لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي:سیمه ییز هیوادونه د افغان ستونزوپه هواري کې مرسته کولی شي خو د طالبانو حکومت ته به خپلې پالیسۍ بدلول وي


په کال ۲۰۲۱م کې د طالبانو لخوا د کابل له واک ترلاسه کولو درې کاله وروسته هم تر اوسه د نړۍ یو هیواد هم په افغانستان نه کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی منلی خو یوازې چین اؤ متحده عرب امارات د طالبانو د حکومت د سفېرانو باور لیکونه منلي دي
په کال ۲۰۲۱م کې د طالبانو لخوا د کابل له واک ترلاسه کولو درې کاله وروسته هم تر اوسه د نړۍ یو هیواد هم په افغانستان نه کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی منلی خو یوازې چین اؤ متحده عرب امارات د طالبانو د حکومت د سفېرانو باور لیکونه منلي دي

پاکستاني څيړونکي وایي، سیمه ییز هیوادونه کولای شي د افغان ستونزو اؤ چیلنجونو په حل کې مرسته وکړي خو د افغان طالبانو حکومت ته به د ترهګرو د مخنیوي، د بشري حقونو او ښځو د تعلیم او کار په اړه خپلو تګ لارو کې بدولون راوستل وي چې په اوسني وخت کې یې څه امکان نه لیدل کیږي.

د سیمه ییزو مطالعاتو انسټیټیوټ (IRS) کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته افغانستان ته د ورپېښو چیلنحونو او د هغې د هواري په موضوع راجوړې شوې غونډې ته وینا والو وویل، سیمه ییزه هوادونه د اقتصاد، بشري حقونو او ترهګرۍ په اړه افغانستان ته د ورپېښو چیلنجونو په هواري کې مرسته کولی شی.

د انسټیټیوټ اف ریجنل سټډیز مشر جوهر سلیم وویل.نړیوال هیوادونه د طالبانو څخه څه شرطونه لري اؤ هغوي غواړي چې ترهګري باید ددغه هیواد څخه نورو هیودونو ته خوره نه شي.

د هغه وینا وه چې د طالبانو د حکومت نه بله غوښتنه نړیوال ښځو او د لږکیو ته د حقونو ورکولو کوي اؤ غواړي چې باید په افغانستان کې ښځو ته د تعلیم او کار کولو حق ورکړی شي.

جوهر سلیم وویل "مونږ ګورو چې په افغانستان کې څه غیر منظم سفارتخانې شتون لري خو دا ټولې عارضي دي. ګاونډي هیوادونه کولی شی په ګډه افغانستان ته د ورپېښو چیلنجونو د حل څه لاره ولټوي"

په کال ۲۰۲۱م کې د طالبانو لخوا د کابل له واک ترلاسه کولو درې کاله وروسته هم تر اوسه د نړۍ یو هیواد هم په افغانستان نه کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی منلی خو یوازې چین اؤ متحده عرب امارات د طالبانو د حکومت د سفېرانو باور لیکونه منلي دي.

څیړونکو وویل د افغانستان د طالبانو حکومت خپلې نړيوالې ډيپلوماټيکي اړيکې پراخوي البته، د یوه ټول شموله حکومت جوړول د افغانستان د موقتې ادارې لپاره د هېواد د نازک اقتصادي وضعیت ترڅنګ لا هم د پام وړ ننګونه ده.

په افغان چارو ژور نظر لرونکی خبریال طاهر خان وایي،افغان طالبانو چې د دوحې په تړون کې کومې ژمنې کړې وې د هغې په نه پوره کولو ترې پاکستان، امریکا او نور هیوادونه هم ګیله من دي.

طاهر خان وایي د ښځو په تعلیم اؤ د رایې په ازادۍ د قدغنونو لګولو په اړه د طالبانو د حکومت اقداماتو نه حکومتونه خوشحاله نه دي.

د طاهر خان په وینا "حکومت ټول شموله نه دی. د افغانستان په پالیسو کې که بدلون راځې نو ممکن ده چې ځینې هیوادونه یې تسلیم کړي، خو دې وخت دا کار مشکل دی.البته نور هیوادونه تجارت ځکه غواړي چې د افغانستان خپل یو مارکیټ دی او نړۍ د دوي صادراتو ته اړتیا لري. افغانستان مرکزې اسیا ته یو مهمه لاره هم ده"

نړیوال هیوداونه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر شتون هم ژورې اندیښنې لري، د ملګرو ملتونو د یو وروستي رپورټ له مخې کالعدم تحریک طالبان پاکستان له القاعدې څخه ملاتړ ترلاسه کوي او په افغانستان کې له ۶۰۰۰ څخه تر ۶۵۰۰ پورې جنګیالي لري.

پاکستان تور لګوي چې په هیواد کې یې د ترهګرۍ د پیښو پلانونه د افغانستان څخه جوړیږي خو دافغان طالبانو حکومت دغه تورونه هرکله رد کړي او وایي ترهګري د پاکستان کورنۍ ستونزه ده چې ذمه وار یې باید یو بل هیواد ونه ګرځول شي.

د نړیوالو چارو کار پوهه عارش الله خان وایي "دا خبره سمه ده چې کله نه په افغانستان کې د طالبانو حکومت راغلی په پاکستان کې ترهګري زیاته شوې خو د دې سبب یوازې د طالبانو نظریه نه ده، بلکې د ترهګرۍ نور هم مختلف محرکات دي. کتل به دا وي چې په پاکستان کې ترهګر تنظیمونه ولې فعال دي، چې د پولو سره نزدې سیمو کې ترهګرې زیاته شوې ده"

څیړونکو وویل، د لویدیځو هیوادونو له خوا یوازې کړل شوي د افغان طالبانو حکومت له نزدې هیوادونو سره د اړیکو په لټه کې دی، خو پر یو بل د بې باورۍ او د لویدیځو هیوادونو د بندیزونو له امله سمه ییزه همکاري هم محدوده ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG