لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پنجاب صوبایي پارلیمان هم د امریکایی کانګرس د قرارداد په مخالفت کې قرارداد منظور کړی


Provincial Assembly of Punjab
Provincial Assembly of Punjab

د امریکا د کانګرس لخوا پاکستان کې دجمهوریت د ملاتړ او انتخابي "درغلیو" د پلټنو د قرارداد په ضد د پاکستان له قامي اسمبلۍ وروسته د پنجاب صوبې اسمبلۍ هم قرارداد منظور کړی اؤ په دغه قرارداد کې ویل شوي چې د امریکې قرارداد د پاکستان کورنیو چارو کې مداخله ده.

د ډان ورځپاڼې د رپورټ تر مخه پنجاب اسمبلۍ ته دغه قرارداد د شنبې یا خالي په ورځ حکومتي غړي احسن رضا وړاندې کړی چې پکې ویل شوي د امریکایي کانګرس لخوا منظور شوی قرارداد د پاکستان اؤ امریکې د دواه اړخیزه اړیکو عکاسي نه کوي.

تر دې یوه ورځ وړاندې د پاکستان قامي اسمبلۍ هم د امریکایي کانګرس د قرارداد په ځواب کې قرارداد منظور کړی ؤ اؤ په یاد قرارداد کې ویل شوي وؤ "پاکستان یو ازاد اؤ خپلواکه هیواد دی اؤ په خپلو کورنیو چارو کې به مداخلت ونه زغمي"

روانه اوونۍ د امریکې د کانګرس د استازو اېوان د اوو رایو په مقابل کې د 368 ووټونو په لوی اکثریت سره یو قرارداد منظور کړی ؤ چې پکې په پاکستان کې د جمهوریت ملاتړ شوی ؤ او په تېرو انتخاباتو کې د "درغلیو" د پلټنو غوښتنه شوې وه.

د پنجاب اسمبلۍ له لوري د منظور شوي قرارداد په متن کې ویل شوي چې امریکایي قرارداد په پاکستان کې د بې کرارۍ د کیفیت پېدا کولو هڅه ده اؤ له دې لارې پاکستان کې د ترسره شوؤ ټولټاکنو د لانجمنولو کوشش شوی دی.

قرارداد کې ویل شوي چې د پاکستان ټولې ادارې د راي څرګندولو په ازادۍ باور لري اؤ دا د پاکستان د جمهوري کدرونو پاسداري ده.

قرارداد کې زیاته کړل شوې ده چې پاکستان کې د بشري حقونو وضعیت د امریکایي کانګریس په قرارداد کې په ناسمه توګه وړاندې کړل شوی اؤ امریکایي قرارداد د یهودي لابۍ د سازش برخه ده.

تر دې د مخه د تېرې سه شنبې په ورځ د امریکې د کانګرس د استازو د اېوان غړو د ایچ آر-901 په نوم د قرارداد ملاتړ کړی ؤ چې "په پاکستان کې د جمهوریت او بشري حقونو ملاتړ څرګندول" سرلیک ورکړل شوی ؤ او پکې دعوه شوې وه چې ددې قرارداد منظورول په نړیواله کچه جمهوري ارزښتونو ته د ودې ورکولو لپاره د امریکې ژمنې ښکاره کوي.

ددغه قرارداد د منظورۍ په غونډه کې د اېوان 85 فیصده غړو ګډون کړی ؤ او په هغوی کې 98 فیصده کسانو د قرارداد په حق کې رایې ورکړې وې.

په دې قرارداد کې د امریکا له صدر جو بایډن څخه غوښتنه شوې وه چې د جمهوریت، بشري حقونو او د قانون د واکمنۍ په ساتلو کې له پاکستان سره همکاري وکړي.

په قرارداد کې د ازادو او منصفانه انتخاباتو پر اهمیت ټینګار شوی ؤ او د پاکستان د 2024م کال په انتخاباتو کې یې د هر ډول لاسوهنې یا ممکنه درغلیو د دعوو په اړه د بشپړې او خپلواکې پلټنې غوښتنه کړې وه.

قرارداد په پاکستان کې د جمهوریت په عمل کې د ګډون د ځپلو هڅې غندلې وې. په دغو هڅو کې د خلکو ځورول، ډارول، تشدد، خپلسره نیول کېدل، انټرنیټ ته محدوده رسایي او د بشري، مدني یا سیاسي حقونو هر ډول سرغړونه غندل شوې وه.

د امریکې کانګرس ته دا قرارداد په اېوان کې د ریپبلکن ګوند د جورجیا ایالت غړي ریچ مک کارمک وړاندې کړی ؤ او د ډیموکرېټ غړي ډینیل کیلډي یې ملګرتیا کړې وه.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG