لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سعودي ولي عهد سره د شهباز شریف لیدنه، د همکاریو په پراختیا اؤ د اړیکو په پیاوړي کولو یې اتفاق کړی


د پاکستان وزیراعظم ښاغلي شهباز شریف د سعودي عرب ولي عهد ښاغلي محمد بن سلمان سره لیدنه کړې اؤ ورسره یې د سیمې د امنیت په ګډون د خپل منځي همکاریو په لا پراخولو اؤ د اړیکو په پیاوړتیا خبرې اترې کړې دي.

د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر وایي چې د سعوي په ریاض ښار کې د ون واټر غونډې په څنډه کې د سعودي ولي عهد سره لیدنه کې وزیراعظم شهباز شریف ښاغلي محمد بن سلمان ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړې ده چې هغه منلې ده.

د اطلاعاتو مرکزي وزیر عطا تارړ په ټولنیزه رسنۍ ایکس خپل بیان کې ویلي چې د سعودي ولي عهد په شپږو میاشتو کې وزیراعظم شهباز شریف سره په شوې دې پینځمه لیدنه خوښي ښکاره کړې ده.

ښاغلي تارړ ویلي د لیدنې په مهال دواړو مشرانو اقتصادي، تجارتي اؤ د سرمایه کارۍ اړیکو ته په نورې ودې ورکولو اتفاق کړی اؤ د سرمایه کارۍ د تړونونو د عملي کولو په رفتار یې ډاډ ښکاره کړی دی.

د پاکستان سرکاري میډیا وایي په دې لیدنه کې دواړو مشرانو په دې خبره سلا شوي دي چې د پاکستان اؤ سعوي عرب لپاره د خپلو اقتصادي، تجارتي اؤ سرمایه کارۍ اړیکو ته نوره وده ورکول بې کچه ضروري ده.

د میډيا رپورټونو کې ویل شوي چې ولي عهد محمد بن سلمان په دې خبره ټینګار کړی چې د پاکستان اؤ سعوي عرب تر منځ د همکاریو وده د پاکستان د اقتصادي پرمختیا اؤ خوشحالۍ لپاره زیات ارښت لري.

د پاکستان سرکاري ټي وایي د سعودلي ولي عهد د شهباز شریف لخوا اسلام اباد ته د سفر بلنه قبول کړې ده اؤ ویلي یې دي چې هغه د اسلام اباد خپل سفر ته لیواله دی.

وزیراعظم شهباز شریف پرون ( دوشنبه) د یو پلاوي په مشرۍ پخپل دوه ورځني سفر د سعوي پلازمینې ریاض ته رسیدلی ؤ.

د تېرو شپږو میاشتو په موده کې دا سعوي ته د ښاغلي شهباز شریف پینځم سفر دی.

په تېره یوه لسیزه کې د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ اړیکي د ګڼو لوړو ژورو راتېر شوي دي.

د یمن جګړه کې د سعودي په مشرۍ اېتلاف سره له یو ځای کېدو د پاکستان ډډه او د عمران خان د واکمنۍ په دور کې د نوموړي لخوا د ریاض پر ځای ملیشیا کې د اسلامي هېوادونو د سرمشریزې د ترسره کېدو هڅو د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ اړیکې خرابې کړې وې.

خو څېړونکي وایي چې د شهباز شریف په مشرۍ پاکستان کې د نوي حکومت رامنځته کېدو وروسته یو ځل بیا د دواړو هېوادونو اړیکې تودې شوي او پاکستاني چارواکي تمه لري چې سعودي به یې خاوره کې د میلیاردونو ډالرو پانګونه وکړي.

د اکتوبر د میاشتې په ۱۰مه د سعودي عربستان یو شمیر سوداګرو د کرنې، ټیکنالوجۍ، خوراکي موادو، انرژۍ، روغتیا اؤ کانونو په شمول په یو شمیر برخو کې ۲۷ دوه اړخیزه مفاهمتي یاداښتونه لاسلیک کړي چې ټاکل شوې له مخې به یې د سعودي پانګه وال په پاکستان کې د دوه میلیارده ډالرو په ارزښت پانګونې کوي.

دغه مفاهمتي مفاهمتي یاداښتونه پاکستان ته د سعودي عربستان د پانګونې د وزیر خالد الفالح په مشرۍ د یوه لوړ پوړي پلاوي د سفر په ترڅ کې لاسلیک شوي وؤ

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG