لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: قلات برید کې7 عسکر وژل شوي،15 ژوبل دي


د پاکستان سرکاري میډيا وایي د بلوچستان په قلات سیمه کې په وسلوال برید کې د ایف سي 7 عسکر وژل شوي او 15 ټپیان شوي.

د قلات ځایي خبریال د نوم نه ښولو په شرط ډیوہ ته وویل، پېښه له قلات څخه شاواخوا شپیته کلو میټرہ لیري پرته غرنۍ سیمه جوهان کې شوې او وسلوالو د شاہ مردان په نامه ایف سي چیک پوسته باندې برید کړی دی.

هغه وایي ،تیرہ شپه د ایف سي پر ځایي قلعه ډله ییز وسلوال برید شوی، چې 7 عسکر پکي وژل شوي او 15 ټپیان شوي.

د پاکستان سرکاري ټي وي په خبر کې ویل شوي چې، ټپیان د نورې درملنې لپارہ د کوټې عسکري روغتون ته وړ‎ل شوي۔

د پېښې په اړ‎ہ د بلوچستان حکومت او د پاکستان پوځ تر اوسه څه نه دي ویلي۔

د برید زمه واري ھم تر اوسه کومې ډلې پر غاړ‎ہ نه دہ اخیستې۔

خو د ځینو بلوڅ وسلوال تنظیمونو ګډ تنظیم براس تیرہ ورځ په خپل یوہ بیان کې په بیلا بیلو سیمو کې د بریدونو او ځاني مالي زیانونو زمه واري منلې وه۔

په نهم نومبر د بلوچستان سر ښار کوټه ریلوې سټېشن کې ځانمرګي برید کې د شپاړ‎س پاکستان پوځي عسکرو په ګډون 26 تنه وژل شوي او د 30 عسکرو په ګډون شپیته ټپیان شوي وو۔

د برید زمه واري بلوڅ بیلتون خوښې ډلې بي ایل اې منلې وہ۔

له دغه برید وروسته د پاکستان مرکزي حکومت او پوځ ویلي وؤ په صوبه کې به د ترھګرو پر ضد ځانګړ‎ي عملیات زیاتوي او برید ګر به په انجام رسوي۔

د پاکستان بلوچستان صوبه د یوې اوږدې مودې راهسې د ناکرارۍ سره مخ ده اؤ دغلته که یو خوا د ریاست نه مرورې بلوڅ وسله والې ډلې وخت په وخت په امینتي ځواکونو مرګوني بریدونه کوي نو بلخوا د صوبې د حقونو په غوښتنه اؤ د جبري بې درکیو په ضد سیاسي ګوندونه اؤ مدني ټولنه هم په احتجاج بوخت دي

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG