لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محسن نقوي: د پي ټي ایم په کېمپ د کارروایۍ پوښتنه باید د پېښور له پولیسو وشي چې هغوي د چا ماتحت دي؟


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي خېبر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د جرګې په انتظامي کیمپ د پولیسو د برید په اړوند ویلي ددغه برید پوښتنه باید د پېښور له پولیسو وشي.

وړمه ورځ اؤ پرون ( زیارت - پنجشنبه) په خېبر کې پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا په ۱۱م اکتوبر د رابلل شوې جرګې په انتظامي کیمپ یرغل کړی ؤ اؤ دغه کیمپ یې ور ویجاړ کړی ؤ.

د خېبر پښتونخوا حکومت ویاند بېرسټر سېف تېره ورځ پخپل یو بیان کې ویلي وؤ چې د پي ټي ایم په انتظامیي کیمپ پولیسو کارروایي د مرکزي حکومت په وینا کړې ده اؤ دې کې د صوبایي حکومت هیځ لاس نه شته.

نن د جمعې په ورځ چې کله په اسلام اباد کې د کورنیو چارو وزیر ښاغلي محسن نقوي د رسنیو سره خبرې کولې نو یو خبریال هغه نه خېبر کې د پولیسو لخوا د شوې کارروایي په هکله پوښتنه وکړه ، په ځواب کې یې ښاغلي نقوي وویل :

"دا پوښتنه باید د پېښور له پولیسو وشي چې هغوي د چا ماتحت دي؟"

د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت مخکې په دې اړه وضاحت ورکړی وو چې د پي ټي ایم خلاف دا "عملیات د وفاقي حکومت په لارښوونو ترسره شوي دي".

د صوبايي حکومت د اطلاعاتو مشاور بېرسټر سیف ویلي چې "د پي ټي اېم پرضد عملیات د وفاقي حکومت په امر شوي، او د وفاقي کورنیو چارو وزارت په دې اړه د صوبې چیف سیکرټري ته یو لیک هم لېږلی وو چې پکې د پي ټي اېم د ریاست ضد دریځ او د نسلي کرکې په خپرولو تور پورې شوی وو".

د کورنیو چارو وزیر اسلام اباد کې د پي ټي آي په ننني احتجاج کلکې نیوکې وکړې اؤ ويې ویل تحریک انصاف چې څه کوي ددې اجازه هر ګز نه شي ورکړل کیدای.

د کورنیو چارو وزیر وویل په ویډیوګانو کې ښکاري چې اسلام باد ته راروانو کسانو سره وسلې دي اؤ زمونږ چې څومره هم ځواکونه دي نو هغوي سره وسلې نه شته.

هغه وویل د خېبر پښتونخوا د وزیراعلا له لوري په اسلام اباد حمله کیږي اؤ ګنډا پور باید سوچ وکړي چې هغه څه کوي اؤ ولې یې کوي؟

په خیبر پښتونخوا صوبه کې واکمن ګوند تحریک انصاف نن په اسلام اباد کې احتجاج اعلان کړی دی اؤ ددغه احتجاج له امله اسلام اباد کې سخت حفاظتي ګامونه اخستل شوي دي.

څيړونکي نیوکې کوي چې تحریک انصاف ګوند پخپله ځان لپاره د احتجاج حق غواړي خو په خېبر پښتونخوا کې چې بیا ددغه ګوند حکومت دی اؤ هلته پي ټي ایم احتجاج کوي نو پولیس پرې بریدونه کوي اؤ د صوبې وزیراعلا په دغو بریدونو غلی دی.

خبریال محمود جان بابر وي او اې ډیوه ته وایي،پاکستان تحریک انصاف مدام دا ګڼي چې دوي سم دي نور ټول ناسم دي.

هغه وایي "مثال یې دا دې چې خپله د احتجاج حق غواړي خو بیا پښتون ژغورنې غورځنګ ته دا حق خپله صوبه کې نه ورکوي، یو خوا اعلا وزیر منظور پشتین سره ملاقات کوي خو بیا د پي ټي ایم په احتجاجي کیمپ باندې د پولیسو لخوا په شوي برید باندې غلی وي".

پښتون تحفظ موومنټ د روانې میاشتې په ۱۱مه نیټه د قامي عدالت په نوم خېبر ته د پښتنو یوه استازې جرګه رابللې چې ددغه جرګې لپاره پي ټي ایم د صوبې ټولو سیاسي ګوندونو، تنظیمونو اؤ د مدني ټولنو استازو ته بلنې ورکړې دي.

پي ټي ایم وایي د جرګې له لارې به نړۍ ته د پښتنو وطن کې په جنګونو اؤ ترهګرۍ کې د وژل شوؤ اؤ بې درکه کړل شوؤ پښتنو کره شمیرې وړاندې کړي اؤ نړۍ به له حقایقو خبر کړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – د استاذانو نړېواله ورځ
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG