لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپوټ: په جولای کې په پاکستان کې په 79 وسله والو بريدونو کې 66 يواځې پښتونخوا کې شوي


پاکستان کې د څېړنې او امنيتي مطالعې مرکز سېنټر فار ریسرچ اېنډ سیکيورټي‌ سټديز نومې غېر دولتي ادارې (پيکس) په خپل تازه رپورټ کې ويلي، پاکستان کې د جولای په میاشت کې د ترهګرۍ 79 پېښې شوي، 81 کسان پکې وژل شوي او 71 ژوبل شوي، بریدونه 14 فيصده او ځاني تاوان 80 فيصده سېوا شوی دی.

د پيکس په رپورټ کې ویل شوي، په دغو وسله والو بريدونو کې زيات په خېبرپښتونخوا او قبايلي ضلعو کې شوي دي. وایي په پنجاب صوبه کې يو بريد نه دی شوی.

د پيکس د شمېرو ترمخه، "د خېبرپښتونخوا په بندوبستي علاقو کې 36 حملې شوي، 60 کسان پکې وژل شوي او 27 ژوبل شوي دي، او قبايلي ضلعو کې 26 حملې شوي، 30 کسان پکې وژل شوي او 18 ژوبل شوي دي".

د پيکس په رپورټ کې ويل شوي، د جولايۍ په میاشت کې په بلوچستان صوبه کې 12 حملو کې 12 تنه وژل شوي او 18 ژوبل شوي، سیند صوبه کې په پينځو حملو کې شپږ تنه وژل شوي او دوه ژوبل شوي دي.

د پيکس په رپورټ کې په بريدونو کې په وژل شوو کې د عامو خلکو او امنیتي ځواکونو شمېرې جلا جلا نه دي ويل شوي.

خو د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل احمد شریف چودري په 22مه جولای يوه خبري غونډه کې ویلي وو، سږ کال یې 137 پوځي افسران او عسکر وژل شوي دي.

د پيکس په رپورټ کې ویل شوي، د ترهګرۍ د زياتېدونکو پېښو په ځواب کې د پاکستان امنيتي ځواکونو د جولای په میاشت کې لږ تر لږه 50 وسله وال وژلي دي.

ويل شوي د پنجاب د ترهګرۍ ضد پوليسو (سي ټي ډي) د القاعده مهم مشر امين الحق نيولی، او د تحریک طالبان پاکستان شپږ کمانډران یې وژلي دي.

پاکستان کې د جولای په مياشت کې د ترهګرۍ پېښې په داسې وخت کې سېوا شوي، چې په 22م جون اسلام آباد کې د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د نېشنل ايکشن پلان د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې د ملک څخه د ترهګرۍ او توندروۍ د ختمولو دپاره د ترهګرۍ مخنيوي د قامي کمپياين د بیا فعالولو دپاره د "عزمِ استحکام" په نوم عملیاتو منظوري ورکړل شوې وه.

پاکستان کې د حکومت مخالفه ګوندونو پاکستان تحریک انصاف، عوامي نېشنل ګوند او جمعيت علمااسلام ف ګوند د وړاندې نه د حکومت د دغه پرېکړې مخالفت کړی او ويلي يې وو بايد د عزم استحکام په اړه پارلیمان په اعتماد کې اخستل شوی وی. د عزم استحکام د عملياتو ضد خېبرپښتونخوا کې ولسي پاڅونونه شوي او په ښکاره د عملياتو مخالفت شوی وو.

او بیا پوځي وياند د عزم استحکام عملياتو په اړه خبري غونډه کې سپيناوی کړی چې، عزم استحکام د ترهګرۍ ضد هر اړخيزه کمپاين دی، پوځي عمليات نه دي.

درې ورځې وړاندې د پاکستان تحريک انصاف د قامي اسمبلۍ غړې شاندانه ګلزار په پېښور پرېس کلب کې په خبري غونډه کې د عزم استحکام عمليات د عذاب استحکام په نوم ياد کړي او ويلي يې وو، عمليات د پنجاب نه ولې نه پيل کول کيږي زیاتې لاقانونه ګرځول شوې ډلې خو په پنجاب کې دي.

هغې ويلي، "عذاب استحکام (عزم استحکام) دې په ټول هيواد کې راوستل شي، خو لاقانونه ګرځول شوې ډلې چې ترهګر ورته ويل کيږي، په پاکستان کې دغه ډلې د 275 نه زياتې دي، په دغو کې 215 په پنجاب کې دي، او پاتې 50/60 خواوشا ګلګت بلتستان، کشمير، خېبرپښتونخوا، سيند او بلوچستان کې دي، اپرېشن د هلته (پنجاب) نه پيل کړئ، دلته ولې راورسېدئ".

د شاندانه ګلزار په خبره، "چرته چې معدنيات ښکاره کيږي هلته ترهګر ور رسي، هغو ته څوک دغه خبر ورکوي؟".

خېبرپښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په غونډو کې اکثره دغه خبره کيږي، چې پښتونخوا ته ناامني راوړل شوې او د پښتونخوا په وسايلو او قبضې دپاره دغلته عمليات کولی شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG