لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لانګو: "د ټي ټي پي دوه کمانډران مو نيولي، ټي ټي پي او بي ايل اې په ګډه بلوچستان کې ترهګري کوي"‏


د پاکستان د بلوچستان صوبې د داخله چارو وزير مير ضياء لانګو ادعا کړې چې امنیتي او استخباراتي ادارو په ګډه د ترهګرو يو نېټورک ‏نيولی دی.

ضيا لانګو دا دعوه په داسې وخت کړې چې په ‏‎22‎م جون اسلام آباد کې د وزيراعظم په مشرۍ د نېشنل ايکشن پلان د ايپکس کميټۍ په ‏غونډه کې د ترهګرۍ مخنيوي د قامي کمپياين د بیا فعالولو دپاره د "عزمِ استحکام" په نوم عملیاتو منظوري ورکړل شوې وه.‏

لانګو نن د جون په 26مه يوه خبري غونډه کې وويل، "کمانډر نصرالله عرف منصور، کمانډر ادريس عرف ارشاد نيول شوي دي دا دواړه له خوارج ‏تحريک طالبان پاکستان سره تعلق لري، کمانډر نصرالله د ټي ټي پي د شورا رکن دی، تحريک طالبان پاکستان او بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډله بي ايل اې ‏دواړه ترهګر تنظيمونه دي او د هندوستان په مالي مرسته د افغانستان له خاورې څخه په پاکستان کې ترهګري کوي".‏

د لانګو په وينا، "دا خبره په بيا بیا ويل شوې چې ددې ناامنۍ او ترهګرۍ تر شا د هندوستان لاس دی او له تېرو شلو کالو څخه هندوستان د دې ترهګرو ‏ډلو مالي مرستې کوي، او د زموږ د همسايه ملک افغانستان خاوره استعمالوي، هندوستان او بهر ملکونو کې ناست خلک دلته د بلوچستان د ځوانانو ‏ذهنونه د حقوق پر نامه خرابوي او استعمالوي يې ، خلک نور پدې کې بايد د يو چا او په خاصه د نړۍ کوم شک پاته نه شي".‏

د ضيا لانګو د دې تورونو په ځواب کې د هند کوم تازه دريځ مخې ته نه دی راغلی خو تر دې وړاندې هند په کلکو ټکو داسې تورونه رد کړي او دې ته ورته ‏تورونه يې پر پاکستان لګولي دي.‏

پر کابل واکمنو طالبانو هم تازه بيان ته کوم غبرګون نه دی ويلی خو تر دې وړاندې افغان طالبانو د پاکستان داسې تورونه رد کړي او ويلي یې دي ترهګري د ‏پاکستان داخلي مسله ده.‏

د بلوچستان په سر ښار کوټه کې په سرکاري ټي وي خبري کانفرنس کې د يو تن ويډيو پېغام چلول شوی، چې ياد تن پکې ځان د تحريک طالبان پاکستان ‏کمانډر نصرالله عرف منصور په نامه يادوي او دعوي کوي چې له تيرو شپاړسو کالو څخه له ياد تنظيم سره پر مهمو عهدو پاته شوی او په زياتره ترهګريزو ‏پيښو کې لاس لري.‏

ياد تن په خپل بيان کې وويل،"زما نوم کمانډر نصرالله عرف منصور دی، 44 کلن يم، له کلي وچه خوړه، تحصيل سره روغه جنوبي وزيرستان سره ‏تعلق لرم، د ټي ټي پي تر جوړيدو وړاندې په 2005 کې د بیت الله مسود له ډلې سره مې ترهګريزو پېښو کې لاس درلود، په 2007 کې د ټي ټي پي له ‏جوړيدو سره ټي ټي پي کې شامله شوم، ما مالي او تکنيکي او تشکيلات‎ ‎کتل، په کال 2024 کې مفتي زر ولي محسود زه د افغانستان و کندهارته ‏وغوښتلم، دوی د بي ايل اې مجيد بريګېډ او ټي ټي پي په ګډه سره دا پريکړه کړې وه موږ يې د سپين بولدک له لارې د بي ايل اې د خلکو په مرسته د ‏پاکستان بلوچستان صوبې ته د خاص مقصد لپاره راواړولو، د دې ترشا د هندوستان د استخباراتي ادارې (را) لاس دی".‏

دغه تن زیاته کړې، "هغوی غوښتل چې د بلوچستان په خضدار سيمه کې د ټي ټي پي مرکزونه جوړ کړل شي، د دوی درې مقصده وو چې اول په بلوچستان ‏کې چيني وګړي په نخښه کړي او په داسې کولو سي پېک پروژه ناکامه کړي، اغوا براې تاووان کول دي او د لادرکه کسانو پروپېګنډا زياتول چې د ‏پاکستان استخباراتي ادارې بدنامه شي، دريم په بلوچستان کې ترهګريځې پېښو کولو سره په خلکو کې ويره او مايوسي خورول وو".‏

د لانګو د دې خبري کانفرنس او دعوو په اړه د ټي ټي پي او نه هم د بي ايل اې کوم دريځ تراوسه مخې ته راغلی دی.‏

ضيا لانګو خبري کانفرنس په داسې وخت کې کړی چې دوې ورځې وړاندې د بلوچستان په بلوڅ مېشته سيمه کې د ايف سي ځواک پر کېمپ د ډله ييز ‏وسلوال بريد زمه واري بي ايل اې منلې وه.‏

د يادې پېښې په اړه د بلوچستان د داخله چارو د وزير مير ضيا لانګو ويلي، " دوې شپې وړاندې وسلوالو په خالق اباد کې د ايف سي پر کېمپ او چوکيو ‏بريد کړی وو، ايف سي پوليس او ليويز د دوی بريد ناکامه کړ، شاوخوا ‏‎50‎‏ وسلوالو غوښتل چې شل تنه عسکر تښتوي خو د دوی دا ارادې ناکامه کړل ‏شوې، ‏‎18‎‏ عسکر ژغورل شوي او دوه تنه عسکر د وسلوالو په ډزو وژل شوي، زموږ عسکري ادارې د ترهګرو د جواب لپاره تيارې دي او هلته موجوده دي".‏

د ياد بريد زمه واري ناقانونه ګرځول شوې وسلوالې ډلې بي ايل اې منلې وه او په ياد بريد کې يې د زيات ځاني او مالي تاوان دعوه کرې ده.‏

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG