دپاکستان انسټي ټیوټ فار کانفلیکټ اینډ سکیورټي اسټډیز په یو تازه رپورټ کې ویل شوي چې دتېر کال د وړومبیو پینځوو میاشتو په پرتله دروان کال وړومبیو پینځوؤ میاشتو کې دپاکستان دننه ترهګرو بریدونو کې 77 فیصدي،وژنو کې 39 فیصدي اؤ ژوبلو کې 33 فیصدي اضافه رامنځته شوې ده.
رپورټ وایي دتېرې مئ میاشت کې دپاکستان دننه 40 ترهګریز بریدونه شوي چې پکې 48 کسان وژل شوي اؤ 102 نور ژوبل شوي دي.
د رپورټ شمیر شمیرې ښایي چې دتېرې مئ میاشت کې دخېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې تر ټولو زیاتې ترهګرۍ ځپلي چې دغلته 18 بریدونو کې 18 کسان وژل شوي اؤ 27 ژوبل شوي دي.
د رپورټ له مخې دپاکستان دننه دمئ میاشت کې ترسره شوؤ ترهګریزو بریدونو کې وژل شوؤ اؤ ژوبل شوو کسانو کې تر ترنیمایي زیات امنیتي عسکر اؤ نور عام وګړي دي.
په ډان ورځپاڼه کې خپور شوی دا رپورټ په ګوته کوي چې دمئ میاشت کې دپاکستان امنیتي ځواکونو هم خپل عملیات دوامداره ساتلي وؤ اؤ په دې عملیاتو کې یې لږ تر لږه 64 ترهګر وژلي اؤ 39 نور یې ژوندي نیولي دي.
دا رپورټ وایي چې دتېرکال 2022م په وړومبیو پینځوؤ میاشتو کې دپاکستان دننه 126ترهګریز بریدونه ریکارډ کړل شوي وؤ چې پکې 257 کسان وژل شوي اؤ 461 نور ژوبل شوي وؤ خو ددې په پرتله د روان کال وړومبیو پینځوؤ میاشتو کې 224 بریدونه شوي چې 357 کسان پکې وژل شوي اؤ 615 ژوبل شوي دي.
رپورټ کې ویل شوي چې دمئ میاشت کې دخېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې تر ټولو زیاتې ترهګرۍ ځپلي چې دغلته 18 بریدونو کې 18 کسان وژل شوي اؤ 27 ژوبل شوي دي.
دصوبې په نورو برخو کې 10 ترهګریز بریدونه ریکارډ کړل شوي چې 16 کسان پکې وژل شوي اؤ 54 ژوبل شوي دي.
د رپورټ له مخې بلوچستان کې هم دمئ میاشت کې 10 ترهګریز بریدونه شوي اؤ په دې بریدونو کې 12 کسان وژل شوي اؤ 20 نور ژوبل شوي دي.
په سیند صوبه کې بیا د ترهګرو دوه بریدونه ریکارډ کړل شوي چې دوه کسان پکې وژل شوي اؤ یو ژوبل شوی دی.
رپورټ کې ویل شوي چې دمئ میاشت کې دپاکستان دننه څلور ځانمرګي بریدونه هم شوي چې 8 کسان پکې وژل شوي اؤ 40 نور ژوبل شوي دي.
دمارچ په میاشت کې دپاکستان پوځي اؤ حکومتي مشرانو دملي امنیت دکمیټې په غونډه کې منلې وه چې ترهګر یو وارې بیا منظم شوي اؤ خپل ترهګریز فعالیتونه یې پراخه کړي دي.
دیادې کمیټې په غونډه کې ویل شوي وؤ چې (د عمران خان ) په تېر حکومت کې ګڼ شمیر خطرناک ترهګر له زندانونو ایله کړل شوي وؤ اؤ هغوئ سره نرمه رویه خپله کړل شوې وه چې نتیجه یې اوس دترهګرو دبیا منظم کیدو په شکل کې مخې ته راغلې ده.
څيړونکی اعجاز خټک ډيوه ته ویلي "د پاکستان د روانو حالاتو نه خو معلوميږي چې په نزدې راتلونکي کې به ترهګري نوره هم زياتيږي اؤ په دې کې دکمي څه نخښې نه لیدل کیږي.
هغه وایي ی"وازې تحریک طالبان پاکستان مسله نه ده په ملک کې سياسي اړی ګړی دی، د پوځ دننه ځينې خبرونه هم په ټولنيزو رسنيو راځي، عدالتي فېصلې داسې راځي چې خپله پرې د عدالتونو اختلافات وي، اقتصادي مشکلات دي نو دا ټول حالات په خلکو فشار سېوا کوي تندروۍ ته خلک پاروي، مذهبي انتهاپسندي سېوا کيږي"
داعجاز خټک په وینا د پاکستان واکمن بيا بيا دعوې کوي او بيانونه ورکوي چې د ترهګرۍ نوغی به وباسي خو هغه وایي په عمل کې داسې هیڅ نه ښکاري
د امنيتي چارو کار پوهه اؤ دپاکستان دپوځ پخواني لوړ پوړي افسر بريګيډيیر(ر) سعد محمد په دې وروستیو کې د ډیوه خبریال فضل عزیز ته ویلي وؤ، د تېر کال دوه راهسې په ترهګرۍ کې اضافه شوې ده، په وروستيو کې د پاکستان يو لوړ پوړي پلاوي د کابل سفر کړی و نو اوس هغې ته کتل دي چې د هغې سفر کومې نتيجې مخې ته راځي که نه راځي.
دښاغلي سعد محمد په وینا"پاکستان اوس ښکاري چې افغانستان ته ګوري خو دا د پاکستان خپل جنګ دی حل به یې پاکستان را اوباسي په منتونو نه کيږي، خو د افغانستان پاليسۍ ته به کتل وي"
نوموړي زياته کړې وه که په پاکستان کې دننه وکتلی شي نو دلته هم کمزورۍ شته" لکه که د پېښور په پوليس لاين بريد او په کراچۍ کې د پوليسو په دفتر بريد ته که وکتل شي نو پاکستان ته به خپلې کمزورۍ هم ختمول وي"