لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان او شام کې د ممکنه جنګي جرمونو په تور د 10 برتانوي پوځیانو خلاف قانوني اقدامات کېږي


Afghanistan
Afghanistan

د برتانیې د دفاع وزارت وايي، د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو په نهو پوځیانو باندې په شام او په یو پوځي باندې په افغانستان کې د ممکنه جنګي جرمونو په تور قانوني کاروایي کېږي. وایي دوی په درو جلا پېښو کې داسې اعمال تر سره کړي چې "جنګي جرمونه" بلل کیږي.

تر دې وړاندې د برتانيې دفاع وزارت د 2022م کال په دسمبر کې اعلان کړی وو چې په افغانستان کې يوه لسيزه وړاندې د برتانوي پوځيانو په لاس د ناقانونه وژنو د دعوو په اړه خپلواکه پلټنه پیلوي.

په دغو ټولو دعوو کې د ملکي وګړو وژنه، له حده زیات د ځواک کارول او هغه کړنې شاملې دي چې د نړیوالو بشري قوانینو خلاف دي او په دغو پوځیانو کې یو یې په افغانستان کې د دا ډول کړنو د ترسره کولو په تور له قانوني کاروایي سره مخ دی.

دغه معلومات لومړی وار د برتانیې ټایمز ورځپاڼې د معلوماتو د ازادۍ د غوښتنې له لارې ترلاسه کړي چې پکې ویل شوي دوو مقدمو ته د برتانیې په دفاع وزارت کې د سروس پراسیکیوشن اتارټي (ایس پي اې) اداره بیاکتنه کوي.

د برتانيې د دفاع وزارت د هغو تورونو په اړه څېړنه کوي، چې ګواکې برتانوي ځانګړو ځواکونو دوه کاله وړاندې په شام کې جنګي جرمونه کړي وو.

له دغو تحقیقاتو څخه یوه یې په شام کې د 2024م کال په مارچ کې د یوې پېښې په اړه ده، چې پکې برتانوي ځانګړي ځواکونه د یو مشکوک جهادي د نیولو پر ځای هغه په ډزو وژلی دی. ددغه مشکوک تن مړی له یو ځانمرګي واسکټ سره نیزدې موندل شوی، خو په خپل بدن پورې یې هیڅ چاودیدونکي توکي نه وو تړلي.

د یو بل تور په اړه پلټنه کیږي چې پکې د برتانوي ځانګړو ځواکونو یو غړی په افغانستان کې په جنګي جرم تورن شوی دی، که څه هم دا نه ده څرګنده شوې چې دغه پوځي افسر کوم عمل کړی چې جنګي جرم ګڼل کېږي.

د برتانیې د ملي دفاع وزارت ټینګار کړی چې د جنګي جرمونو ټول تورونه به په سنجیده توګه وڅېړل شي او د دغو تورونو په اړه د خپلواکو څېړنو ملاتړ کوي.

ګارډین ورځپاڼې د برتانیې د دفاع وزارت د ویاند له خولې لیکلي، "په ټوله نړۍ کې زموږ د برتانیې د پوځي کارکوونکو د لوړو معیارونو درناوی کېږي او د هغو کسانو خلاف به اقدام کېږي چې دا معیارونه نه پوره کوي، چې په هغوی کې چېرې مناسبه وي له پوځه ایستل هم پکې شامل دي".

د دفاع وزارت ویاند نور تفصیل نه دی ورکړی او وایي، "دا به نامناسب وي چې د روانو تحقیقاتو په اړه نوره تبصره وکړم".

دا مهال په افغانستان کې د برتانوي ځانګړو ځواکونو د جنګي جرمونو د دعوو په اړه هم څېړنې روانې دي.

ګارډین لیکلي،‌ دا تفصیل په یوه بله سرکاري پلټنه کې په ډاګه شوی چې ایا د برتانیې ځانګړو ځواکونو په غیرقانوني ډول په افغانستان کې بندي لسګونه طالب جنګیالي وژلي دي.

بي بي سي او نورو رسنیو دوه کاله وړاندې ویلي وو، برتانوي ځانګړو ځواکونو د 2010 او 2013 کلونو ترمنځ په افغانستان کې د شپې په عملیاتو کې د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه 54 ملکي وګړي په مشکوکو حالاتو کې وژلي او د دوی کمانډرانو د دغو "جرمونو" له رپوټ ورکولو ډډه کړې ده.

د طالبانو له واکمنۍ یو کال وروسته د جرمونو په نړیوال عدالت (ای سي سي) کې د جنګي جرمونو څارونکو څارنوالانو د دې عدالت پر قاضیانو فشار راوړی وو چې په افغانستان کې د جنګی جرمونو د پلټنې د بیا پيل کېدو په اړه سملاسي اقدام وکړي.

دوه کاله وړاندې د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې ایچ آر ډبلیو او ایمنیسټي انټرنېشنل د افغانستان په تېره شل کلنه جګړه کې په جنګي جرمونو کې د ټولو لاس لرونکو تورنو کسانو خلاف د انصاف او د هغوی د سزا کېدو غوښتنه کړې وه.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG