لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شریف چین  ته باور ورکړی خپل ملک کې به یې د وګړو خوندیتوب باوري کوي


China Pakistan Brazil
China Pakistan Brazil

په دې وروستیو کې په پاکستان کې په چینایي وګړو له شوؤ ترهګر بریدونو وروسته د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د چین مرستیال وزیراعظم ډنګ ژويي ژانګ ته باور ورکړی حکومت به یې د چین د وګړو خوندیتوب لپاره هر ممکن ګامونه اخلي.

د پاکستان د سرکاري ریډیو د رپورټ له مخې وزیراعظم شهباز شریف د اذربایجان پلازمینه باکو کې د اقلیمي بدلون په اړه د راجوړې شوې غونډې په موقعه د چین د مرستیال وزیراعظم سره لېدل کتل کړي دي.

په دې لیدنه کې د پاکستان اؤ چین تر منځ د دوه اړخیزه همکاریو په وده خبرې اترې شوي اؤ شهباز شریف ویلي چې چین د پاکستان یو پخوانی دوست دی اؤ د دواړو هیوادونو په مابین کې د اړیکو د پیاوړتیا یوه نوې دوره پېل شوې ده.

وزیراعظم شهباز شریف ویلي چې حکومت یې ملک نه ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دی اؤ د چین د وګړو د تحفظ باوري کولو لپاره څومره چې کیدای شي، ګامونه اخلي .

د پاکستان د سرکاري میډیا له مخې په دې لیدنه کې د چین مرستیال وزیراعظم د امنیتي چیلنجونو د مقابلې اؤ د دواړو هیوادونو د ولسونو د پرمختیا اؤ خوشحالۍ لپاره د چین اؤ پاکستان کاري دایرې پراخولو ته هیله مندي ښودلې ده.

پاکستان کې په دې وروستیو کې په چینایي وګړو یو شمیر مرګوني بریدونه شوي چې له هغې وروسته بیجنګ پرله پسې په اسلام اباد د خپلو وګړو د خوندیتوب ټینګار کوي.

وړمه ورځ د رویټرز خبري شبکې په رپورټ کې د سرچینو له خولې ویل شوي وؤ چې کراچۍ کې په چینایي وګړو له شوې موټري بمي چاودنې وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ شوؤ مذاکراتو کې چین په پاکستان ټینګار کړی چې بیجنګ ته باید اجازه ورکړل شي چې پاکستان کې د خپلو وګړو د امنیت چارې پخپلو لاسونو کې واخلي.

رویټرز وایي د پاکستان د هغو عسکري اؤ حکومتي پینځوو سرچېنو سره یې خبرې کړي چې د چین اؤ پاکستان تر منځ له شوؤ مذاکراتو خبر دي اؤ هغوي ورته د نوم نه ښکاره کولو شرط اېښودی دی ځکه چې دا مذاکرات په یوه حساسه معامله شوي دي.

سرچینو ویلي چې د چین لخوا پاکستان ته د لېږل شوؤ لیکلو وړاندیزونو جاج اخستل شوی دی.

په دې وروستو کې د ترسره شوؤ دې مذاکراتو یو ګډون وال پاکستاني چارواکي ویلي چې چین غواړي د خپلو وګړو د امنیت لپاره خپل ساتونکي دلته راولي خو پاکستان تر اوسه دداسې کوم اقدام سره اتفاق نه دی کړی.

رپورټ کې ویل شوي چې د چین لخوا پاکستان ته استول شوي لیکلي وړاندیزونه د ارزونې لپاره د پاکستان امنیتي ادرو ته لېږل شوي اؤ هغې کې دا خبره راڅرګنده کړل شوې چې د ترهګرۍ د مخنیوي اؤ ګډو کارروایو یا عملیاتو کې د مرستې لپاره دې باید د یو بل امنیتي ادارو اؤ ځواکونو ته د تبادلې اجازه وي.

چارواکي ویلي د ځواکونو لېږد به له مذاکراتو وروسته وي خو وایي چې پاکستاني ادارو د دې وړاندیز مخالفت کولو.

د پاکستان یا چین حکومتونو تر اوسه دداسې قسمه څه مذاکراتو تصدیق نه دی کړی.

یو بل چارواکي رویټرز ته ویلي چې پاکستان له مخې چین ته ویلي وؤ دوي باید د نیغ په نېغه مداخلې پځای د انټیلجینس اؤ څارنې په توان کې د غوره والي لپاره مرسته وکړي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د مذاکراتو په اړه ویلي چې دداسې کوم پرمختګ څخه خبر دی اؤ د ګډ امنیت پلان د غور لاندې دی .

خو هغه ویلي چې چین به د پاکستان سره د خپلې همکارۍ پیاوړې کولو ،د چینایي وګړو،منصوبو اؤ ادارو د امنیت ساتلو په غرض د خپلو ګډو هڅو لپاره خپل کوششونه دوامداره ساتي.

رویټرز وایي چې د پاکستان اړونده وزاراتونو اؤ ادارو سره یې د شوؤ مذاکراتو په اړه د دریځ معلومولو لپاره تماس نیولی خو هغوي څه ځواب نه دی ورکړی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG