لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس اوکراین ته تر 90 زیات میزایل ور ویشتلي، ماسکو وایي دا د کیف د سرحدي بریدونو سزا ده


روس د جمعې په شپه د اوکراین په سر ښار کییف باندې هوايي حملې کړي چې پکې د 90 نه زیات میزایل ویشتلي شوي دي.

د اوکراین صدر وايي په تازه حملو کې د بجلۍ پاور پلانټس او عامې ودانۍ په نخښه شوې دي، خو روس وايي تازه حملې کییف ته د روس په خاوره د یرغل سزا ورکول دي.

د اوکراین صدر ولادیمیر زیلنسکي‌ د جمعې په ورځ‌ ویلي روس د اوکراین پرضد باندې پراخه بریدونه پیل کړي.

صدر زیلنسکي زیاته کړه، روس په شپه کې په اوکرین باندې د 90 نه زیات مختلف قسم میزايل ویشتلي دي چې وایي په هغوی کې د 60 نه زیات د ایراني جوړ ډرونز هم کارول شوي دي.

د صدر زیلنسکي په وینا نړۍ د امکان تر حده د "روسي ترهګرو" دا هدفونه په روښانه توګه ګوري، چې‌ هغوی پکې پاور پلانټس، د تونايۍ سپلایي لاینونه، هایډرو الیکټرک ډېم، د عامو خلکو ودانۍ او یو عام د مسافر بس یې په نخښه کړی دی.

د اوکراین د داخله چارو وزارت وايي په تازه بریدونه کې لږ تر لږه پینځه کسان وژل شوي، شاوخوا 20 ټپیان زخمي شوي‌ دي او څو تنه بې درکه دي.

په بیان کې ویل شوي،‌ اوس زیاتره په خطرناک سیمو کې د روبوټکس نه کار اخیستل کیږي چې مقصد یې د انسان ژوند خوندي ساتل دي.

د جمعې په ورځ‌ د رویټرز خبري ایجنسۍ په رپورټ کې د روس د دفاع وزرات له خوا ویلي شوي چې په اوکراین باندې تازه بریدونه د هغو انتقامي بریدونو برخه ده چې هدف یې کیییف ته د روس په خاوره د یرغل کولو سزا ورکول دي.

د روس دفاع وزارت وايي د جمعې په ورځ‌ یې پاور پلانټ، ریل او د ګوله باوردو له ډپو سره سره یو شمېر ځايونه په نخښه کړي دي.

روسیه وایي دا بریدونه یې په وروستیو اوونیو کې د اوکراین له خوا پر سرحدي سیمو باندې د یو لړ بریدونو په ځواب کې کړي دي.

صدر زیلنسکي د اوکراین په اتحادیانو غږ وکړو چې د فضايي دفاع په برخه کې د دغه هېواد سره مرسته وکړي او وایي اوکراین ته ورکړی شوي هوايي ‌ دفاعي نظام په خاصه توګه او د اروپايي‌ هیوادونو مرستې د دوی په کليو‌ او ښارونو کې ژوند روان ساتي:

"دغه هوايي نظام زمونږ د هیواد ټولې سیمې د روس نه ترهګرو حملو نه محفوظ ساتلو لپاره پوره نه دی. دا خبره د سلګونو نظامونو نه ده بلکې دومره طاقت راته پکار دی چې د خپلو سیمو دفاع وکړو".

په کییف د روس د حملو نه یوه ورځ وړاندې زیلنسکي د وایټ هاوس د قومي سلامتیا د مشیر جېک سولېون کوربتوب وکړو.

د سولېون کوښښ وو چې اوکراین ته ډاډ ورکړي چې امریکا به د اوکراین امداد دوامداره ساتي، د دې باوجود چې کانګرس له اوکراین سره د نورې مرستې په منظورولو کې د ځنډ نه کار اخیستی دی.

سولېون یو خبري کانفرنس ته وویل چې په کانګرس کې به د اوکراین سره مرسته په متفقه توګه منظوره کړی شي.

د ملګرو ملتونو د انساني حقونو دفتر په یو تازه رپورټ کې ویلي چې روس د اوکراین په نیول شویو سیمو کې د ویرې فضا جوړه کړې ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – د استاذانو نړېواله ورځ
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG