لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کوټه کې پولیسو د جبري لادرکه کسانو لپاره پر احتجاج کوونکو اوښکې بهوونکی ګېس غورځولی


د بلوچستان په سر ښار کوټه کې د جبري لادرکه کسانو د موندنې لپاره د احتجاج کوونکو او د پوليسو تر منځ اخ و ډب شوی چې په نتیجه کې یې پوليسو د احتجاج کوونکو پر ضد اوښکې بهوونکی ګېس هم استعمال کړی دی.

احتجاج کوونکي وايي په جبري توګه د لادرکه شويو خلکو د را خوشي کولو یا عدالت ته د وړاندې کولو پر ځای حکومت پر دوی تشدد کوي او د احتجاج حق ترې اخيستل شوی دی.

خو حکومت ويلي د ښار په ريډ زون یا حساسه سيمه کې پر احتجاج کولو قانوني بنديز دی ځکه يې احتجاج کوونکي هلته له تللو راګرځولي دي.

د 43 کلن لادرکه ځوان ظهیر بلوڅ د کورنۍ او بلوڅ سياسي فعالانو له لوري د احتجاجي لاريون پر وخت د پوليسو او احتجاج کوونکو تر منځ اخ و ډب د پنجشنبې- زیارت په ورځ شوی، خو احتجاج لا هم دوام لري.

د بلوڅانو د حقونو فعاله ډاکټر ماه رنګ بلوڅ وایي، له پولیسو سره د اخ و ډب په نتیجه کې ګڼ شمېر بلوڅې ښځې هم نیول شوې او دا مهال د کوټې ښار د سېول لاین په پولیس تاڼه کې بندیانې دي. ماه رنګ بلوڅ پر خپل ایکس په یوه ویډیو کې ویلي داسې رپوټونه یې تر لاسه کړي چې دغه ښځې اوس د کینټ پولیس تاڼې ته سپارل کیږي:

"د تشدد او وهلو ډبلو له وجې د زياتو ښځو حالت ډېر خراب دی، خو د کوټې پوليس د خپل وحشت تر ټولو حدونو تېرېږي، موږ ته نه له دغو ښځو سره د ليدو اجازه راکول کېږي او نه هغوی د علاج لپاره روغتون ته وړل کېږي".

د کوټې پولیسو لا د ماه رنګ بلوڅ د دې دعوې په اړه څه نه دي ویلي چې ایا د احتجاج په مهال ښځې هم نیول شوې او تاڼو ته وړل شوې دي که نه.

یوه اجتجاج کوونکې بختاور بلوڅ وایي، "موږ چې کله را روان شوو، په سرياب کې له پوهنتون سره پوليس موږ ونيولو، موږ يې وډبولو، يواځې پر موږ او پر ځوانانو نه بلکې زموږ پر مشرانو باندې يې هم لاټي چارج وکړ، پر هغوی يې تشدد وکړ، تر شپږ زيات زموږ ملګري پوليس له ځانه سره وړي دي".

احتجاج کوونکي وايي ظهیر بلوچ د تېرې جون میاشتې پر 27مه د کوټې ښار د سرياب سيمې له کلي بنګلزي څخه د پاکستان استخباراتي ادارو هغه وخت له ځانه سره وړی کله چې ظهير له خپلې ډيوټۍ کورته روان وو.

ظهير د کوټې په سرکاري ډاکخانه کې له تېرو پينځلسو کالو راهيسې سرکاري نوکري کوي، کورنۍ یې د هغه د موندنې لپاره له تېرو دوو اوونيو په سرياب سیمه کې د ځایي عدالت مخې ته احجتاجي کيمپ لګولی وو.

د احتجاج کوونکو په وينا پوليس د ظهیر د بې درکۍ مقدمه نه درج کوي او نه هم هلته د دوی ږغ چا اورېده، ځکه يې نن د پنج شنبې- زیارت په ورځ هغه احتجاجي کيمپ د بلوچستان د ګورنر او وزيراعلا د کورونو مخې ته د را روړلو هڅه کړې چې پولیسو ورباندې تشدد کړی.

یو بل احتجاج کوونکی کبير بلوچ وایي، "موږ د ريډ زون لوري ته راغلو چې څوک زموږ خبره واوري، خو دلته موږ ډبول کېږو، اوښکې بهوونکی ګېس راباندې غورځول کېږي، زموږ ډېر ملګري ټپي شوي دي، دا زموږ پرامن احتجاج دی".

د بلوچسان حکومت وياند شاهد رند د پېښې اړوند يو ويډيو پېغام خپور کړی او دعوه يې کړې چې په کوټه ښار کې له اوله څخه پر غونډو او احتجاجونو د قانون د 144 مادې لاندې بنديز دی.

د رند په خبره پوليسو احتجاج کوونکي ريډ زون ته له داخلېدو ګرځولي چې وایي احتجاج کوونکو پر پوليسو ډبرې غورځولې دي نو په ځواب کې پوليسو د احتجاج کوونکو پر ضد اوښکې بهوونکی ګېس کارولی دی.

د ظهير او نورو لا درکه بلوڅانو د کورنيو د لګول شوو تورونو په باب شايد رند کوم ځواب نه دی ويلی خو په دې تازه ويډيو کې يې دومره ويلي،" د لادرکه کسانو پر نامه چې کوم احتجاج دا وخت په کوټه کې روان دی دا به کتل وي چې هغه لادرکه کړل شوي هم دي که نه، او که په يې په خپله ځان ورک کړی دی، پر دې باندې ځان لره يو ښه غټ بحث کېدلای شي"۔

د لا درکه بلوڅانو لپاره ږغ پورته کوونکی تنظيم وايس فار بلوچ ميسنګ پرسنز دعوه کوي چې د ځوانانو د جبري لادرکه کولو لړۍ تېزه شوې.

تنظیم وايي د روان کال د مې په مياشت كي په جبري توګه 55 کسان له بلوچستان څخه بېدرکه شوي دي، وايي په روان کال 2024م کې تر 150 زيات کسان په زوره لا درکه کړل شوي دي.

د بې درکه شوو کسانو کورنۍ او تنظيم وايس فار بلوڅ ميسنګ د بلوڅانو د جبري لادرکه کولو پړه د پاکستان پر استخباراتى ادارو اچوي خو حکومت او پوځ دغه تورونه په بيا بيا په کلکه رد کړي دي.

د بلوچستان د کورنيو چارو وزير مير ضيا لانګو څو ورځې وړاندې وي او اې ته په ځانګړې مرکه کې ويلي وو چې دا کسان لادرکه نه دي بلکې غرونو ته ختلي خلک دي.

لانګو تور پورې کړ چې په ګوادر، نوشکي او نورو سيمو کې پر حکومتي او پوځي عسکرو بريد کوونکي وسلوال همدغه خلک دي چې بيا د عسکرو په ځوابي ډزو کې وژل کېږي او دوی ورته د لا درکه کسانو نومونه ورکوي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG