لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس وايي په سلګونو اوکراېني عسکر ورته تسلیم شوي دي


د اوکراېن چارواکو د تسلیم شویو عسکرو په اړه د روسيې د شمېرو تصدیق نه دی کړی. د اوکراېن د دفاع ناېب وزېرې د ګل، دوشنبې، په ورځ ويلي وو چې د دوه سوه شپېتو نه زیات جنګیالي د ازوستل د سټيلو د فېکټرې نه وتلي دي او ځانونه يې روسي ځواکونو ته حواله کړي دي.
د اوکراېن چارواکو د تسلیم شویو عسکرو په اړه د روسيې د شمېرو تصدیق نه دی کړی. د اوکراېن د دفاع ناېب وزېرې د ګل، دوشنبې، په ورځ ويلي وو چې د دوه سوه شپېتو نه زیات جنګیالي د ازوستل د سټيلو د فېکټرې نه وتلي دي او ځانونه يې روسي ځواکونو ته حواله کړي دي.

د روس د دفاع وزارت د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل د اوکراېن په ماریوپول ښار کې دا هفته ۹۵۹ اوکراېني عسکر روسي ځواکونو ته تسلیم شوي دي. پلخوا فېنلېنډ او سویډن د نېټو په پوځي اتحاد کې د شاملېدو دپاره په رسمي ډول خواستونه کړي دي.

د اوکراېني عسکرو د تسلېمېدو به اړه د روسيې د دفاع وزارت وېاند اېګور کوناشېنکوف وويل په ماريوپول کې د ازوو قام پرسته جنګیالو او د اوکراېن ځواکونه په لویه شمېره کې تسليمېدل پېل کړي.

کوناشېنکوف وویل په تسلیم شویو اوکراېني عسکرو کې اتیا ژوبل کسانو نه یو پنځوست کسان د دهوناسک نوازوفسک هسپتال ته د علاج لپاره وړل شوي دي.

د اوکراېن چارواکو د تسلیم شویو عسکرو په اړه د روسيې د شمېرو تصدیق نه دی کړی.

د اوکراېن د دفاع ناېب وزېرې د ګل، دوشنبې، په ورځ ويلي وو چې د دوه سوه شپېتو نه زیات جنګیالي د ازوستل د سټيلو د فېکټرې نه وتلي دي او ځانونه يې روسي ځواکونو ته حواله کړي دي.

د اوکراېن چارواکو وېلي چې دغو کسانو خپل مشن سر ته رسولی دی.

په دې اړه د ماريوپول مېئر ودایم بوشېنکو د وي او اې اوکراېني سروس ته مرکه کې وېلي چې د دې مېشن دفاع وجه او ډېر په بهادرۍ کې يې دښمن د ماريوپول د نېولو نه منع کړي وو. او داسې يې د اوکراېن امنیتي ځواکونو ته وخت ورکړی وو چې دوي‌ وکړل شي، د روس د نورو عملياتو د پاره ځانونه تېار کړي.

د اوکراېن د دفاع ناېب وزېرې نانا مالیار وېلي د اوکراېن ځواکونو ډېره په بهادرۍ سره دفاع کړی.

هغې وویل په ماريوپول کې زمونږ محافظینو خپله دفاع ساتلې ده. دوي تر دوو زرو پورې د نورو پوځیانو پرځای کولو لپاره دښمنانو ته موقع نه ده ورکړې. دښمن يې نورو سیمو ته د پوځ ليږلو نه ايثار کړی.

روسيې ته د تسليم شویو اوکراېني ځواکونو سره به څه کېږي؟ دا لا ښکاره نه ده. د روس چارواکي د دې قېدیانو د تبادلې په اړه شک څرګند کړی.

خو راېټرز خبري ادارې ویلي ‌ دي چې په دونېسک کې د بېلتون خوښو مشر ډېنس پوشېلېن مقامي‌ ميډیا ته وېلي چې په ازوستل کې د تسليم شویو اوکراېني ځواکونو د قسمت فېصله به عدالت کوي.

د څلورو لکو نه د زیاتو خلکو ښار ماريوپول باندې قبضه به د روس یوه لويه کامیابي وي.

خو روس د اوکراېن په مشرقي سيمو کې د لا نورو ډېرو علاقو د نېولو هڅې کوي خو تر دې دمه يې نه سرښار کېف نېولی او نه يې د ولسمشر ولادوماېر زېلېنسکي حکومت ړنګ کړی دی.

اوکراېني‌ چارواکي‌ دعوه کوي چې د روس د بمبارۍ په وجه د ماريوپول ښار کنډر شوی دی او اندازآ شل زره عادي خلک په کې وژل شوي دي.

د پېنټاګان وېاند جان کربي وېلي نه شي وېلی چې د ماریوپول د جګړې اختتام به څه وي خو زیاته کړې چې د ازو د سمندر په سيمه کې ماريوپول یو اهم صنعتي‌ ښار دی.

کربي وېل چې د دې نه د روس د ارادو څرګندونه کيږي. چې دوي ډونباس هم په ګېره کې د اخېستلو وروستو قبضه کول غواړي‌ خو تر دې دمه کامیاب شوي نه دي.

بلخوا سویډن او فېنلېنډ په نېټو پوځي اتحاد کې د شاملېدلو لپاره رسمي درخواست ورکړو. د دواړو هېوادونو سفيرانو د نېټو سېکټري‌ جنرل جېنز سټالټنبرګ سره لېدلي دي.

جېنز سټالټنبرګ وویل د امنیت په دې صورتحال کې نن یوه ښه ورځ ده. د نېټو اتحاد د غړيتوب لپاره د فېنلېنډ او سويډن د درخواستونو راکولو مننه. هر یو هېواد دا حق لري چې د خپل مستقبل په اړه فېصله وکړي. تاسو د جمهوري عمل د لارې خپله فېصله کړې ده.

دا دواړه ملکونه په رواېتي توګه بې طرفه پاتې شوي دي خو په اوکراېن د روس د یرغل وروسته د دوي په تګلاره کې دا بدلون رامخې ته شوی

د نېټو اتحاد د غړي هېواد جوړېدلو لپاره ضروري ده چې د تنظيم دېرش هېوادونه په متفقه توګه د دې منظوري ورکړي. ترکیه د دوي د غړيتوب مخالفت کوي او د ترکي ولسمشر رجب طېب اردوان وېلي دي چې د نېټو اتحاد پراخېدل ښه خبره ده خو زیاته کړې چې د پي کې کې او واېي پي جي ترهګرو ته پناه ورکونکو ته د نېټو د غړيتوب مرسته کول د اتحاد د تګلارې تضاد دی.

د ترکيې ولسمشر مونږ د دېرشتو ترهګرو د واپس کولو غوښتنه کړې وه خو دوي یعني‌ سويډن راته انکار وکړو. ته به مونږ ته ترهګر نه راکوي خو غواړې به چې مونږ تاسو د نېټو د غړيتوب ترلاسه کولو ته پريږدو. نېټو یو امنیتي اتحاد دی. دا د تحفظ اېجنسي ده. ځکه دا اداره د خپل د امنیت د کار د منع کولو په خاطر مونږ د ستاسو په حق کې راې نه شو ورکولی.‌

د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د ترکيې خارجه وزير ماولت کاوسوغلو سره په نېویارک کې وېني. د امریکې د سټېټ ډېپارټمنټ وېاند نېډ پراېس وېلي چې په نېټو اتحاد کې د سويډن او فېنلېنډ ته د غړيتوب په اړه تر ډېر حده اتفاق ليدل کيږي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG