نوو ګڼ اړخیزه عملیاتو او اقداماتو اعلان کړی دی.

د چمن احتجاج کونکي

د بلوچستان په سرحدي ښار چمن کې ملت پاله سياسي ګوندونو او تاجر تنظیمونو یو ځل بیا احتجاجي پرلت پېل کړې دې. دوي دریځ لري چې د پاكستان او افغانستان ترمېنځه په چمن پوله د کاروباریانو لپاره د شناختي كارډ او تذكرې په بنياد د تګ راتګ په اړه ورسره شوې وعدې نه دي پوره كړې شوي ځکه مجبوره شوي او یو وارې بیا یې تر نامعلومه نېتې پورې احتجاجي پرلت پېل کړې.

د بلوچستان د کوﺭنیو چاﺭو وﺯيرمير ضيا لانګو ويلي دي چې حکومت په چمن پوله د خواﺭې کښو لپاﺭه د ﺭوﺯګاﺭ ﺯمينه برابرولو په کاﺭ بوخت دي خو بې له پاسپوﺭت چا ته هم د تګ او ﺭاتګ اجازت نشي ورکولې .

څوارلسم اګست تور بېرغونه

د نهې سه شنبې، ه ورځ د چمن پرلت مشرانو یو وارې بیا د احتجاجي پرلت پېلولو په مهال اعلان کړی چې په څوارلسم اګست به د پاکستان د ازادۍ په ورځ دتوﺭو بيرغونو سره لاﺭيون کوي.

د نوې پرلت کمېټۍ وياند صادق اڅکزي وويل د پاکستان د پوځ اعلی چاﺭواکو ورسره خبرې وکړې او غوښتنې یې ومنلې او دﺭويشت وﺭځې مخکې یې په دوی د اوږدې مودې پرلت ختم کړ خو اوس بيا عادي خلکو ته له تړون سره سم پاکستاني چاﺭواکي پر پوله د تګ ﺭاتګ اجاﺯه نه ورکوي.

د پاکستان حکومت ددې فیصلې چې په پوله به بې وېزې او پاسپورټه چا ته هم په پوله د تګ راتګ اجازت نه ورکوي پر ضد د تېر کال د اکتوبر له 20مې نه د روان کال د جولای تر 21مې په چمن ښار کې نهه میاشتنی اوږد احتجاجي پرلت شوې وو چې ۲۳ ورځې وړاندې تاجرانو اعلان وکړلو حکومت یې غوښتنې ومنلې او ورسره دوي د احتجاج ځنډولو اعلان وکړلو.

د پرلت د کميټې يومشرغوث الله اڅکزی چې د خواﺭې کښو د تنظيم مشر هم دې ، وي او ای ډیوه ته ویلي چې د پرلت شروع کولو سره به سبا د پاکستان د جوړېدو وﺭځ په توﺭو بېرغونو سره لمانځي او احتجاج کونکي به د لاریو په مهال تور بېرغونه پورته کوي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG