لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روس نایب وزیراعظم وايي ماسکو به په برېکس تنظیم کې د پاکستان د شاملېدو حمایت کوي


د روس نایب وزیراعظم الېکسي اوورچک
د روس نایب وزیراعظم الېکسي اوورچک

د روس نایب وزیراعظم الېکسي اوورچک ویلي هېواد به يې په بریکس تنظیم کې د پاکستان د شاملېدو حمایت کوي.

د پاکستان د دوه ورځني سفر په مهال اورچک د پاکستان نایب وزیراعظم او خارجه وزیراسحاق ډار سره په اسلام اباد کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ مشترک خبري کانفرنس ته په برېکس کې د شمولیت دپاره د پاکستان د خواست په اړه د یو سوال په جواب کې وویل روس به د پاکستان د غړیتوب حمایت کوي.

برېکس یا بي ار سي اېس د نړۍ د پرمختګ کوونکو ملکو تنظیم دی چې په کې برازیل، روس، هندوستان، چین او جنوبي افریقا شامل هېوادونه دي.

تېر کال برېکس سعودي عرب، ایران، ايتوپیا، مصر، ارجنټینا او متحده عرب اماراتو ته په تنظیم کې د شمولیت بلنه وکړه. تنظیم وايي په زوړ نړیوال نظام کې بدلون غواړي.

د اوورچک د سفر په مهال دواړو ملکونو دوه اړخیزه تجارت په زیاتولو او د بېنکونو په لېن دېن کې خنډان د لرې کولو په موضوع هم خبرې وکړې.

اوورچک وویل د روس وزیراعظم میخایل ميشتوټېن به د شېنګايي کواپرېشن ارګنایزېش یا اېس سي او په غونډه کې شرکت کوي چې اسلام اباد يې اینده میاشت کوربتوب کوي. هغه مجوزه غونډه اهمه وبلله.

اوور چک په داسې وخت کې د پاکستان کوي چې هم روانه اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستيال جان باس په اسلام آباد کې له پاکستان مرستيال وزير اعظم او د پوځ مشر جنرل عاصم منير سره ليدلي وو.

څیړونکي وايي، د افغانستان څخه د امریکا د وتلو وروسته د پاکستان د ملي امنيت دپاره مهمه ده چې روس سره اړیکې پياوړې کړي.

اوورچک په اسلام آباد کې د اسحاق ډار سره په اقتصادي، ثقافتي او تجارتي اړيکو خبرې اترې وکړې.

پاکستان ته د روس پلاوی دا سفر په داسې وخت کې کوي، چې پاکستان له سختو معاشي او امنيتي ستونزو سره مخ دی او روس هم د اوکراین شخړې له امله د نړیوالو بندیزونو او د نيوکو ښکار دی.

د نړیوالو چارو کار پوه تېمور خان وايي، "د دورې اصل مقصد خو تجارت، پياوړې رابطې او د انرجۍ په څانګه کې انفراسټرکچر جوړول دي. خو امريکي چې د پاکستان د بيلسټک ميزايل پروګرام په پُرزو چې بنديزونه ولګول او روس سره يي اوکراین په اړه اړيکې نورې هم کړکیچنې شوې نو په داسې کې د پاکستان او د روس رابطې ډير ارزښت لري".
په کال 2023م کې پخواني وزیراعظم عمران خان د روس سفر هغه وخت کړی وو چې روس په اوکراين يرغل کړی وو. د عمران خان په سفر نه يواځی پاکستان دنننه نيوکې شوې وې، بلکې امریکې پرې هم د ناخوښۍ څرګندونه کړې وه.
د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه په پاکستان داسې تورونه هم لګي چې روس او اوکراين جنګ کې پاکستان په پټه په اوکراين د میلینونو ډالرو وسله خرڅه کړې وه خو تیر د پاکستان نګران حکومت داسې خبرونه په کلکه رد کړي وو.
څيړونکي وايي روس سره تعلقات پراخه کولو سره پاکستان او د امريکې تعلقات اغېزمن کيدې شي ځکه امريکا به چري هم نه غواړي چې په دې سيمه کې د روس اثر سېوا شي.

د نړیوالو چارو کار پوه پروفېسر ډاکټر منظور اپريدی وايي، "زما په اند د امریکا له افغانستان نه د وتلو وروسته يوه خلا جوړه شوې ده او په افغانستان کې روس هم کوشش کوي چې دا خلا ډکه کړي. ورسره د چين هم دا کوشش دی. نو د دغې پاليسۍ لاندي د پاکستان دا کوشش دی چې هغه د سيمه ييز هيوادونو چې پکي روس هم شامل دی ورسره خپل تعلقات ښه کړي".

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG