لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محسن نقوي: د تحريک طالبان پاکستان د غړو خوشي کول غلطي وه


د پاکستان داخله وزیر محسن نقوي
د پاکستان داخله وزیر محسن نقوي

د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي منلې، په کال 2021م کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي پي پي) د غړو خوشي کول غلطي وه خو هغه ويلي، "د طالبانو بنديان په ښه نيت خوشي کړل شوي وو".

محسن نقوي دغه خبره په 11مه جولايۍ د کورنيو چارو دپاره د قايمه چارو کمېټۍ ته کړې ده.

د ډان ورځپاڼې د خبر ترمخه، نقوي ویلي نن چې په ملک کې ترهګري سېوا شوې دا د ټي ټي پي د بندي غړو خوشي کولو له امله زياته شوې ده، هغه ويلي د ټي ټي پي د غړو خوشي کولو څخه ښه تمه ساتل کېده خو هغه چې خوشي شو هغه ډول ونه شو.

په اتم نومبر 2021م د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د مذاکراتو په وخت د يوې میاشتې ډز بندي شوې او هغه وخت ویل شوي وو، پاکستان د ټي ټي پي د 100 پورې بنديان خوشي کړي وو.

د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان (چې دا وخت په جېل کې دی) په حکومت کې د استخباراتي ادارې (آی اېس آی) د پخواني مشر جنرل فېض ‏حميد په مشرۍ کې د ټي ټي پي سره په کال 2021م کې په کابل کې مذاکرات پيل شوي او د پاکستان نه څو پلاوي په دغه لړ کې کابل ته تللي وو خو د ‏کال 2022م په نومبر کې ټي ټي پي د پاکستان د حکومت سره کړې ډز بندي ختمه کړې او بريدونه يې پيل کړي وو.‏

پاکستان کې د موجوده حکومت وزیران تور لګوي چې د عمران خان په وخت کې د زرګونو په شمېره کې د ټي ټي پي وسله وال بيرته راوستل شوي، اباد کړل شوي او د هغې له امله په ملک کې ترهګري سېوا شوې ده، خو په خېبرپښتونخوا کې واکمنه د عمران خان ګوند پاکستان تحریک انصاف ويلي، د ټي ټي پي سره خبرې شوې خو وسله وال يې بيرته نه وو راوستل شوي او نه اباد کړل شوي وو.

دوه ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅ ویلي وو، د پاکستان حکومت د ټي ټي پي د مذاکراتو هيڅ اراده نه لري.

ويل شوي، د پاکستان پيپلزګوند سېنېټر شهادت اعوان د کورنيو چارو د سېنېټ قايمه کمېټۍ په غونډه کې پوښتنه کړې، د چا په حکم د ټي ټي پي بندیان خوشي کړل شوي او د هغو بنديانو تفصيلات يې غوښتي خو محسن نقوي ژمنه کړې په بله غونډه کې به دغه تفصيلات وړاندې کړي.

او د مسلم ليګ ن د سېنېټر عرفان صديقي دغه پوښتنې ته، چې د تحریک انصاف په حکومت کې د ټي ټي پي 5000 کورنۍ راوستل شوي او د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعو کې ابادې کړل شوي دي، محسن نقوي ځواب نه دی ویلی.

د صديقي لخوا د عزمِ استحکام عملياتو په اړه پوښتنې ته په ځواب کې د کورنيو چارو وزير ویلي، نوي عمليات نه دي پيل کړل شوي او مطبوعاتو د نوو عملياتو رنګ ورکړی دی.

هغه ويلي، د نېشنل اېکشن پلان په شپږو مادو عمل نه وو شوی، په هغو د عمل کولو پلان دی، خو يادې مادې نه دي ويل شوي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي د نوو عملیاتو نه پيل کېدو خبره په داسې وخت کې کړې چې په 22م جون اسلام آباد کې د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د نېشنل ايکشن پلان د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې د ملک څخه د ترهګرۍ او توندروۍ د ختمولو دپاره د ترهګرۍ مخنيوي د قامي کمپياين د بیا فعالولو دپاره د "عزمِ استحکام" په نوم عملیاتو منظوري ورکړل شوې وه.

او د پاکستان پوځ په پينځمه جولايۍ ويلي وو، د پوځ د مشر جنرل عاصم منير په مشرۍ د کور کمانډرانو غونډه شوې ده، او "فورم د ملکي امنيت د مجموعي صورت حال جايزه اخستې او عزمِ استحکام په مختلفو اړخونو پکې تفصیلي بحث شوی وو".

د پاکستان پوځ ويلي وو، د کور کمانډرانو په غونډه کې په ملک کې د تلپاتې ثبات او اقتصادي خوشالۍ دپاره عزمِ استحکام د ترهګرۍ او غېر قانونه هلوځلو ختمولو دپاره د وخت تقاضا ګرځول شوې وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG